د ارزګان د یو تن ژورنالست په اړه دا دومره غوغا ولی؟
په ارزګان ولایت کی د یو تن ژورنالست چی یوالی او پیستون رادیوګانو سره کار کوی د ترافیکی قوانینو د خلاف ورزی په سبب سره ددی باعث شوی چی د ملی پولیسو او ملی اردو موټرونه ترافیکی حادثه وکړی چی د حادثی وروسته د ځینو رسنیو په وینا خبریال صاحب د امنیتی ځواکونو لخوا وهل شوی او سپکی سپوری ورته ویل شوی دی په اول ځل خو دا ادعا کیدل چی د والی ساتونکو وهلی او ډبولی وروسته بیا دا پر ملی پولیسو او ملی پوځ تاوان شوه، بل لوری ته بیا ښاغلی عبدالله همت د ارزګان ولایت د والی ویاند بیا دا موضوع داسی بیان کړی چی ګواکی وهل او ډبول نه وه صرف د پولیسو لخوا ورته په تونده لهجه څه ویلی.
اوس به راسو ځینو اړینو خبرو ته هغه دا چی ددی پیښی د څرنګوالی نه مخکی تر مخکی د ځینو ولایاتو د ژورنالستانو ټولونو یا او یا پریس کلبونو دا پیښه غندلی او د ملامتی ګوته یی و دولتی ځواکو ته نیولی ده او موضوع ته یی تر اندازی زیاته پرداز ورکړی حال دا چی اصلی خبره لا سمه روښانه نده ځکه چی په اړه لا تحقیقات مکمل شوی هم ندی صرف د یو خبریال پر ادعا باندی یی ټوله دنیا خبره کړه.
زه وینم چی افغانستان کی ډیر خلګ خپل د موقف او رتبی او مقام څخه په استفادی ځانونه واجب الحترام کړی څوک د جهاد تر شا پټ دی څوک د کیل تر نامه لاندی خوندی دی او څوک د والی او یا وزیر که دی څه ورته وویل نو سمدستی چیغی ناری جوړی کړی چی زه خو فلانی یم ما جهاد کړی دا د جهاد توهین دی، که دی غلا او قتل وکړی او تا ورته څه وویل نو دی سمدلاسه بغاری کړی چی جهاد ته دی توهین وکړ او کافر شوی.
نو پدی ډله کی زموږ په اصطلاح روڼ اندی او ژورنالستان هم شامل دی، دوی تر عادی افغان ځان لوړ ګڼی دوی وایی که هر څه کوی باید څوک څه ورته و نه وایی او که یی وویل نو دوی بیا رسنی په واک کی دی او دینا به پر سور اور کړی. دا زه د افغانستان بدبختی او د لسیزو د جګړو لامل ګڼم چی موږ د ژورنالست په نامه کار کوو خو د خپل سپیڅلی مسلک څخه خبر نه یو او نه هم په مسلکی ډول روزل شوی یو، ژورنالیزم یو سمندر دی چی ددی علم زده کړی منظم تعلیم او تربیی ته اړتیا لری خو بدبختانه زموږ هیواد کی داسی حالت لکه څنګه چی مو پولیس او پوځ ماشینی تولیدیږی همدا رنګه مو ژورنالستان هم د یو څو اونیزو کورسونه تعقیب کړی چی د ژورنالیزم د سمندر الف او ب سره هم ندی بلد خو حقوق بیا د ریس جمهور څخه لوړ غواړی.
د ژورنالستانو څخه د دفاع ټولنی ددی لپاره ندی چی د ژورنالست په هر شخصی موضوع کی هم دی سپر وګرځی بلکه صرف په هغه مسایلو کی چی په مسلکی ډګر کی ژورنالست ته پیښی وی دوی یی د قانون په رڼا کی تر هر اړخیزو څیړنو وروسته دفاع وکړی، نه دا چی ژورنالست لکه فرعون موټر چلوی او څوک تر لاندی کړی او یا د ترافیکی حادثی یا د چا د مړینی سبب شی که دولت ورته یو څه وویل نو هیاهوی جوړ کړی.
دا منم چی دا د پولیسو او پوځ کار نه وو چی ژورنالست صاحب ته یی په ارزګان کی څه ویلی باید دا محترم ژورنالست یی ترافیکو ته پری ایښی وای چی هغوی خپل قانونی اجرات کړی وای خو دا زه د افغانستان د حالاتو سره سم ډیره عادی او وړه خبره ګڼم چی پولیس دی یو څوک په چپلاخه ووهی او یا دی بده خبر ورته وکړی دا د هر افغان سره هره ورځ پر هر سړک پیشیږی کابل کی یوه ورځ موټر وچلوی بیا حالت درته معلومیږی. نو په ارزګان کی ژورنالست په مسلکی ډګر کی ندی ګواښل شوی چی موږ چیغی تر اسمان وختلی او که داسی وی چی وایو نو ولی عادی افغان و ځورول شی نو باید بیا لږ خپل د ضمیر نه وشرمیږو او هر افغان خپل ورور و ګڼو او درد او رنځ او چیغه یی همداسی پورته کړو که حق وی که ناحق.
د ټولو ټولنو بیانیی می وکتلی تر ټولو راته خندونکی اعلامیه د هلمند ولایت د ژورنالستانو راته ښکاره شوه چی له ورایه معلومیږی چی د چا لخوا لیکل شوی، دی ټولنی اول پړه د والی صاحب پر ساتونکو اچولی حال دا چی دا د پولیسو کار وو د ارزګان د والی ساتونکی نه وو تاسی د عبدالله همت خبره وګوری هغه دا کسان پولیس یاد کړی نه د والی ساتونکی پولیس او بیا همدا د هلمند اعلامیه فرمایی چی دا چی په یوه سیمه او یا ولایت کی د پرمختګ څرک نه لیدل کیږی یوازینی لامل یی دادی چی خبریالانو ته په درنه سترګه نه کتل کیږی او خبریالان یی له همداسی ننګونو سره مخ وی لکه په ارزګان کی. دوی ته باید دا ووایم چی محترمو د هلمند ولایت ژورنالستانو تاسو خو ځانونه دومره مهم ګڼلی چی حتی دا دعوه مو کړی چی په سیمه پرمختګ صرف له دی سببه نسته چی ژورنالستان سره سم چلند نه کیږی، خو زه درته وایم چی پرمختګ او جنګونه سلګونه لاملونه لری دا لامل ندی چی ژورنالست احترام نه کیږی، لږ خپل فکرونه سم کړی دومره لوړ ځانونه مه شماری چی د ټولنی څخه جدا سی، په هلمند کی چی ستاسی څومره احترام کیږی پر هغه ټول افغانستان خبر دی، تاسی قسم یاد کړی چی تاسی هلمند کی حقیقت بیان کولای سی؟ تاسی خو په ارزګان کی د ژورنالست په عادی خبره چیغی پغی جوړی کړی او د حق غوښتونکی شوی خو خپل د والی څخه مو یوه ورځ وغوښتل چی د شهید صمد روحانی قیصه څنګه ده؟ په هلمند کی موږ اورو او لیدلی مو دی چی د رسنیو مځکی غصب شوی او د پوښتنی سړی یی لا پیدا نشو نو کله چی ستاسی په ولایت کی ژورنالست په ډاډه زړه شهید کیږی او د رسنیو مځکی مو چارواکی په زور درڅخه اخلی تاسی نو ښه اعلامیی خپری کړی!!!! او که ویریږی چی ستاسی سرنوشت د صمد روحانی یا هغه رسنیو غوندی نشی چی محترم صاحب یی مځمکی غصب کړی؟ نو وایی چی غوا توره ده او شیدی یی سپینی.
دلته د زورنالستانو، معذرت غواړم د ژورنالستانو ټولنو ته په تیره بیا د هلمند ژورنالستانو ټولنی ته دا وایم چی که تاسی همداسی د ژورنالستانو څخه دفاع کول اخر به دا ژورنالستان داسی شی لکه ټوپک سالاران چی راګرځول به یی ناشونی کار وی، او د قانون ماتول به خپل حق بولی او بل چی دا موضوع ته د هلمند د ځینو چارواکو لخوا په ټول هیواد کی پرداز ورکول کیږی لوستونکی هم باید پوه شی چی هغه ځینی سیاسی مسایل دی په ارزګان کی الحمدالله د پرمختګ ډیری نښی لیدل شوی او دا لړی به دوام ولری، تاسی د شهید روحانی د قاتل د لاس اله مه ګرځی او هغه رهایشی نمری چی په رشوت کی ځینو ته ورکړل سوی هغه حق خو دادی دا دری کاله کیږی ادا مو کړ نور نو ژورنالستان صاحبانو بس ده.
د سوکاله او اباد ارزګان په هیله او د ټولنی د ټولو قشرونو د اصلاح په هیله