کور / هراړخیز / افغانانو! ځانونه او هېواد مو وژغورئ

افغانانو! ځانونه او هېواد مو وژغورئ

د ستر څښتن په نامه
درنو افغانانو! تر څو به د فساد، وحشت، ظلم، بربريت او ښکېلاک پر وړاندې پټه خوله ياست؟ تر څو به د پرديو د عامې وژنې، د اربکيانو د جنايتونو او د طالبانو د ارتجاع پر وړاندې چوپ ياست؟ آيا تاسې پر خپل ځان، خپلو بچيانو او خپل ولس ظلم نه کوئ؟ آيا تاسې د خدای او خپل وجدان پر وړاندې د پړتوب احساس نه کوئ؟ آيا له خپل ځان سره مو سوچ کړی دی چې تر کومه به د دانې په څېر د ژرندې دپلونو تر منځ دل کېږئ؟ آيا پر دې مو فکر مو کړی دی چې ستاسې د بچيانو او هېواد راتلونکی به څه ډول وي او تاسې ېې پر وړاندې څه مسؤوليتونه لرئ؟
د خدای په خاطر نور د ژوند لټون وکړئ. نور د غفلت له خوبه پاڅئ. نور د مظلوميت اوښکې پاکې کړئ. تاسې بايد پوه شئ چې تاسې پخپله د خپل برخليک ټاکونکي ياست. د نړۍ پر مخ بل هيڅوک به ستاسې د دردونو د ټکور لپاره راونه دانګي.
زما ولسه! که د برما، فلسطين او کشمير پر مسلمانانو اوښکې تويوئ، توی ېې کړئ، ولې لږ له خپل ضمير څخه وپوښتئ چې تاسې تر دې خلکو ډېر مظلوم نه ياست؟
تاسې د نړۍ پر سر يوازيني داسې څوک ياست چې بچيان مو ښوونځي ته د تللو حق نلري. تاسې داسې څوک ياست چې په هېواد کې مو سرک، روغتون، ښوونځی او فابريکه جوړول ګناه ګڼل کيږي. تاسې داسې څوک ياست چې په پګړۍ په سر کولو، ږيږه پرېښودلو او ملي جامو اغوستلو درته بربر او ترورېست ويل کيږي. تاسې داسې څوک ياست چې په توره شپه مو پر کور چاپه لويږي او تنکي ماشومان مو د مور په غېږ کې وژل کيږي. تاسې داسې څوک ياست چې په خپل کلي، ښار او سيمه کې د آزاد ګرځېدلو حق نلرئ. تاسې هغه قوم ياست چې له يوې موره زېږېدلي وروڼو مو يو د بل په مقابل کې سنګر نيولی، دواړه د الله اکبر په ناره يو پر بل ګولۍ اوروي او له مرګه وروسته دواړه شهيدان او دواړه مردار ګڼل کيږي.
زما خلکو! که څه هم تاسې ځانونو ته د نړۍ ټينګ مسلمانان واياست، خو له دې غافل ياست چې دين مو ميراثي او دوديز دی. لا مو تر اويا په سلو کې ډېر نالوستي کسان د کلمې، پیغمبر او کتاب په مانا نه پوهيږي. ستاسې ملايان، ډاکټران، انجينران، سياست پوهان او نور دين او علم يوازې او يوازې د پيسو ګټلو لپاره زده کوي. تاسې داسې هغه ويده خلک ياست چې لا هم هماغه کسان درباندې واکمني چلوي، کومو چې مو په سرونو کې مېخونه ټکوهل او مړي ېې ګډول.
وطنوالو! تاسې د داسې يوې خاورې اوسېدونکي ياست چې په هره غونډۍ او هر غره کې ېې شتمنۍ خښې دي، ولې تاسې په خپل تاريخي غرور او اوسنيو احساساتو کې داسې ډوب ياست چې تر خپلو قدمونو لاندې د پرتو شتمنيو په قدر نه پوهېږئ. هغه ورځ لرې نه ده چې تاسې به د هغو نړيوالو داړه مارانو د مزدورانو په توګه شپه او ورځ يوازې د ژوندي پاتې کېدو لپاره خولې تويوئ کوم چې تاسې ېې اوس د عدالت او پرمختګ بنسټ اېښودونکي ګڼئ. ستاسې لوېې لارې، واټونه او سيمې د غلو، داړه مارانو، بهرنيانو او جاسوسانو په نوم نومول کيږي او تاسې لا هم غلي ياست.
هېوادوالو! که ستاسې د نفاق، بېځايه غرور، فکري تيارو، له حقيقتونو انکار او پر خپل ځان ظلم دا حالت دوام وکړي نو کېدای شي يوه ورځ به مو هويت، ټاټوبی او اصليت وبايلئ او هغه مهال به مو خپل بچيان پر مړو لعنت وايي.
بس دی. نور د ويښ شئ. د جهالت، ناپوهۍ، ښکېلاک او تور تم پر وړاندې لاسونه سره ورکړئ. نور د پرديو په اشارو له جګړو لاس واخلئ. نور مه پرېږدئ چې بهرنيان مو په بېلا بېلو نومونو يو له بله وجنګوي. نور مه پرېږدئ چې ستاسې اصليت، افغانيت او شتمنۍ ولوټل شي. نور خپل ځانونه، خلک او هېواد وژغورئ.