کور / تازه خبرونه / خبريالانو د نجيب الله لطيف سره د حکومت ناوړه چلند وغندئ

خبريالانو د نجيب الله لطيف سره د حکومت ناوړه چلند وغندئ

هلمند ميشتي خبريالان په ارزگان كې د يوه خبريال وهل په سختوټكوكې غندي
د هلمند د آزادوخبريالانوټولنه په ارزگان ولايت كې د هغه ولايت د والي د ساتونكولخوا د يووالي اوپيوستون غږد خپلواكوراديوگانو د خبريال وهل په كلكه غندي اودا گام د بيان د آزادى اود خبريالانود كارپه وړاندې يوگواښ بولي اوله د هغه ولايت له مسؤلينوڅخه په كلكه غوښتنه كوي چې نوموړې موضوع په جدي توگه وڅيړي اوعاملينوته يې له قانون سره سمه سزا وركړي.
دا چې په يوه سيمه اويا ولايت كې د پرمختگ څرك نه ليدل كيږي يوازينى لامل يې دادى چې خبريالانوته په درنه سترگه نه كتل كيږي اوخبريالان يې له همداسې ننگونوسره مخ وي لكه په ارزگان كې ياد شوى خبريالا چې د ترافيكود څيړنوپه پايله كې د والي ساتونكي پړه پيژندل شوي خوپه دې سربيره بيا هم له ده سره لكه څنگه چې ښايي هغسې چلند نه دى شوى.
موږد مدني ټولنوله ټولوبنسټونواوپه ځانگړي توگه د رسنيود ملاتړله اداروڅخه غوښتنه كووچې دد پيښې د څيړنې لپاره جدي اقدامات ترسره كړي ترڅوپه راتلونكي كې د دا ډول كړنومخه ونيول شي.
په درنښت
په هلمند كي د خبريالانوخپلواكه ټولنه