یو وخت یوه سوی په یو ځنګله کي ژوند کاوه. هغه ته یوه ستونزه پیدا سوه. ستونزه دا وه چي مار راغی او د هغه له کور سره ئې نژدې کور جوړ کړ. سوی پوه سو چي نور د هغه لپاره په دې ځای کي خطرناکه دي. هغه له ځان سره وویل چي زه باید یوه داسي لار پیدا کړم چي مار له خپل ځان څخه لیري کړم. تر ډېر وخت پوري هغه پلان نه سوای جوړولای، خو اخیر ئې یوه لار پیدا کړه. هغه یو غټ جوال او یوه اوږده رسۍ راواخیسته او د مار د کور پر لور رهي سو. کله چي ورسېدی، نو جوال او رسۍ ئې پر مځکه کښېښول او داسي نارې ئې شروع کړې لکه د یو چا سره چي جنجال کوي. ویل يې:
– هغه به ځای سي!
او بیا ئې په جلا ږغ وویل:
– نه، هغه بیخي پنډ دئ!
بیا ئې په خپل ږغ وویل:
– نه، هغه ځایېږي.
بیا ئې په جلا ږغ وویل؛
– نه ځایېږي.
مار بیده وو خو چي دا نارې ئې واورېدې، راویښ سو او د دې لپاره دباندي راووتی چي وګوري چي چا دومره غالمغال جوړ کړی دئ. هغه وویل:
– سوی، د څه شي په اړه جنجال کوی؟
سوی وویل:
– وبخښه، راویښ مو کړې. دا زما شریک وایي چي ته په دې جوال کي نه ځایېږې، ځکه چي ته بیخي پنډ یې، خو زه فکر کوم چي ته به ځای سې.
مار وویل:
– ته ما ته جوال راښکاره کړه.
سوی جوال ورښکاره کړ او سر ئې خلاص ورته ونیوی. ما ورته وکتل او بیا پکښي ننوتی. سوی ژر په رسۍ باندي د جوال سر وروتړی او جوال ئې په ویاله کي واچوی.
د دې نکل څخه موږ زده کوو چي: موږ همېشه باید د خپل ځان د ساتني په فکر کي واوسو.
(د امریکا څخه)