کور / تازه خبرونه / د انرژۍ کانفرنس :د بجلۍ دويش واک دې صوبو ته ورکړل شي

د انرژۍ کانفرنس :د بجلۍ دويش واک دې صوبو ته ورکړل شي

پېښور:د خيبرپښتونخواد واکمن گوند عوامي نيشنل پارټۍ له لوري رابلل شوي انرژي کانفرنس کې په گډ ډول غوښتنه شوې ده چې دبجلۍ دپيداوار او ويش واک بايد صوبو ته ورکړل شي، اسلام اباد څخه دې لوډمنيجمنټ بند او د واپډا له لوري دې دپيسو راويستو دعمل اصلاح وکړل شي.
دغه کانفرنس غوښتنه کړې ده چې په خيبرپښتونخوا کې دې دبجلۍ دپيداکولو عمل پراخه کړل شي او په دغه لړ کې دې دنوؤ وړو ډيمونو پرانسته وکړل شي.دزيارت په ورځ دوزيراعلي په ماڼۍ کې خبريالانو ته داحوال تيرولو په مهال دعوامي نيشنل پارټۍ صوبائي مشر افراسياب خټک وويل دتيرو حکومتونو دغلطو تگلارو له امله دبجلۍ ستونزه کړکيچنه شوې ده او اوس هم هاغه خلک دڅه گډ حل راويستو پځايې دبجلۍ دستونزې دهواري په بابله دکيدونکو هڅو څخه په ډډه شوي دي. هغه وويل په پيښور کې دانرژۍ په بابله دترسره شوي کانفرنس په مهال دا خبره مخې ته راغلې ده چې مونږ په دوه روپۍ يونټ بجلي پيداکوؤ او بيا هم دغه بجلي مونږ ته په 15 او 16 روپۍ يونټ راکول کيږي.فراسياب خټک وويل دبجلۍ دبحران تر ټولو ستره وجه دا ده چې بجلي دمرکز له لوري ويشل کيږي او دموجوده ويش دغه عمل دمنلو جوگه نۀ دى.هغه وويل تيره ورځ چې دگډو مفاداتو په کونسل کې پنجاب په ټول هيواد کې دبجلۍ ديو رقم ويشل کيدو په اړه کوم وړانديزونه کړي دي ، مونږ دهغې منلو ته تيار نۀ يو.افراسياب خټک زياته کړه دانرژۍ په کانفرنس کې په مختلفو پروژو غور وکړل شو ، چې په هغې کې څه خو داوږدې مودې او څه دلنډې مودې پروژې دي.داى اين پي صدر وويل کومې پروژې چې لنډمهاله او دعمل جوگه دي دخيبرپښتونخوا وزيراعلي به په دغو پروژو سمدستي دکار کولو حکم جاري کوي.نوموړي دا هم وويل چې دانرژۍ کانفرنس کې چې کوم وړانديزونه شوي ، هغه به دصوبائي کابينې او صوبائي حکومت څخه له منظوريدو وروستو وزيراعظم ته وړاندې کولى شي.=هغه وويل کانفرنس کې چې کوم وړانديزونه شوي په هغې دعمل کولو سره به دوه ،دريوؤ مياشتو کې وضعيت تر څه حده ښه شي.دعوامي نيشنل گوند له لوري په ترسره شوې دغه دانرژۍ کانفرنس کې دپيپلز پارټۍ صوبائي مشر سينيټر سردارعلي خان،دمسلم ليگ(ق) صوبائي صدر سيد قاسم شاه، دپښتونخوا ملي عوامي پارټۍ ارباب مجيب الرحمان او دقبائيلي سيمو له لوري سينيټر عباس افريدي برخه لرله.