بیګا چې کورته راغلم له دې امله چې د ورځې په دفتر کې مې کارونه ډير زیات ؤ او پوره ېې ستړئ کړئ وم او د اوړي په دې اوږدو ورځو کې مې روژې نیولو او د سختې تندې زغملو هم حوصله پای ته رسولې وه، هغه د چا خبره سمه خبر هم بده راباندې لګیده .
روژّه ماتې ته څو دقیقې پاتې وې او زه هم د آذان په انتظار د دسترخوان څنګ ته ناست وم چې ناڅاپه مې تر غوږ لاندې یو تیره شئ حس کړل ،په قهر جن انداز مې شاته وکتل که ګورم دوه نیم کلنه لور مې (ساره )له یوه تیره پنسل سره زما تر شا ولاړه ده ،چې زما ورته پام شو په بیړه ېې په خندا راڅخه منډه کړه او د مور تر شا ېې پټه شوه .
سارې په پرله پسې ډول راته خندل سره له دې چې حوصله مې نه لرله او روژه ماتي ته په انتظار مې یوه خورما او یو ګیلاس شربت په لاس کې نیولي ؤ خو خپله غوسه مې کابو کړه .
څو ثانېې نه وې تیرې چې یو ځل بیا مې تر غوږ لاندې هماغه تیره شئ حس کړل خو دا ځل مې خپله وړه لور را ونیوله چې له واړه چیچ (سکونډلو) وروسته په ژړا شوه .
په هر صورت روژه مې ماته کړه ماسختن د تراویح په لمانځه کې به چې کله قعدې ته کیناستم نو ساره به راپه شا شوه ،خو چې ما به سلام ګرځاوه رانه وبه تښتیده ،ډير ېې وځورولم ،ماسختن چې ویده کیدم په غیږ کې مې کیناسته خو پام مې نه ؤ چې بیا ویده وه ،ډيره مینه مې پرې راغله ، د هغې په سپيڅلتیا ،بې کینې توب او مینه ناک والي مې مینه راغله په ریښتیا هم چې ماشوم د کور رڼا او نور وي چې ، ټول کور ورسره ژوندئ وي .
د شپې چې څملاستم چورتونو یوړم څو کاله وړاندې وختونه مې سترګو ته ودریدل د یوه شین سترګي ډاکتر سترګې مې سترګو ته ودریدې چې کرکه مې ترې کیده او زړه مې پرې نفرت وایه .
څوکله وړاندې چې ما په سالارو بازار کې درملتون درلود یوه ورځ په موټر سایکل یو شین سترګئ ډاکتر چې ښه سوچه اسلامي نوم او ښه اوږده سره کړې ږيره ېې درلوده درملتون ته راغئ .
له احوال پوښتنې وروسته ېې وویل زه د درملو کار او بار کوم او له پاکستانه درمل راوړم کوم درمل چې دلته ډير کاریږي زه ېې په ارزانه بیه درته درملتون ته راوړئ شم .
ما چې کله ترې د یو شمیر درملو په اړه پوښتنه وکړه حتې تر نیمايي قیمت ېې هم په ټيټ قیمت وښودل په لومړي سر کې خو مې فکر وکړ ښايي دا درمل د هغو کمپنیو له درملو وي چې کله شارټ اکسپایر شي یعنې تعداد ېې ډير خو د استعمال وخت ېې تر یوه کال کم وي کمپنۍ ېې لیلاموي تر څو پرې تاوان نه شي خو چې تاریخونه مې ېې وکتل څو کاله وخت ېې درلود .
ما ترې پوښتنه وکړه چې ولې دا درمل چې د پاکستان د مشهورو او معیاري کمپنیو هم دي دومره ارزانه دي ؟
هغه وویل موږ کمپنیو ته وایو چې د درملو مؤثره یا اصلي مواد زموږ په خوښه فیصدي راته په کې واچوي د مثال په ډول هغه امپي سلین چې ۵۰۰ م ګرامه امپي سیلین لري موږ ورته وایو چې یواځې ۲۰۰ میلي ګرامه امپي سیلین په کې واچوه چې بیا ېې موږ په ارزانه بیه رانیسو .
ما چې کله هغه ډبۍ چې د ده په لاس کې ؤ د هماغه کمپنۍ له نورو درملو سره مقایسه کړ هیڅ راز توپير په کې نه ؤ یواځې د شین سترګي ډاکتر په درملو لیکل شوي ؤ only for export to Afghanistan نور په کې هیڅ کوم توپير نه ؤ .
ما ورته وویل د خدای لعنت دې پر تا وي په هرڅه کې مې بې دیني او بې غیرتي لیدلې وه خو په ډاکترۍ کې نه .
تا به په دې درملو د څومره خلکو د زړه ټوټې واړه او معصوم ماشومان د میندو له غیږو بیل کړي او د لحد تورو خاورو ته سپارلي وي .
ته فکر وکړه که ستا کوم ماشوم له یوې عادي ناروغۍ د همدې بې کیفیته درملو له امله مري وبه ېې زغمئ شې ؟سره له دې چې دنورو ماشومانو د مور او پلار په څير به دې دا درمل د اصلي درملو په بیه اخیستي وي .
سره له دې چې نوموړئ شین سترګئ ډاکتر ما له خپل درملتون وایسته او سپکې سپورې مې ورته وویلې خو بیا به مې هم لیده چې د درملو له پنډې سره یو ځای به په درملتونونو ګرځيده .
څو درملتونونو ته مې وویل چې دد ې سړي د درملو په پیرلو سره د زرګونو ماشومانو په قتل کې شریکیږئ خو هغوی پوه شه او خپل آخرت ېې .
فکر مې وکړ چې باید د عامې روغتیا مسئولان پرې خبر کړم خو له دې امله چې ولایت له موږ ډير لرې ؤ ونه توانیدم .
یوه ورځ چې زه د کوم کار لپاره کوم کلي ته تللئ وم چې بیرته راغلم ومې لیدل چې زما له درملتون سره په څنګ کې د یوه بل درملتون څښتن چې یو آغا صاحب ، شریف ، کم جرئته او ساده سړئ ؤ ډير خواشینئ د درملتون مخې ته ناست دئ .چې پوښتنه مې ترې وکړه ویل ېې د دولت مفتشین راغلي ؤ زما له درملتون ېې ډير مهم درمل یوړل ، له دې امله چې د هغه په درملتون کې هم د خپل درملتون په څير بلد وم ومې لیدل چې ریښتیا هم د هغه د درملتون ډير قیمتي درمل چې له هره لحاظه قانوني ؤ ترې وړي ېې ؤ .
ما آغا صاحب له نږدې پيژانده چې پر قانون برابر کس ؤ اوتقلبي او له وخته تیر درمل ېې په درملتون کې نه پریښودل خو مفتشینو د هغه له بې جرئتۍ په ګټې اخیستو ترې په بیلابیلو او خندوونکو پلمو ډير قیمتي او مهم درمل وړي ؤ .
دا حال مې چې ولید هغه هیله مې هم په ناهیلۍ واوښته چې غوښتل مې له شین سترګي ډاګتر قانوني مراجعو ته شکایت وکړم .
په ریښتیا چې زموږ د وران ویجاړ وطن له ولس مشر نیولې تر وزیر ، سلا کار ، قاضي ، څارنوال ،مامور ، پولیس او عسکر ټول غله دي خو تر سپينې چپنې لاندې غله چې د غریبو او بې وزله خلکو د جیب څو روپیو ته چې هغه ېې هم د غوا او خوسي له خرڅولو یا د چرګو او هګیو له خرڅولو په لاس راوړې وي سترګي نیسي ،او د هغوی د وړو او معصومو ماشومان ژوند د بې کیفیته درملو خرڅولو او په لس ګونو نورو غیر قانوني لارو له خطر سره مخ کوي په ژوندون د جهنم وړ دي .
الله دې زموږ پر خوار ولس ورحمیږي .
ډاکتر عماد الدین پژمان