٧ مه اګسټ ۲۰۱۲ د ناټو له خوا لراوبر ته په تازه رسېدلې خبرپاڼه کي ويل سوي چي ددوی يو سرتيرى د افغانستان په ختيځ کي هغه وخت ووژل سو چي کله د افغان عسکرو په جامه کي ورباندي دوو نفرو د خپلو ټوپکانو مخونه واړول. دغه خبرپاڼه د افغانستان پر وخت ماځيګر (٠٦:٢٧) دقيقې لراوبر ته ورسېده خو د پېښي دقيق وخت او ځای ئې نه دئ ښوولى . په دې اړه تر اوسه کومي ډلي څه نه دي ويلي. دا ډول پېښي په دې وروستيو کي خورا ډېري سوي او افغان حکومت او بهرنيانو ته يوه ستره ننګونه بلل کېږي.
بله خوا د طالبانو مطبوعاتي دفتر هم نن د يوه افغان لخوا د ۹ بهرنيو عسکرو د وژل کېډو او يو شمېر نورو د زخمي کېدو خبر ورکړی دی . د طالبانو داعلاميې پر بنسټ پېښه دپکتيا ولايت دګردې څیړۍ ولسوالۍ په شبک تنګي سيمه کې د هلمند ولايت د يوه طالب لخوا رامنځته سوه د ذبيح الله مجاهد په وينا بريدکوونکی د پېښي سمدستي وروسته له سيمي په تېښته بريالی سویدی .