کور / تازه خبرونه / د مقننه او اجرائيه قواوو ترمنځ کشمکش

د مقننه او اجرائيه قواوو ترمنځ کشمکش

د کابل چاپ ورځپاڼو نن په خپلو ګڼو کې له نورو مسایلو سربیره د ولسمشر له خوا د دوو سلب اعتماد شویو وزیرانو د سرپرستانو په توګه د ټاکنې پرمسئلې تبصرې کړي دي، چې احمد زبیر ژمن ورته کتنه کړې.

اراده:

ارادې ورځپاڼې له دې پریکړې سره د ولسي جرګې مخالفت ته په کتو سره لیکلي دي، د مقننه او اجرائیه قوو ترمنځ کشمکش له سره پیل شو.

ورځپاڼې لیکلي پخوا هم ولسمشر ځینې هغه وزیران بیرته سرپرستان ټاکلي، چې د ولسی جرګي له خوا رد شوي دي، خو دا رنګه پریکړې د ولسي جرګې مصوبې له چلنج سره مخ کوي.

ملي باور:

ملي باور ورځپاڼې هم د خپلې نننۍ ګڼې په یوه مطلب کې د ولسي جرګې پریکړه چې ویلي یې دي، ولسشمر دې په خپلې پریکړې له سره کتنه وکړي تبصره کړې.

په مطلب کې د ځینو وکیلانو له قوله راغلي، ولسمشر یو ځلي بیا له مصلحت نه کار واخیست.

ورځپاڼې د ځینو کتوونکو نظر هم راخیستی چې وايي، ولسمشر باید د دفاع او کورنیو چارو وزارتونو ته نوي کسان ور ويیژني.

ملي باور لیکلي ولسي جرګه به وروسته له دې په حکومت د څارنې کړې تنګه کړي او ممکن یو شمېر نور وزیران هم د پوښتنو لپاره خپلو غونډو ته ور وبولي.

ویسا:

ویسا ورځپاڼې په خپلې سرمقالې کې لیکلي د دوو وزیرانو پر سر د مجریه او مقننې قوو ترمنځ اختلاف په حساسو شرایطو کې رامنځ ته شوی دی.

ویسا لیکلي د ولسي جرګې له خوا د دوو وزیرانو له سلب صلاحیت کیدو تر څنګ ددې جرګې له خوا د نورو وزیرانو د استیضاح ګواښنه د یوه لوی بحران پیلامه ښکاري.

ورځپاڼې لیکلي ولسي جرګه باید د هیواد موجوده حساس شرایط په پام کې ونیسي او له بې ځایه غرور څخه کار وانه خلي .

چراغ:

چراغ ورځپاڼې په خپل یوه مطلب کې لیکلي، چې د یوه پخواني طالب چارواکي نوم له تور لیست څخه د افغانستان د بهرنیو چارو د وزارت په غوښتنه لرې شوی دی.

په مطلب کې راغلي معتصم اغاجان په کراچۍ کې له دې امله وویشتل شو چې له افغان حکومت سره د مذاکراتو پلوی و، او وروسته د درملنې لپاره ترکیې ته واستول شو.

چراغ لیکلي پاکستان هغه طالب چارواکي له منځه وړي چې له افغان دولت سره د خبرو پلوی وي.

هېواد:

هېواد ورځپاڼې په خپلې سرمقالې کې د ادراي فساد پر ضد او د چارو د سمون لپاره د جمهور رئیس په نوي فرمان تبصره کړې.

په سرمقالې کې راغلي، د چارو د سمون لپاره لازمه ده چې وظیفې او مسئولیتونه هم وړ کسانو ته وسپارل شي.

هېواد لیکلي جمهور رئیس باید د خپل نوي فرمان د عملي کیدو لپاره نور له مصلحتونو څخه تیر شي