پېښور(د سعودي مرستندويه کميټې د رسنيو څانګه) د افغان ولس لپاره د سعودي مرستندويه کميټې د خيبر پښتونخوا د ايالت په بيلابيلو سيمو کې اووه زره اوشپږسوه کورنيو ته د روژه ماتي (افطار الصايم) په نوم مرستې وويشلې او دغه لړۍ د اګست په پنځمه نېټه سرته ورسېده، دغه مرسته د سعودي ولس لخوا د خيبر پښتونخوا د سيلاب ځپلو لپاره ځانګړې شوې وه چې اړمنو کورنيو ته ورکړل شوه، د يادونې وړ ده دغه مرسته د خيبر پښتونخوا د افغان کډوالو په کيمپونو کې هم وويشل چې سيلاب ځپلو او افغانانو د سعودي عرب د دې مرستې څخه مننه وکړه، او د نورې مرستې هيله يې څرګنده کړه.د يادونې وړ ده چې نوموړې کمېټې د خپل تاسيس د لومړۍ ورځې څخه د ډاکټر خالد محمدالعثماني تر مشرۍ لاندې په پاکستان او افغانستان کې له بې وزلو سره پرلپسې مرستې کوي.