کراچۍ: په کراچۍ ښار کې د اخ و ډب د پېښو په مهال ځینې کسان تښتول کیږي او بیا په ډزو د ویشتو روستو د هغوی مړي په بورو کې اچول کیږي او د ښار په شاړو کې غورځول کېږي ـ اختر نبي یو داسې ځوان دی چې هغه د وسله والو له خوا په ډزو د ویشتو روستو په بورۍ کې اچول شوی و خو له نیکمرغه هغه د بورۍ نه ژوندې وتلې دی ـد کراچۍ ښار اورنګي ټاون د ګلشن غازي په علاقه کې نوموړی د خپلې زړې مور،خویندو او ورونو سره د کرایه په کور کې استوګن دی ـ هغه وایي پلار یې لسګونه کلونه وړاندې د مزدروۍ له پاره د پښتونخوا له تورغر ضلعې کراچۍ ته راغلی دی او همدلته میشت دی ـاختر نبي وایي رکشه یې چلوله ،څه موده وړاندې یوه ورځ د دوی په سېمه کې حالات ناڅاپه خراب شول ، په عین حال کې هغه او د هغه بل همځولی طاهر کرم په خپله رکشه کې بنارس ته روان و چې د اورنګي ټاون په ړومبي نمبر کې وسله والو یې رکشه ودروله ـ((کسانو رامنډې وهلې ، ویل یې پټهان هی پکړو (پښتون دی وینسئ) زه یې د روستو نه ونیولم او بیا یې زه او زما ملګری ښکته راکوز کړو ـ تالاشي یې راله واخیسته ـ بیا یې دننه کړو ـ چاته یې ټلیفون وکړو ـ ځینو په اردو او ځینو په بنګالۍ ژبه خبرې کولې ،ـ بیا نور کسان راغلل هغوی موږ ته وویل چې کلیمه ووایي ـ موږ ویل زموږ ګنا څه ده ـ بیا موږ کلیمه وویله ـ هغه ماته تمانچه ونیوله ـ په ما یې درې ډزې وکړې خو خطا لاړې ـ بیا یې تمانچه زما ملګري(طاهر کرم) ته ونیوله ، هغه د اولني ډز سره شاته وغورځیدو ـ بیا یې بیا ماته تمانچه ونیوله ـ زه په دویم ډز په سینه ولګیدم ،وغورځیدم ـ نورې ډزې یې راله په شا وکړې ))٢١ کلن اختر نبي وایي دده سره ملګری طاهر کرم له ړومبي ډز سره ځای په ځای مړ شو ، خو هغه پخپله پنځه ډزه په سینه ،لاسونو او پښو د لګیدو له امله زخمي و، ړومبې بې هوشه و خو څه وخت روستو هغه په هوش کې راغې ـ دا چې دغه وخت اختر نبي په خپلو سترګو څه ولیدل په اړه یې هغه وایي،((ښه ډېر وخت موږ پراته و ، پښې مې درد کولو خو ما پرې کنټرول کړی و ـ یوه نیمه ګینټه پس هغوي بیا راغلل ـ دومره وخت کې موږ نه ډېرې وینې بهیدلی وې ، کارغان راباندې لګیا و ـ هغوي زه د هغو وینو نه لږ ښکته راښکلم ـ د بیلچو اوازونه راتلل ـ کرشا ختله ـ ما دا سوچ کولو چې دوی څه ځای کني او بیا پکې موږ ډوبوی او یا به مو کوهي ته ګوزاروي ))خو شاید دا د اختر نبي بخت و چې وژونکو هغوی هلته په زمکه کې ښخ نه کړل ، بلکې په بورو کې د بندولو روستو یې هم په خپله رکشه کې واچول او بیا یې په شاړ ځای کې وغورځول((پښې یې راله وتړلې ـ بورۍ یې راوړې ـ اول یې هغه بورۍ کې بند کړو او بیا یې زه بورۍ کې بند کړم ـ بیا یې په رکشه کې کیښودو ـ زه یې لاندې کیښودم او هغه یې راباندې دپاسه کیښودو ـ بیا یې رکشه بهر چوک ته راوسته ـ په دې کې موټر سایکل د سټارټیدو اواز راغلې ـ زه پوهه شوم چې هغوي لاړل ـ بیا ما په بورۍ زور کړو ـ په لاس مې وشلوله نو سر مې رابهر کړو ـ دې وخت ایمبولانسونه هم راغلي و، او ډېر خلک راته راغونډ شوي و ـ بیا یې زما ملګری په بېل ایمبولانس کې او زه یې په بېل ایمبولانس کې عباسي شهید هسپتال ته یوړو))د نري نروچکي بدن څښتن اختر که څه هم اوس ګرځیدلی شي خو د هغه یو لاس او یوه پښه سم کار نه کوي ،ـ د اختر نبي مور وایي خوشاله ده چې زوی یې سترګې غړوي او ژوندی پاتی شوی دی ، خو چې کله هغه د خپل ځوان زوی شل شوي لاس او د روغتیا اوسنی حالت ته ګوري نو اوښکې څڅوي.((غریب له مزدورۍ وتۍ دی ـ کوژدن مې ورته کړی دی ـ خوسر یې ۵۰ زره نغدې او یوه نیمه توله سره رانه غواړي ـ موږ د خدای په چارو ناچاره یو او دکرایه کور دی ـ یوه کمره کور دی موږ ټول پکې ګوزاره کوو ـ دې زوی به ما ته پیسې ګټلې ـ اوس چې ګوډ شوی دی نو کار پرې نشي کولای ـ د رکشې ډریورۍ ته یې زه نه پریږدم ـ ورته وایم ډریوري مه کوه ـ بیا به دې راته څوک وولي ـ پلار یې بوډا دی ـ زموږ هیڅ اسره نشته ـ زما اسره خدای او همدغه بچي دي ـ نه مو په کلي کې خپل کور او جایداد شته او نه دلته ))په کراچۍ ښار کې د روان اخ و ډب په مهال دزیاترو وژل شویو خلکو مړي په بوریو کې اچول کیږي اوبیا غورځول کیږي ، خو ددغو کسانو له جملې څخه تراوسه یوازې یو اختر نبي دی چې ژوندې راوتلی دی ـ