کور / تازه خبرونه / اولسمشر هم د صلب اعتماد سوو وزيرانو ليري کېدل غوښتل

اولسمشر هم د صلب اعتماد سوو وزيرانو ليري کېدل غوښتل

ارادې ورځپاڼې په خپل یوه مطلب کې د دفاع او کورنیو چارو وزرانو ته د نه باور رایې د ورکولو په اړه تبصره کړې او لیکلي یې دي، دا ځل دولت پلوه وکیلانو د دغو وزیرانو ملاتړ ونه کړ.

ارادې همداراز لیکلي پخوا به د ځینو وزیرانو په استیضاح کې د پارلمان په چارو کې دولت وزارت هم هڅه کوله؛ چې ولسي جرګه ورته د نه باور رایه ورنه کړي.

په مطلب کې راغلي، د دغو دواړو دلایلو څخه داسې ښکاري؛ چې جمهور رییس د دغو دواړو وزیرانو د ګوښه کیدو غوښتونکی و.

چراغ ورځپاڼې د خپل لومړي د یوه مطلب په غټ سرلیک کې لیکلي، سلب اعتماد شوي وزیران بېرته سرپرستان وټاکل شول.

په مطلب کې راغلي، دغه وزیران په ډېر حساس وخت کې سلب اعتماد شوي؛ هغه دا چې په افغانستان د انتقال پروسه دوام لري.

محور ورځپاڼې په خپلې سرمقالې کې ليکلي، د جمهور رییس له خوا دفاع او کورنیو چارو د وزیرانو عبدالرحیم وردګ او بسم الله محمدي بېرته سرپرست ټاکنه، د پخوانی تجربې تکرار دی.

ورځپاڼې لیکلي، پخوا هم چې ولسمشر سلب اعتماد شوي وزیران د څو کلونو لپاره سرپرستان پاتې کړي وو؛ د ولسي جرګې او حکومت ترمنځ د اختلافاتو سبب شوي وو.

محور لیکلي په افغانستان کې کدرونه شته خو ستونزه دا ده؛ چې ډلبازي او مصلحت زیات دی.

ملي احساس ورځپاڼې په خپلې سرمقالې کې په ځینو ختیځو سرحدي سیمو د پاکستان له خاروې د راکټي حملو مساله ځیړلې اولیکلي یې دي، دې حملو ته ملي ځواب په کار دی.

ملي احساس لیکلي، دا حملې له یو نیم کال راهیسې دوام لري او له دې ښکاري؛ چې د پاکستان حکومت یې د یوه منظم پلان له مخې کوي.

ورځپاڼې لیکلي، پاکستان په دا رنګه لاسوهنو سره غواړي په افغانستان کې ستراتیژیک عمق ته ورسیږي.

ملي احساس لیکلي دې مسالې ته باید افغانان په ملي یووالي سره د یوه ملي ځواب په فکر کې شي.

هېواد دولتي ورځپاڼې په خپلې سرمقالې کې لیکلي، چې د ملي دفاع او کورنیو چارو نوي وزیران دې په ډیر دقت سره وټاکل شي.

ورځپاڼې لیکلي ښايي دغو وزارتونو ته ډیر ژر نوي وزیران ولسي جرګې ته د باور رایې د ترلاسه کولو لپاره ور وپیژندل شي.

هېواد ټینګار کړی، چې د نویو وزیرانو په ټاکنه کې باید نه ولسمشر له مصلحت نه کار اخلي او نه دې هم ولسي جرګه ژبنیو او نورو مسایلو ته په کتو سره ناکامو څیرو ته د باور رایه ورکوي.

ورځپاڼې په خپل لومړي مخکې کې د امنیت شورا د غونډې راپور هم خپور کړی؛ چې د دوو وزیرانو د سلب اعتماد کولو په اړه یې د ولسي جرګې د پریکړې درناوی کړی.

د هیواد په یوه بل راپور کې راغلي، چې بریتانیې د افغانستان د ملي موزیم څه باندې شپږ سوه موندل شوي تاریخي اثار بیرته افغانستان ته وسپارل.