کور / تازه خبرونه / هلمند : تښتېدلى د سيميزو پوليسو ضمانت کوونکى نيول سوى

هلمند : تښتېدلى د سيميزو پوليسو ضمانت کوونکى نيول سوى

پوليسوپه هلمند كې هغه كسان نيولي دي چې د تښتيدلوسيمه ايزوپوليسوضمانت يې كړى و
ياد شوي ۱۱ تنه سيمه ايزپوليس د دوشنبې په شپه د يوې بجې په شاوخواكې د موسى كلا ولسوالى په ده زورسيمه كې له وسلوالوترهگروسره يوځاى شوي چې له ځان سره يې ۱۱ ميله كلاشينكوف،دوه ميله پيكا ماشينگڼې اودرى عرادې موټرسيكل هم وړي دي.
ددې كسانومشري محمد خان د محمد ظاهرزوى كوله چې په دې ډله كې اته تنه يې د سيمه ايزوپوليسوپه ليكوكې سوق اودرى نورلا تراوسه نه وو سوق شوي.
خود دوشنبې په ورځ پوليس په نوموړې ولسوالى كې هغه كسان نيولي دي چې د سيمه ايزوپوليسوليكوته د شامليدولپاره يې د يادو شويوكسانوضمانت كړى واودا مهال ترپلټنولاندې دي.
دا چې ياد شوي كسان له وسلوالوترهگروسره يوځاى شوي د دوى يوځاى كيدل به د امنيتي ځواكونوپه دندواومورال باندې هيڅ منفي اغيزه ونه كړي،زموږ امنيتي ځواكونه دا مهال له پوره ځواك اومورال څخه برخمن دي د دښمن هرډول دسيسې اوبريد ته غاښ ماتوونكى ځواب وركولى شي اوپه عمل كې يې ښودلې چې ترهگروپه دې ولايت كې له امنيتي ځواكونوسره د مخامخ نښتې توان له لاسه وركړى دى.