کور / هراړخیز / په انګلیسي ژبه کی “غیرت” ټکئ نسته

په انګلیسي ژبه کی “غیرت” ټکئ نسته

لیکنه: انور اقبال
ژباړه: نصیر نورزئ
سرچینه: Dawn انګلیسي بریښنایي ورځپاڼه

“خبریاست چی دوئ په انګلیسی ژبه کی ده غیرت لپاره ټکئ نه لري”، خادم وویل. هغه چپ سو او بیا یي له خپلو اوریدونکو وپوښتل: “آیا پوهیږی چی ولی یي نه لري؟”
“دا ځکه چی په لویدیځ/غرب کی ده غیرت په بڼه څیز نسته”! دده دا خبره لکه څنګه چی یی طمع کیدل، دده پر پاکستانی، هندی او بنګله دیشی مسلمان اوریدونکو دا خبره ډیره ښه ولګیدل. “دا رشتیا نه ده!” فرحان چی په غونډه کی ده ډیرو لږو آزاد خیالو څخه ؤ، وویل. په انګلیسی ژبه کی ده “غیرت” لپاره ټکئ سته او هغه ته آنر/هانر وایي.

“غلط”، خادم ږغ کړل. “آنر/هانر یو ډیر پاسک ټکئ دی او په خپل ځان کی هغه جدیت/شدت نه لری کوم چی غیرت لري.”

په غونډه کی ناست ډیر کسان ده جدیت/شدت په معنی او مفهوم ښه پوهیدل. په دوی کی اکثرو پیغلی لوڼي درلودې او چی کله به هم ددوی لوڼی بیرون ته په جینز پتلون یا شلوار کمیض کی ووتلي نو دوئ به همدغه جدیت/شدت احساسوئ. په تیره بیا که جینز پتلون یو څه تنګ وائ او یا یی هم پړونو بشپړ سر نه پټولائ نو دا جدیت به یو څه نور هم زیات سو.

تر دې دمه فرحان ډیر له زغمه کار اخیستئ ؤ ولی چی دا غونډه ده یو چا ده لومړئ کلیزی ده لمانځنی په موخه وه چی یو کال مخکی له دې نړئ کوچیدلئ ؤ. له همدی امله په غونډه کی ده آزاد خیالو په پرتله ده محافظه کارو/ مذهب پرستو شمیر زیات ؤ او فرحان نه غوښتل چی ددوئ سره یو بیځایه لفظی شخړه را مینځ ته سی. ولی چی کله هم دوی(مذهبی محافظه کاره) په کوم بحث کی پاته راسی نو دده وه پلار ته ورځی څوک چی تل فرحان ده مشرانو څخه بخښنی ته مجبوروي.

خو نور یی تر توان ووتل. شاؤخوا یی وکتل او ده ننی ورځپاڼي یو ټوک یی وموند. ده ورځپاڼی یو صفحه یی پرانیستل، خپل ده سر له پاسه یی ونیو او وه یی ویل:

“وګوری، دا ستاسو غیرت دئ او چی ده همدی غیرت جدیت او شدت مو تر اختیار ووزی نو تاسو داسی کارونه کوئ!” او له همدې سره یی تر یو انځور لاندی ده خبر په لوست پیل وکړ.

“دا ده جون ده ۱۹، ۱۲۰۲ خبر او دا انځور ده افتیخار احمد دی چا چی خپله ځوانه لور شفیلیا احمد وژلی ده. یو برطانوی محکمی افتیخار احمد او ده هغه میرمن فرزانه احمد په دی جرم پړ وګرځول، چی په ۲۰۰۳ کی یی خپل لور شفیلیا احمد ددې ګناه له امله وژلی وه چی ده هلکانو سره یی لیده کاته کول او ده پلار او مور په خوله یی واده ته غاړه نه ایښودل.” ده انجلی پلار او مور دواړه اصلا پاکستانیان دي.

ده محکمی په اوږدو کی ده مړې انجلی خور الیشاء محکمی ته وویل چی ددې والدینو شفیلیا احمد پر کاوچ/کوچ را چپه کړه او چی څنګه دوئ ده شفیلیا په خوله یو ده پلاستک کڅوڼه ور ټومبل نور مور یی همدا ویل چی بس دا اوس یی کار ورخلاص کړه او وه یی وژنه.

ده اګست په دریمه ۱۲۰۲،یو برطانوئ محکمی افتیخار احمد او ده هغه میرمن په دی جرم چی خپله لور یی ده غیرت په نوم وژلی وه، پړ وپیژندل.

تر یو لمحه ځنډ وروسته فرحان وویل: “که همدا غیرت وی بیا خو ده الله شکر دی چی په لویدیځ کی څوک غیرت نه لری او همهغه آنر/هانر یی ښه دی.”

“چپ سه او کښینه!” په غونډه کی یو مشر په قهر په فرحان را ږغ کړه. “دا ګستاخ دې مذهبی غونډی ته چا رابللئ دئ؟” هیڅ چا ځواب ور نه کړ، که څه هم ټول په دې خبر وه چی فرحان ولی رابلل سوئ دئ.

فرحان قرآن عظیم شان له یو عرب استاذ څخه لوستئ ؤ. هغه په تلاوت کی ده نورو په پرتله ګړندئ او پر ښه تجوید هم برلاسئ ؤ. ډیر خوږ ږغ یی هم درلود نو ځکه به داسي محفلونو ته تل بلل کیدی. دده پلار او مور هم غوښتل چی دئ په داسی محفلونو کی ګډون وکړي. دا ده روژی تر پیل مخکی آخری ده جمعې ورځ وه. تر ډوډی خوړلو یو څو شیبی مخکی دا بحث پیل سو. که څه هم په ډوډی کی دوی عموما کباب او رسملایی ورکوی، هغه څه چی ده فرحان ډیر خوښ دي. خو دا چی بحث تند سو نو فرحان له غونډی راووت، خپل موټر ته ولاړ او موټر یی روان کړ.

فرحان چی دباندی راووت نو یی زړه وه نه سو چی اوس کور ته ولاړ سی او یو شیشه بار(چیری چی ده میوې چیلیم څکول کیږی) ته موټر ورګرځاوه.

“تر اوسه خو ده سپوږمئ په هکله ده کوم خبر څرک نه لګي؟” ده بار څښتن رازي چی ده بې الکوحلو/شرابو بار چلوي وپوښتل.

فرحان چی اوس هم په قهر ؤ وویل: “زه یی په کیسه کی نه یم/زما ستونزه نه ده.”

“خو زما ستونزه ده”. رازي چی خپله هم په اصل پاکستانئ امریکایی دئ وویل. “زه غواړم چی دا معلومه کړم چی صبا روژه ده که نه، او دا پریکړه وکړم چی نن مشتریانو ته بیلی ډانس( یو راز مصری ښځینه نڅا) وړاندی کړم او که نه”.

ده لسو بجو په شا و خوا یو ملګری رازي ته ټیلیفون راوکړ او ورته یی وویل چی سیمه ایز مسجد ده صبا لپاره ده روژی اعلان وکړ. “ځه نو نن شپه بیلی ډانس نسته”. رازي وویل.

ده جمعی ده ورځی ماښام ؤ او ده بیلی ډانس نڅاګره وختی لا راغلې وه، نو رازي مجبور سو تر څو هغی ته ۴۰۰ امریکایی ډالر ورکړی او بیرته یی کور ته واستوي. نڅاګره چی زیبی نومیده او منځنی آسیا ده یو هیواد له مسلمانانو څخه وه ده ستنیدو په وخت کی وویل چی ځه نو زه به هم سر له صبا څخه روژه ونیسم. بعض حاضرینو ده هغی په خبره باور وکړ او بعضو نه.

فرحان: “دا خو دی ۴۰۰ ډالره بیځایه ضایع سول رازي؟”

“اوه، ښه ښه، خو ته هم مسلمان یی. لکه په دا نورو ورځو چی اسلام بیخی ده نڅا اجازه ورکوي”؟(طنز)

رازي: “پوهیږم چی نه یی ورکوي، او له همدې کبله خو زه په بار کی شراب/الکحل هم نه پلورم. ګوره دا امریکا ده او مونږ اړ یو چی پر بعضی شیانو مصلحت وکړو”.

هغه څه چی رازي او نور ډیر مسلمانان په امریکا کی کوي، ساده مصلحت نه دئ. دوي ده خپلو ضروریاتو/ اړتیاوؤ په اساس خپل دین ځان ته عیاروي.

ده الکحل/شرابو پلورل حرام دي ولی بیا یی هم بعضی مسلمانان پلوري. ده مشروعیت پلمه یی دا وی چی چون مونږ په سود اخیستو پیسو یا نظام کی کاروبار کوؤ، کوم چی حرام دئ نو چی هغه حرام کوؤ، ده شرابو پلورل یی بیا بل.

بعضی نور چی بیا له داسی ستونزو سره لاس او ګریوان وی، خپل ځان ته حدود ټاکی چی څه به کوي او څه به نه کوي. ده بیلګي په توګه، بعضی خلګ ده خوګ غوښه نه خوري خو په ډیره خوښی او آسانی سره به ده بیرو او یا هم واین/انګوری شرابو یو بوتل تر ستونی تیر کړي.

بعضی نور بیا ده حلال او حرام په تمیز کی دومره محتاطه وی چی که یو چاکلیټ یا کلچه هم پیري نو پر کاغذ لیکلو اجزاوؤ ته ځیر وي. ولی همدا خلګ بیا ده ښځینه ملګرو درلودل او یا هم دا فاحشوؤ سره اړیکو ته ده عیب په سترګه نه ګوري.

یو همداسی سړی ؤ چی کور ته یی له ځان سره یو بدکاره ښځه راوستې وه. وخت چی دی او بدکاره ښځه په خونه کی وه، نو ده کور یو بل ملګری یی کړایي غوښی ور پخی کړې. چی راووت نو یی پوښتنه وکړه چی دا غوښي له کومي راغلې. کله چی یی ملګری ورته وویل چی له یخچال یی رااخیستی او پخ کړي دي نو په قهر سو چی دا غوښی نه خورم، زه پوهیږم چی دا حلالی نه وې.

رازي هڅه کول چی فرحان په یو بحث اخته کړي چی په روژه کی څه شی روا دی او څه شی ناروا. خو فرحان خاص پاملرنه ورته وه نه کړه، او ورته وه یی ویل چی نن شپه نه! “نن می ډیر دا ده مذهب بحثونه کړي دي”.

“ولی،څه پیښ سول؟” رازي وپوښتل.

فرحان ټوله کیسه ورته وکړه. “حیران یم چی دا فابز( تازه له کښتی را کښته سوی: هغه صطلاح ده چی په امریکا کی تازه راغلو ته کاریږي) ولی دلته راځی چی خپل رسم او رواج یی دومره خوښ دئ؟”

رازي چی خپله هم ده فرحان په څیر دوهم پښت امریکایی دئ (ده هغو کډوالو اولاد چی په امریکا کی وزیږي) قناعت ورسره وکړ او وه یی ویل: “زه خپله هم ددې سر نا خلاصو اکاګانو ؤ خاله ګانو څخه تر پزه یم. ټوله ورځ په سیاست، مذهب او یا هم کړکټ کی ګډ وي.”

ده همدې خبرو پر مهال یو مشتری راغلی او رازي ته یی ده افغانی سندرو یوه ډی وي ډي ورکړه چی وه یی ږغوي. مشتری پس له دی ده چیلم خونی ته ننوت چیری چی یو ډله ده ځوانو هاکانو او انجونو ورته منتظره وه. انجوني چی ټولی ده افغانستان، پاکستان او شمالی افریقا ده هیوادو وې، په نڅا سوې. او نارینه هم ورګډ سول.

“اوس به نوڅه کوې؟” فرحان چی خواشینی یی له مخه څرګنده وه وپوښتل.

“هیڅ هم نه. دا امریکا ده او په امریکا کی مشتری تل پر حق وی.” رازي وویل.

فرحان وږئ سو او رازي ته یی وویل، “ده خوراک لپاره یو څه سته او که نه”؟ رازي خدمتی(ویټر) ته ور ږغ کړل چی په پاکستان کی ډاکټر ؤ خو په امریکا کی دوه ځله په امتحان کی ناکامه سوئ او اوس ده دریم وار ده چمتووالي سره یی دلته په بار کی هم کارکاوه، تر سلام ورسته ډاکټر وویل چی نن په غذا کی ده زرکی غوښي سته. ده فرحان ده زرکی غوښي ډيری خوښی وې، نو یی ده دوؤ زرکو فرمایش ورکړ. فرحان خپله سافټ وییر انجینر ؤ او مناسبه تنخواه یی درلودل خو تل به یی ویل چی امریکا ده ډاکټرانو لپاره ده، ډیري پیسی سته په دې پیشه کی.

کله چی خدمتی (ډاکټر) ده دوؤ پر ځائ درې کباب زرکي راوړې نو فرحان ورته وویل چی دا ولي؟ ډاکټر وویل چی خان هم غواړی ستا سره یو ځائ ډوډئ وخوری، دا دریم ده هغه دی. خان هم اول پښت کډوال ؤ او ده حلالي غذا یو رستورانت یی درلود.

کله چی دوئ په ډوډی لګیا وه، ده متوسط عمر یو دوه سړی راغلل او رازي یی یو کونچ ته ده خبرو په موخه علیحده کړ. رازي یو څو شیبی خبری ورسره وکړی، سړي خپلو موټرو ته ولاړ او رازي بیرته ده فرحان په لوري راغلئ.

فرحان: “څه یی غوښتل؟”

رازي: “هغه زړه کیسه ده. دا یو پاکستانئ دئ او یو افغان. ده دواړو لوڼي دننه (ده چیلم په خونه) کی په نڅا بوختي دي. دوئ ماته وایی چی وه یی باسم او بیرته یی کور ته ستنې کړم.”

خان: “تا څه ورته وویل؟”

رازي: “ما ورته وویل چی ما یی تذکری کتلی، ټولی ۲۱ کلنی دي. نور زما وس نه پر چلیږي. خو دوئ بیا هم زارئ کولې چی ده یو مسلمان په حیث او ده مسلمانئ په خاطر یو چم وکړه. ما ورته وویل ښه دئ، ولاړ سئ او یو څو شیبی مو له موټرونو سره انتظار وباسئ.”

فرحان چی خپله ډوډئ خلاصه کړه نو ده چیلم خونی ته ورغلئ او ده هغو دوؤ انجونو سره یی خبری وکړې تر څو ورسي او ده خپلو پلرونو سره چی بیرون ولاړ وه خبری وکړي. دواړي انجونی ورغلې، یو څو شیبی یی ده پلرونو سره خبری وکړی او ډاډه یی کړل چی ډیر ژر به کورته ور ستنی سي او بیرته بار ته راغلې.

رازي له یو انجلئ څخه پوښتنه وکړه چی پلار ته دي څه وویل؟

“مونږ ورته وویل چی اوس دم خو نه سو درسره تلائ ولی چی دا نور ملګری به بیا رشخند راباندی وهی، خو ژر به درسو”. انجلئ ځواب ورکړ. پس له نیم ساعته انجونی خپلو کورو ته ستنې سوې.

“زه ښه سو چی دا کیسه په خیر خلاصه سول”، خان وویل. “هغه بل چیلم والا بار دي په یاد دئ چی ده پلرونو او اولادو ده جګړو له کبله پر مخ وتړل سو؟”

رازي: “هو، ما ده همهغو له تیروتنو زده کړه وکړه. زه اول دا ډاډ اخلم چی ټول مشتریانو می بالغ دی. او که پس له هغه هم څوک جنجال راسره وکړي نو بیا هغه خو وینې؟” رازي تر بار دباندی ده پولیسو یو موټر ته په اشاره سره وویل.

“زه پوهیږم چی دوئ (پلار او مور) ولي داسي کوي.” فرحان چی اوس یی خفګان تر مخکی کم سوئ ؤ او ده اول پښت کډوالو والدینو احساس غمجنوئ، وویل. “دوئ (هغه مسلمان کډوال چی امریکا ته راغلي دي) بله چاره هم نه درلودل. دلته (امریکا) ته راغلل تر څو سوکالی او خوشالی په لاس راوړي، کوم چی دوی تر لاسه هم کړل. خو ده دومری ستری کلتوری صدمې لپاره هیڅ چمتو نه وه”. (ده امریکایی او ختیځ اسلامی هیوادنو تر مینځ کلتوري توپیر)

فرحان پر ځائ خبره کول. اکثره والدین له کوچنی کلو او باڼدو څخه راغلی وه، سواد یی هم نیمچه ؤ. ده دوبئ تر مزدورئ او امریکا ته کډوالئ تر مینځ یی توپیر نه سو کولائ.

“دا ددوئ غیرت ولي ټول عمر پر ښځینه ؤ باندي وي؟ دا نارینه ولي خلاص دي. ما خو څوک وه نه لیدل چی په خپلو زامنو پسی دي دلته راغلي وي؟” خان وپوښتل.

فرحان چی مور یی تل او بالخصوص په روژه کی ویښه، الله ته په دعا وی چی الله یی زوي پر اسلام ثابت قدم پریږدي، وویل: “سته، داسی هم سته چی ده خپلو زامنو په اړه هم اندیښمن وي.”

رازي: “که څه هم ډیرئ والدین زما څخه ده دې شیشه بار(چیلم خانې) ده پرانیستلو پر سره خفه دي خو بیا دا هم نه غواړي چی زه یی یکلخت وتړم. ولی چی فکر کوي که دا ځائ وتړل سی نو ښا یی اولادونه یی داسی بارونو ته ولاړ سي چیرته چی ده چیلم تر څنګ شراب هم پلورل کیږي.”

“زه باوري یم چی هغه خوارانو پلرونو به ده کورته تګ پر لار ډیر ژړلي وي.” فرحان وویل. “خو بیا هم ده لور وژنه هیڅ مشروعیت نه لري. ده قاتلینو لپاره باید هیڅ همدردي نه وي که څه هم مور او پلار وي!” ده فرحان په فکر کی اوس هم هغه ۱۷ کلنه انجلی وه کوم چي مور و پلار په برطانیه کی وژلې وه.

“داسي خلک باید اعدام سی،” فرحان وویل.

رازي هم قناعت ورسره وکړ او وه یی ویل چی غیرت یا نه غیرت، قتل په هیڅ معنی مشروعیت نه لري.

خان چی خپله هم اول پښت کډوال ؤ (امریکا ته)، په خپلو فکرونو کی دومره ورک ؤ چي نه پوهیده ددوئ ویناؤ ته څنګه غبرګون وښیي.