د ناټو ځواکونو له لوري لراوبر ته يوه رالېږل سوې خبرپاڼه ليکي چي نن ورځ ئې د افغان په ختيځ ننګرهار ولايت کي عمليات کړي او په پايله کي ئې يوشمېر وسله وال وژلي.
خبرپاڼه ليکي چي لومړى دوى د اچې په اولسوالۍ کي د وسله والو په لټه عمليات پيل کړل چي د مقاومت سره مخ سول او دوى هوايي ځواک را وغوښت.
خبرپاڼه ليکي چي د هوايي بريد په پايله کي يوشمېر وسله وال وژل سوي او په سيمه کي تر عملياتو وروسته يو تن شکمن کس نيول سوى.
د يادوني وړ ده چي په دې اړه نه تر اوسه وسله والو او نه هم افغان حکومت څه ويلي دي.