د هلمند ولايت امنيتي چارواکي وايي چي د دې ولايت په سنګين اولسوالۍ کي ئې يو ماين ښخوونکى وژلى.
چارواکي وايي چي نوموړى ئې هغه وخت په نښه کړ چي کله ئې د سړک پر غاړه ماين ځاى پر ځاى کاوه .
په دې اړه د هلمند ولايت مقام څخه خپره سوې خبرپاڼه ليکي چي ياد کس ئې د يادي اولسوالۍ د محمد علي په کلي کي وژلى.
په دې اړه تر اوسه وسله والو طالبانو څه نه دي ويلي.