وروسته تر دې چې طالبانو ماتې وخوړه په لومړي بن کنفرانس کې د نوروشرطونو تر څنګ یو شرط دسالمې ادارې رامنځته کول وو مګر له هماغه وخت څخه بیاتر نن پورې په اخیره پیمانه ورځ تر بلې اداري فساد په مختلفو انواعو په حکومت کې په ویره ونکي توګه مخ په زیاتي دو دی حکومتې چارواکي په داشان په فسادکې ډوب دي لکه دچور کوم اعلان چې شوی وي چې نه يې دافغان اولس په چغو ځان خبرول او نه ېې دنړیوالې ټولنې انتقادونو باندې سرګرزاوه . ددې پراخ فساد دوام ددي باعث شوچې د اولس اوحکومت ترمنځ فاصله ورځ تربلې په زیاتيدو شوه مګر څوک په دې موضوع بندو واز نو چې اولس خپه دی که خوشحاله دوی په دې شان په چور مصروف ول لکه کومه اولجه چې په لاس ورغلي وي ان تر دې چې دتوکیو په کنفرانس کې نړیوالې ټولنې خپلې ټولې مرستې مشروط په دې کړې چې اداري فساد به له منځه وړي او ښه حکومت داري به رامنځته کوي خو دا په چاه کوې ؟
وروسته له ټولو داخلي اونړیوالو فشارونو ولسمشر کرزي له څو میاشتو انتظار څخه دیو ځانګړي فرمان په ترڅ کې چې ۱۶۴ مادې لري ډیرې دولتي ادارې مکلفې کړي دي ترڅو په ټاکلي وختونوکې اداري فساد په خپلو ادارو کې پای ته ورسوي او ښه حکومت داري رامنځته کړي . دخندا وړ ده ، څه ډول ممکنه ده چې زوړ ټیم زړه ډله ترغوږونو په فساد کې ډوبه!! ولسمشر دې ټیم ته دفرمان دپلي کولو امر کوي څوک په دې باور کوي او څومره داممکنه ده چې ترپرون پورې یې غلا کوله اونن ورته وايې چې غله ونیسه دپښتو متل دي( لم ېې دلیوه په لاس ورکړي) چې یې وساتي .
دفساد موارد خو څه مجهول موارد نه دي چې دفرمان په واسطه پیداکوي لکه لمر غوندي روښانه موارد لري په زرګونه جریبه ځمکې چاه غصب کړي ؟ په میلونونو ډالراو د کابل بانګ موضوع واضیح اوروښانه مسله ده په دوبۍ کې بلډ ینګونه دچاه ولاړ دي معلومه خبره ده که چیرته دفساد دله منځه وړلو اراده موجوده وي او وغواړي چې ترخپلو ملګرو د افغانستان خلکو ته ترجیع ورکړي چې معقوله لار هم همدا ده خو همدامعلوم کسان دي د اولس په مخ کې محکمې ته راکش کړي فرمان ته څه ضرورت دی معلومه خبره ده چې په دي پلاني فرمانونو فساد نه یوازی چې ورکیږي نه بلکې د زیاتیدو ویره یې هم شته .
سوال پیداکیږي چې که له فرمان سره فساد نه ورکیږي او دزیاتیدو ویره یې هم شته د ولسمشر هدف ددی فرمان له نافذ دو څخه څه دی ؟ که ددې فرمان مادوته په غور ځیر شو له ورایه ښکاري چې ټول په هغه مسایلو ټینګار شوی چې دهرې ادارې ورځنۍ چارې دي که فرمان صادرکړي که نه همدا ادارې به خپلی ورځنۍ چارې په مخ وړي نو راز په څه کې دی ؟ ولسمشر کرزی په داسي وخت کې واک په لاس کې واخیست چې دافغانستان خلک له یو شدید درد اوغم سره مخامخ ول نموړي په هرې سیمي اوقوم پوري تړلي هغه ډلي اوټپلي له ځان سره ودرولي چې اولس ډیر ترې ځوریدلی وو دې ټولو ډلو دکابل اوهیواد په چور اوچپاول کې په مختلفو دورو کی واضح لاس درلود چې ټول اولس پري خبر دی د داسي یو ټیم اصلاح اونصیحت دولسمشرڅه چی دهر چا له توانه وتلې خبره ده دچارو کارپوهان په دي باور دي چې ولسمشر په داسي یوحالت کې د فساد په وړاندې په مبارزه کې پاتې راغلی اوزوريې په هغو کسانو نه رسیږي چې په شاوخواکې یې ناست دي ځکه په یونوعه نه په یونوعه له دوستانو او ملګرو څخه یې دي نو یواځې ددې فرمان په واسطه غواړي چې خپل پاتې وخت په همدې توګه تیرکړي نړیوالې ټولنې اوافغان اولس ته داسي وښېی چې ما په دې برخه کې پراخ فعالیت کړی دی او په دې توګه له تاریخي مسولیت څخه هم ځان خلاص کړي .
نو دحل لاره څه ده ؟
د فساد له منځه وړلو لپاره یوه قوي سیاسي اراده په کارده او په عین وخت کې یو ښه قوي ټیم چې هغه هم په یو ملي ارمان او ملي اجنډا ته متحد وي او دټول افغانستان خلکوته دمنلو وړ وي دا قوي ملي ټیم باید دفساد دله منځه وړلو لپاره لازم سیاسي، اجتماعي او اقتصادي شرایط رامینځته کړي او دا څو ساده په عین حال کې مهمې مسلې په ځان تطبیق کړي چې هغه د امنیت تامین ، ټولنیزعدالت او دقانون حاکمیت دي دا ګامونه د فساد د له منځه وړلو لپاره حیاتي موضوع ګانې دي خو دا اراده په اوسني ټیم کې پیداکیدل او په دوی د فساد ورکول ممکن نه دي دافغانستان خلک باید په دې پوه شي چې له یوداسي یو شخصت څخه په راتلونکې کې ملاتړ وکړي چې هغه په دې سمتي ، ژبني ، قومي او تنظیمي ډلو پورې تړلای نه وي او دملې فکر او لوړې پوهي خاوند وي تر څو دملي ټیم دجوړولو توان ولري .