ویسا ورځپاڼې لیکلي، تراوسه څرګنده نه ده، چې د دغو دوو ظاهراً پیاوړو وزیرانو له ګوښه کېدو سره به موجود په ټپه ولاړ نظام وخوځیږي او که نه دا به د یوه نوي بحران پیلامه شي.
ویسا همداراز دا هم یوه بې انصافي بللې، چې ولسي جرګې د هېواد د روان امنیتي وضعیت پړه یوازې په دوو وزیرانو واچول شوه.
محور د خپل لومړي مخ په یوه مطلب کې د ولسي جرګې پریکړه بې سارې بللې او پوښتلي یې دي، د ګوښه کېدوونکو وزیرانو بدیل به څوک وي؟
ورځپاڼې د نامعلومې سرچینې له قوله ویلي، چې د کورنیو چارو وزارت ته سر له اوسه ځینې کسان په پام کې نیول شوي؛ چې په کوم یوه به یې ولسمشر ګوته کیږدي.
محور په یوه بل مطلب کې د دفاع او کورنیو چارو د وزیرانو پر ځای د نیو کسانو کسانو د ټاکل کیدو موضوع څیړلې.
د مطلب په یوې برخه کې راغلي، اوس باید د ولسي جرګې پریکړه عملي او هم ولسمشر داسې نوي کسان وټاکي؛ چې خپله وروستۍ ژمنه یې په کې پوره شي.
محور لیکلي د ولسمشر وروستۍ ژمنه دا وه، چې نور له مصلحت نه کار نه اخلي.
سرنوشت ورځپاڼې د دفاع او کورنیو چارو د وزیرانو عبدالرحیم وردګ او بسم الله محمدي د سلب اعتماد پریکړه عادلانه نه ده بللې.
لیکوال استدلال کړی، چې پر کونړ د پاکستان د راکټي حملو ځواب ورکول د دغو وزیرانو له صلاحیته پورته خبره وه او د جمهور رییس ځانګړي امر ته یې اړتیا لرله.
سرنوشت لیکلي، داسې نه ښکاري چې د یادو وزیرانو د استیضاح لپاره دې ولسي جرګې هغه پاخه دلایل له ځان سره لرل، چې اساسي قانون په ګوته کړي.
ورځپاڼې د ولسي جرګې پریکړه له یوه اړخه د ستایلو بللې، هغه دا چې حکومت به یو څه ټکان وخوري.
سرنوشت په خپل لومړي مخ کې د دفاع او کورنیو چارو د وزیرانو د سلب اعتماد راپور د دغو وزیرانو له عسکونو سره چې پوځي جامې یې پر تن دي، هم خپور کړی دی.
انیس ورځپاڼې هم په خپل لومړي مخ کې د دغو وزیرانو د استیضاح راپور د ولسي جرګې د غونډې له دوو انځورونو سره خپور کړی دی.
انیس په خپلې سرمقالې کې په هېواد کې د سولې موضوع او په هغې کې د اسلامي همکاریو د سازمان رول څیړلی دی.
ورځپاڼې لیکلي، افغانستان هم د اسلامي همکاریو د سازمان یو غړی دی او باید د سولې د ټینګښت په اړه له دغه سازمان څخه مرسته او همکاری وغواړي.
انیس لیکلي دا مهال چې افغانستان د بهرنیو استخباراتو له لاسوهنې په تنګ دی باید چې د اسلامی هیوادونو له سازمان څخه د مرستې غوښتونکی شي.