کور / تازه خبرونه / موټرچلوونکو ته تر مسلکي زده کړو وروسته سندونه ورکړل سول

موټرچلوونکو ته تر مسلکي زده کړو وروسته سندونه ورکړل سول

د کندهار ولايت د ترافيکو رياست تېره ورځ ١٣٢ تنو د موټر چلولو سندونه ورکړل.
په دې اړه د ترافيکو رئېس محمد الله خان وايي چي دا به په ټولنه کي د يوشمېر ترافيکي پېښو مخه ونيسي.
نوموړي په دې اړه خبريالانو ته وويل چي يادو کسانو تې ( ته ئې ) په دوو اوونيو کي د ترافيکي نښو نښانو او ترافيکي زده کړو چي نوموړي به ورسره د موټر چلولو په وخت کي ګټه اخلي زده کړه ورکړې.
ترافيکي پېښي د کارپوهانو په وينا چي د افغان جګړې را وروسته دوهمه کچه پېښي دي چي قربانيان ئې اولسي وګړي دي. او تل ئې اړونده چارواکو لامل د موټرچلوونکو نامسلکيتوب او يا زيات ګړنديتوب ښوولى.