کور / ترخې خبري / پښتون خوځښت دپاکستاني بريدونو غندنه وکړه

پښتون خوځښت دپاکستاني بريدونو غندنه وکړه

د پاکستاني بریدونو په هکله د پښتون خوځښت اعلامیه !

د پښتون افغان جغرافیوي جوړښت د الله پاک هغه ستر نعمت دی چې یواځې یې په همدې ملت لورلی دی خو د دغه ستر نعمت دښمنان د نړۍ هغه ستر ښاماران دي چې نیمه نړۍ یې خوړلې او اوس یې نېښونه دې سیمې ته هم را غځولی او خوب یې دی چې دآ به هم هضم کړی شي، د دغه ارمان د پوره کولو لپاره دوی ډیرې دسیسې لري او خپل ټول قوت یې په کار اچولی دی.

په دې ورستیو کې د پاکستان له لورې د افغانستان په ختیځو ولایتونو راکیټې بریدونه دوام لري چې د ګڼو پښتنو د ژوند اخیستو تر څنګ یې مالي زیانونه هم اړولي دي.

د دغو بریدونو په هکله نه خو افغان حکومت کوم جدي غبرګون وښود او نه د افغانستان د ساتنې دعوه لرونکو (نړیوالو ځواکونو) کوم ګام پورته کړ.

دغه رنګه د دولت وسلوال مخالفین چې ځانونه همېشه د هر یرغل مخې ته سپر بولي په ډېره ټیټه کچه غبرګون ښودل یې د ولس وسوسې نورې هم زیاتې کړې دي.

دغه بریدونه چې د امریکا سره د ستراتیژیک تړون څخه شپږ میاشتې د مخه پیل شوي وه هغه وخت ودریدل چې تړون لاسلیک شو، او اوس چې د نظامي تړون ګونکوسې دي نو ورسره دا بریدونه هم یو ځل بیا پیل شوي.

پښتون خوځښت د دې بریدونه په هکله پدې آند دی چې د دواړو هیوادونو (افغانستان او پاکستان) حکومتونه غربي بلاک ته ژمن خلک دي او څه چې هغوی غواړي دوی ورته لار هواروي.

هر هغه څوک چې د دې بریدونو لامل د پاکستان لخوا پر افغان دولت د ډیورنډ کرښې د منلو فشار بولي د افغانستان قسم خوړلي دښمنان دي، پاکستان دومره وس نلري چې د ډیورنډ کرښې لپاره په خپل سر داسې بریدونه تر سره کړي او په داسې یو کورني او نړیوال سیاسي کړکېچ کې چې پاکستان ورسره مخامخ دی دا له امکانه لرې خبره ده چې د دومره لویې شخړې د حلولو لپاره لاس په اقدام پورې کړي. دا بریدونه د امریکا په ځانګړي دستور د افغان او پاکستاني حکومتونو په خوښه کېږي، پاکستان د دې بریدونو په مټ د امریکا خیرات خوړو ته ادامه ورکوي خو بل طرف ته بیا د جنګسالارې ټولنې جوړ افغان دولت په سیمه کې د خپل بادار د دایمي پاتې کېدو لپاره چې د نظامي تړون په مټ تر سره کېږي لار هواروي تر څو د روحي او ایډیالوژیکې جګړې له مخې ولس دې ته اړ کړي چې د تړون اړتیا ومومي.

هېڅ پښتون افغان د امریکا یا نورو نړیوالو سره د ښو سیاسي، اقتصادي اړیکو مخالف ندی، خو داسې اړیکې چې په هغې کې یو طرفه ګټو ته پام شوی وي او د پښتنو د ژوندانه د اخیستلو پر سر تمامیيږي هیڅکله ورته د منلو وړ ندی.

پښتون خوځښت دا بریدونه په کلکه غندي او نړی ته پیغام ورکوي چې زمونږ د وژنې تر څنګ د دې بریدونو په ترڅ کې د نړیوالې ډیپلوماسۍ سرغړونه، د جنیوا کنوینشن د قوانینو تر پښو لاندې کول او د ګاونډیتوب نړیوالو اصولو په پام کې نه نیونه هغه څه دي چې پاکستان یې مرتکب ګڼل کېږي.

پښتون خوځښت به هیڅکله د پردو تر شا مغلق سیاستونه پټ و نه ساتي او د ولس د ژغورنې، د هیواد د ريښتونې خپلواکۍ، د ټولنیزعدالت پلې کولو، او پرمختګ په لار کې د اسلامي او پښتني ارزښتونو په رڼا کې د هېڅ رنګه سرښندنې ډډه ونکړي.

په درنښت

د خپرونو څانګه

اړیکه:PashtonKhwazakht@aol.com