په مرکزي سيستم کې فعالې ،قوي اومسوولې ادارې هغه دي چې خپلې ورسپارل شوې دندې په بشپړ مسووليت اوصداقت سره ترسره کړي اوهېواد ګوټ ګوټ ته دخپلو دندې دسرته رسولو په خاطررسيدګي وکړي،په افغانستان کې چې عامه اداره دمرکزيت داصل پربنسټ ولاړه ده په سلسله مراتبو سره ډير اداري واحدونه رامنځته شوي چې ددولت په چوکاټ خلکوته خدمت کوي يو هم مرکزي واحدونه دي چې مرکزي ادارې يا وزارتونه هم ورته ويل کيږي چې هروزارت ځانګړې دندې ،مسووليتونه او دوظيفوي قلمرو ساحې لري.
دغه مرکزي ادارې هغه وخت فعالې ،کاري ،مسوولې او دولسونو خدمت ته ژمنې بلل کيږي چې ورسپارل شوې دندې په خپل وخت سره سرته ورسوي اودنورو ښکته واحدونو دستونزو دهواري په برخه کې جدي هڅې وکړي ،همدا اوس افغانستان يوشمير داسې مرکزي ادارې لرې چې دولايتونو ستونزوته په خپل وخت رسيدګي نه کوي اوځينې ولايتونه يې له پام غورځولي دي دبېلګې په توګه دبرېښنا،ټول ګټو چارو ،هوايي چلن اوکرنې وزارتونه هغه وزارتونه دي چې تردې مهاله يې خوست ولايت هيڅ پاملرنه نه ده کړې ،خوست مېشت ولسونو اوولايتي ادارې تل له برېښنا وزارت څخه دغه ولايت ته دورداتي برېښنا غوښتنه کړې خوياد وزارت دخلکو اومسوولينو دې غوښتنې ته مثبت ځواب نه دى ورکړى ،همداشان ددغه ولايت ولسونو تل له خپلې ولايتي ادارې څخه دپلونو ،سرکونو ،سربندونو او نورو پروژو غوښتنه کړې ولايتي ادارې ددوى دغه غوښتنې ترټول ګټو چارو وزارت پورې رسولې دي خودټول ګتو چارو وزارت دخوست ولايت دخلکو يادو غوښتنوته توجه نه کوي،همدا رازخوست ولايتي ادارې دفوق العاده تصويبونو په اساس دخوست دملکي نړيوال هوايي ډګرلپاره دزياتې بودجې دمنظورۍ پرلپسې وړانديزونه کړي خو دهوايي چلن وزارت په دې برخه کې خاصه توجه نده کړې همدا رانګه خوست چې يو کرنيز ولايت دى اوددغه ولايت ډيرى وګړي په کرنه اومالدارۍ باندې بوخت دي خودکرنې اومالدارۍ وزارت ترډيره بريده دخپلو مسووليتونوته متوجه ندى ان تردې چې په خوست کې دياد وزارت اړونده اداره دومره کمزورې او غيرې فعاله ده چې په ټپه يې کارونه ولاړ دي سره ددې چې په دې وروستيو کې له ياد وزارت څه څو پلاوي راغلي خو تردې وخته يې کومه مثبته نتيجه نده ورکړې.
ديادو وزارتونو عدم توجه په خوست ولايت کې دخلکوپه وړاندې ډيرې ستونزې را پيداکړې دي اوخوست مېشت ولسونه يې زيات خفه کړې ځکه چې په دغه سرحدي ولايت کې چې کومې ستونزې تردې مهاله پاتې دي په يادو شويو وزارتونوپورې تړاو لري.
خوست ولايتي ادارې په پرلپسې توګه ستونزې او غوښتنې تصويب کړې اويادو وزارتونوته يې دهوارې په خاطرليږلې دي خوتردې مهاله يواځې دکاغذپرمخ پاتې دي.
په کاره داده چې ټولې مرکزي ادارې ددغه سرحدي ولايت دخلکو ستونزو ته په خپل وخت رسيدګي وکړي چې په دې سره هم دولسونوباورپه دولت زيات شي اوهم دخلکوپه وړاندې پرتې ستونزې هوارې شي
که چيرې په نوموړي ولايت کې دښوونځيو ،سرکونو ،پلونو ،اوبو بندونو ،اداري ودانيو دجوړيدو ،وارداتي برېښنادراليږد ،هوايي ډګرلپاره دبودجې دزياتوالي ،غلام خان بندردتاسيساتو ،امنيتي تاسيساتو جوړيدوته جدي توجه وشي په دغه سرحدي ولايت کې به دلازياتو پرمختګونو اومثبتو بدلونونو لپاره لاره هواره شي.