ویسا ورځپاڼې په خپلې سرمقالې کې د ملي جبهې د یوه مشر محمد محقق د وروستي اعتراض په اړه تبصره کړې؛ چې ویلي یې دي، که په یوې میاشتې کې د کابل د لویدیځ سړکونه پاخه نه شي او د میدان بامیان لاره امن نه شي، نو مظاهرې به وکړي.
ویسا لیکلي، نوموړي په دې توګه هڅه کړې، چې له پاکستان سره د دوی د پټو اړیکو د افشا کېدو له امله راپورته شوې ډنډورې چوپې کړي او له دې مسالې د حکومت پام وګرځوي.
وځپاڼې لیکي، محقق غواړي په لوی لاس په هېواد کې د قومونو ترمنځ اختلافات رامنځ ته کړي. په سرمقالې کې راغلي، زموږ وروڼه قومونه په دې اړه مسوولیت لري چې باید د چا د دسیسو ښکار نه شي.
ارادې ورځپاڼې د خپل لومړي مخ په یوه غټ سرلیک کې لیکلي، طالبان دا ځل په تهران او زاهدان کې دفتر پرانیزي.
ورځپاڼې لیکلي، ایران طالبانو ته د دفتر د پرانستلو هلې ځلې له افغانستان سره د امریکا د ستراتیژیکو همکاریو د سند پر ضد کوي.
ارادې لیکلي د ایران ذاهدان ښار له افغانستان او پاکستان سره په ګاونډ کې پروت دی او کویټې ښار ته چې د طالبانو مشرانو پکې دي، ترانزیتي لار لري.
ورځپاڼې په یوه بل مطلب کې په ارزګان ولایت کې د سیمه یېزو پولیسو د یوه قومندان له خوا د اولسو تنو د ملکي کسانو د وژنې په اړه هم تبصره کړې.
ارادې په خپل مطلب کې انتقاد کړی چې د دې پيښې په اړه تراوسه پورې افغان حکومت، د بشر د حقونو ټولنې او ملګري ملتونه چوپ پاتې دي.
سرنوشت ورځپاڼې په خپلې سرمقالې کې په افغانستان کې دسیمه یېزو پولیسو ستونزې څیړلي دي.
دې ورځپاڼې هم په ارزګان کې د حکیم شجاعي په نوم دسیمه یېزو پولیسو په یوه قومندان لګیدلي تورونه څیړلي، چې وايي، یو شمیر ملکي وګړي یې وژلي.
ورځپاڼې لیکلي د نوموړي کړنې دا څرګندوي چې په سیمه یېزو پولیسو کې پراخې ستونزې موجودې دي.
سرنوشت همداراز په یوه بل مطلب کې د پاکستاني مشهور ژورنالست احمد رشید خبرې راخیستي، چې وايي، طالبانو د څو میاشتو راهیسې له امریکا سره د خبرو په لپاره پرله پسې اشارې کړي.
په مطلب کې د نوموړي له قوله راغلي، امریکا یې ځکه ځوب نه وايي، چې په راتلونکو انتخاباتو کې بارک اوباما کمزوری ښکاره نشي.
هیواد ورځپاڼې د خپلې ننۍ ګڼې په سرمقالې کې پر کنړ د پاکستان د راکټي بریدونو په اړه تبصره کړې.
هیواد د خپلې سرمقالې په یوې برخې لیکلي، ددې بریدونو په وړاندې باید د افغان دولت اوسنی دریځ نور دوام ونه کړي.
ورځپاڼې ليکلي، افغان حکومت باید ملکري ملتونه، نړیواله ټولنه، خپل ستراتیژيک ملګري او ناټو ځواکونه اړ کړي، چې ددې بریدونو د مخنیوي لپاره اقدامات وکړي.
هیواد له سیاسي ګوندونو غوښتي چې د پاکستان د راکټي بریدونو په اړه په یوه ملي دریځ راټول شي.