د کاناډا د پوځ مشر او لوی درستیز جنرال ریک هیلیر نن خپله استعفا د کاناډا حکومت ته وړاندی کړه.
ښاغلي هیلر د ۲۰۰۵ کال د جنوری په میاشت کی د کاناډا د پخواني صدراعظم ښاغلي پال مارټین لخوا په دې دنډه ګمارل سوی وو. او نن یې خپله استعفا اوسنی صدراعظم ښاغلي سټیفن هارپر ته وړاندی کړه .
ښاغلي هیلر په افغانستان کي د کندهار په ولایت کی د کاناډایی قواوو مشرې په غاړه درلوده . او په اکثرو جګړو کی یې ګډون کړی وو.
ښاغلي هیلر په کال ۱۹۵۵ کي د کاناډا په نیو فوندلنډ ایالت کي زیږیدلی دی او ۳۶ کاله یې د کاناډا په پوځ کي وظیفه اجرا کړی ده .
داسی آوازې هم سته چي د جنرال او صدراعظم تر منځ د افغانستان په هکله د نظر تفاوتونه موجود دی .
د کاناډا د ۶۸۰ نیوز راډیو په حواله جنرال هیلر ویلی دی چي د طالبان د منځه وړل امکان نلری او دوی بیا راځي او بیا راځي .