پاکستاني رسنۍ وايي چې د دغه هیواد د خیبر پښتونخوا حکومت د هغو راپورونو په باب د تحقیقاتو امر کړی چې پراساس یې ویل شوي چې د چترال د سیمې بې روزګاره ځوانان د افغانستان د ملي اردو په لیکو کې شاملېږي.پاک تریبیون ورځپاڼې نن د خیبرپښتونوا ایالت د اطلاعاتو د وزیر میا افتخار حسین له قوله ولیکل:«زموږ له مالوماتو سره سم د دې موضوع د حقیقت د مالومولو لپاره رسمي څېړنه پیل شوې ده.»د پاک تریبیون ورځپاڼې د راپور له مخې د خیبر پښتونخوا د اطلاعاتو وزیر همداراز وویل: «ویل کېږي چې د چترال او د ملاکنډ په شان د خیبر پښتونخوا د نورو لېرې پرتو سیمو ګڼ شمېر بې روزګاره ځوانان د ښه معاش په خاطر د افغانستان د ملي اردو په لیکو کې شامل شوي دي.»افتخار حسین زیاته کړه:« دا هم ویل شوي چې د چترال اوسېدونکي د افغانستان په ملي ځواکونو کې شمولیت ته په زیاتېدونکي ډول لېوالتیا ښيي.»د ده په وینا د پاکستان د کورنیو چارو او قبایلي چارو وزارتونو دې مسلې ته جدي پام اړولی او د مالاکنډ د سیمې کمیشنر هم د هغو کسانو په اړه د مالوماتو د ټولولو امر کړی چې تراوسه پوري د افغانستان په ملي اردو کې شامل شوي دي ورځپاڼې د پاکستاني شنونکو له قوله ویلي چې د دې مسلې افشا کېدا د واکمن عوامي نشنل ګوند په وړاندې د مخالفو ګوندونو له لوري سخت سیاسي عکس العمل پارولی شي.مخالف ګوندونه به له دې مسلې څخه د عوامي نشنل ګوند پرضد کار واخلي چې خپلو خلکو ته کار نه شي برابرولی ځکه هغوی د افغانستان په ملي اردو کې شاملېږي د افغانستان حکومت د پاکستاني مقاماتو او رسنیو د دې ادعا اړه څه نه دي ویلي.
په داسي حال کې چې افغان چارواکي او د هغو لوېدیځ متحدان د افغانستان په امنیتي ځواکونو کې د پاکستاني او طالب عناصرو د نفوذ له درکه ژوره اندېښنه لري او د مخنیوي لپاره یې سختې هلې ځلې کوي دا ادعا، چې د چترال اوسېدونکي دې په افغان امنیتي ځواکونو کې په خدمت وګومارل شي، ذهنونه په اسانه نه شي منلی.