لومړۍ برخه
د١٩٣٢ ز کال داکتوبر په وروستيو کي، پوره ١٢٠٠ کاله له هغې پېښي تېريږي چي داسلام او مسيحيت په تاريخ کي يې ژور اغېز پرېښود او په ډېره ناخوښه توګه يې داسلام او مسيحت برخليک بدل کړ.
دا پېښه د (شهيدانو دځمکي) له جګړې څخه عبارت ده چي دفرانسې په تاريخ کي دتور جګړه يا پواتو شخړي په نوم يادېږي،دا جګړه داسلام دلښکرو او فرانسويانو ترمنځ دفرانسې په دښتو او لوار رود (Loire) په څنډو، د٧٣٢ ز کال په اکتوبر کي پېښه شوه.
که څه هم ١٢٠٠ کاله د (اسلام دشهيدانو دځمکې) له پېښي تېر شوي دي ، دتاريخ بڼه بدله شوې او تر څلورنيمو پېړيو زيات وخت کېږي چي داروپا په لويديز او اسپانيا کي اسلامي اثار له منځه تللي ،خو د(شهيدانو ځمکي) ياد تر اوسه ژوندى دى او تاريخي نښي يې د لويديزو مورخينو له لوري دتقدير او مطالعې وړ دي.
د١٢٠٠ کاله تېريدل د (اسلام دشهيدانو ځمکي) داسي خاطره راژوندۍ کوي چي له امله يې فرانسويان هر کال جشن نيسي او هغه تر بحث او څېړني لاندي نيسي.
دا مطالعې او څېړني ټولي ددې جملې په شاوخوا راڅرخي چي اروپايانو ډېره پخوا ويلې ده:که اسلام د تورپه دښتو کي په شاتمبول شوى نه واى، نن ورځ به په اروپا کي عيسويت پاته نه واى او مسيحت به په يومخيزه توګه محوه شوى واى. اسلام به په اروپا کي مشري ترلاسه کړې واى، شمالي اروپا به د سامي ملت ټاټوبى واى او ځلانده توري سترګي او مشکي وېښتان به داريايي ملت دسرو رنګونو، ژړو وېښتانو او شنو سترګو په ځاى هستيدل.
دا ستره پېښه ،يادونه او څېړنه يې زموږ ددې څپرکي ليکنه ده، دلته يې پيل اوتفصيل داغيزمنو اسلامي او لويديزي سرچينو په بنسټ وړاندي کوم، لوستونکى به هم متوجه شي چي ښايي داسلام تاريخ ، د (شهيدانو دځمکې) تر پېښي بله ستره او مهمه پېښه رامنځته نه کړاى شي.
—-
مسلمانانو ،داروپا په جنوب کي پروت داسپانيا هيواد ونيو. د وزيګتانو سلطنت د ٩١-٩٢ هـ (٧١٠-٧١١ز) کلونو په منځ کي د دوو سوبمنو (طارق بن زياد) او (موسى بن نصير) په وسيله فتحه شو او له هغې ورځي وروسته اسپانيا دمصر او فريقا په څېر داسلامي امپراتورۍ يو ولايت وګڼل شو.
داسلامي ځواکونو مشران يو په بل پسي ددمشق دخلافت له لوري وټاکل شول، هغوى دنيول شوي هيواد په چارو اخته شول، منظم يې کړل او داسلام لښکري يې دپيرنه دغرونو هغه لورته ولېږلې.
داسپانيا (اندلس) له فتحي شل کاله تېر شوي نه و،چي مسلمانان وتوانيدل دفرانسې جنوبي ولايت ونيسي، د(رن) رود تر دښتو ورسيږي او دفرانسې په زړه کي توره کېږدي.
خو په زيات تاسف،سمدستي،اسپانيا چي تازه په اسلامي قلمرو کي داخله شوې وه، دداخلي فتنو او قبيلوي اختلافاتو ښکار شوه، مسيحيت دسختي صدمې تر ليدلو وروسته سوکه – سوکه بيداريده او مبارزې او مقاومت ته يې ځان چمتو کاوو.
مسلمانانو هم تر هغي سوبي وروسته چي دفرانسي په جنوب کي يې لاسته راوړې وه،دتولوز په جګړه کي دلومړي ځل لپاره په ١٠٢ هـ کال دفرانکيانو له لوري ماتې وخوړه او دهغوى مشر سمح بن مالک بن مالک خولاني ووژل شو. هغوى د خپل سرلښکر په له لاسه ورکولو او دڅو مهمو مشرانو په شهادت دسپتمانيه (سيترون) له ښارونو راشاته شول.
تردې پېښی وروسته تقريباً لس کاله،اندلس يعني اسلامي اسپانيا په داخلي اخ و ډب کي راګير و، په پايله کي يې اسلامي سوبي ودرېدې او سرلښکران په خپل منځ کي سره اخته شول.تر دې چي د١١٣هـ کال د صفري په مياشت کي،عبدالرحمن بن عبدالله غافقي د اسپانيا والي وټاکل شو.
موږ دعبدالرحمن غافقي دتېر ژوند په اړه زيات معلومات په لاس کي نه لرو، خو پوهېږو چي هغه دتابعينو يعني درسول الله صلى الله عليه وسلم دصحابه وو دشاګردانو له جملې څخه و چي اسپانيا ته داخل شو او وروسته په اسپانيا کي دميشتو يمني قبايلو مشر[1] او داسلامي لښکر له سترو کسانو څخه شو. بياهم وينو چي دتولوز له جګړې وروسته دلښکريانو په وړانديز، دڅو مياشتو لپاره دلښکرو مشر او داسپانيا والي وټاکل شو، تر دې چي په ١١٣ هـ کال ددوهم ځل لپاره ددمشق خليفه داسپانيا ولايت ورکړ.هغه څه چي ثابت دي،داچي عبدالرحمن غافقي لوړ رتبه جنرال او ستر انسان و. دهغه نظامي شخصيت دګاليسيا په جګړه کې څرګند شو،له دې پرته هغه يو ښه واکمن او له دولتي او ولسي چارو سره اشنا،لرليدونکى او سمون پال انسان و.
بې له شکه عبدالرحمن غافقي داسپانيا تر ټولو مشرانو او وړاندي ټاکل شويو واليانو څخه ستر و.
اسلامي تاريخ ،دهغه دوړتيا، ښه فکر،عدالت، پرهيزګاري او زغم شاهد دى. له همدې امله داسپانيا ټول خلک دهغه په ټاکل کيدلو خوښ شول ، سپاهيانو هم د ورکړي ،مهرباني او نرمي له امله خوښاوو.[2]
دهغه شخصيت و،چي ټول عرب قبايلو په اتفاق ومانه، مضريان او حميران يې په ټاکل کيدلو خوښ شول او په پايله کي يې په خپل منځ کي يو ډول وحدت او لښکري يوځايوالى رامنځته شو،له دې ځايه اسپانيا ديوې نوې دورې شاهده وه.
——
عبدالرحمن غافقي خپل کار په مختلفو سيمو کی دګرځېدو څخه پيل کړ، هرځاى ته په تګ يې دهغوخلکو دژوند دسطحي په لوړولو کي هڅه وکړه، چاري يې کارپوه او وړ خلکو ته ورکړې، تر دې چي وتوانيد بې عدالتي او فتنې له منځه يوسي،کليساوي او دعيسويانو ځمکي يې بيرته هغوى ته ورکړې.دمالياتو سيستم يې سم کړ او په ټولو خلکو يې دعدل او مساوات سره سم ماليه لازمي کړه.
په دې توګه دې لرليدونکي واکمن دخپلي مشرۍ پيل دچارو دسمون او ترميم څخه پيل کړ او دتېرو واکمنانو بې نظمي چاري يې منظمي کړې.
دپوځ تنظيم او نظم ته يې ځانګړى پام وکړ،دمختلفو ولايتونو څخه يې سرتيري را غونډ کړل او يو نوى لښکر يې دبربر له غښتلو جنګياليو څخه دعرب افسرانو تر څارني لاندي وروزه.
نظامي مرکزونه او دهيواد شمالي پولي يې ټينګي او ځواکمني کړې ، ترڅو هر ډول داخلي سرغړونه او بهرنى يرغل دفع کړي.
لومړنى داخلي بغاوت داسپانيا په شمال کي راپورته شو،دا بغاوت دشمالي ولايت دمسلمان واکمن له لوري چي عربانو ورته (منوزه) ويل او فرانسويانو (Munuza) يا (Munez) باله، وشو.
ښکاري چي دا (منوزه) دافريقايي بربرو له مشرانو څخه و چي داسپانيا دفتحي په مهال دطارق بن زياد سره اسپانيا ته داخل شوی و او وروسته د (سپتمانيه) ولايت حکومت ته رسيدلی و.
داسپانيا دفتحي له پيل سره سم دعربانو او افريقايي بربرو ترمنځ اختلافات را پورته شول، بربريانو دعربو لپاره کينه په زړه کي درلوده ، ځکه ليدل يې چي داسپانيا زياته برخه ددوى په لاس فتحه شوه خو په بدل کي يې غنيمتونه او چوکۍ عربانو ته ورسيدې.
(منوزه) حريص و او دخپلو همنوعو سره يې زيات تعصب درلود. هغه هيله درلوده چي داسپانيا حکومت ورته ورسيږي او که نه په يوډول يې ترلاسه کړي، له همدې امله تل په لټه کي و چي دموقع په ليدلو سرغړونه وکړي او واک ته ورسيږي.
هغه دحملو او سفرونو په مهال د کيتانيه ولايت له دوک مسيحي واکمن سره مخ شو او تفاهم ته سره ورسيدل، دوک چي کله وليدل، اسلامي فتوحات يې هيواد له خطر سره مخ کوي،نو هڅه يې کوله چي له مسلمانانو سره سوله وکړي.
شارل مارتل دفرانسې ددربار وزير دا موضوع بهانه کړه او دنوموړي دوک په وړاندي يې دجګړې اعلان وکړ،ځکه دى ددوک له نفوذ او استقلال څخه وېريده،له همدې امله دوه ځلي په اکيتانيه کي ورسره وجنګيد او دوک ته يې ماتي ورکړه.په حقيقت کي ايوديس دوک د دوو اورونو ترمنځ و، له فرانسې څخه يې په شمال کي او مسلمانانو څخه يې په جنوب کې وېره درلوده، شارل مارتل هغه تهديد کړ او په ٧٣١ز کال يې په هغه حمله وکړه.دا عين هغه مهال و چي (منوزه) غوښتل له هغه سره تړون وکړي او په مرسته يې داسپانيا داسلامي حکومت په وړاندي ودرېږي او شمالي ايالت مستقل کړي.
دوک دا يووالى استقبال کړ او خپله ښکلې لور (لاميژيه) يې منوزه ته په نکاح کړه.ځيني تاريخپوهان وايي:(منوزه) د فرانسوي دوک لور په جګړه کي ونيوله او وروسته يې ورسره زړه وتاړه او په نکاح يې کړله.
رښتيا داده چي په دې واده سره د اکيتانيه او مسلمان سردار ترمنځ خپلوي ټينګه شوه.
منوزه خپل هدف له فرانسويانو سره دسولي تر پردې لاندي پټ کړ، خو عبدالرحمن غافقي دهغه په نيت او عمل شکمن و، له همدې امله يې دهغه تړون رد کړ او وروسته يې يو لښکر د (ابن زياد) په مشرۍ دشمالي ايالات دتجزيې څخه ساتني په موخه ولېږه.
دلښکر په رسيدلو (منوزه) دباب ښار ته چي دپيرنه دغرونو په منځ کي پروت دى، وتښتيد، خو ابن زياد يې تعقيب پرېنښود او ګام په ګام پسي روان و، تر دې چي هغه يې ونيو او هغه په داسي حال کي چي له ځانه يې دفاع کوله ،ووژل شو.دهغه مېرمن (لاميژيه) هم ونيول شوه ،ددمشق دربار ته يې ولېږله او بيا يې له کوم مسلمان امير سره واده وکړ.[3]
نوربيا
[1] – هغه عرب مسلمانان چي اسپانيا يې ونيوله او هلته پسي مېشت شول،دوه ډلي و:قيسي عرب يا حميران او ديمن مضري اعراب.[2] -فتوح مصر – ابن عبدالحکم ص 127 – 216 جذوة المقتبس حمیدی ص 7.
[3] – د (لاميژيه) په ژوند خيالي داستانونه جوړ شول او ليکوالو او شاعرانو ته يو ښه لاسوند شو. خو داښکاره خبره ده چي ددې داستانونو زياته برخه هسي خيالي افسانې دي.