کور / تازه خبرونه / کياني او الن پر ګډه پوله د همکاريو پر زياتولو خبرې وکړې

کياني او الن پر ګډه پوله د همکاريو پر زياتولو خبرې وکړې

کابل :پژواک دخبر له مخې : ايساف وايي، چې جنرال الن د پاکستان د پوځ له مشر سره د ترهګرۍ ضد پر ګډې مبارزې او د سيمې د ثبات په اړه خبرې وکړې.
په کابل کې د ايساف ځواکونو د مطبوعاتي دفتر له خوا د زمري په ١٢مه پژواک خبري اژانس ته په يوه رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې د ايساف لوى قوماندان جنرال جان الن نن د پاکستان په راولپنډۍ ښار کې د دغه هېواد د پوځ له مشر جنرال اشفاق کياني سره د پوځ په مرکز کې وليدل.
سرچينې زياته کړې، چې دا ليدنه د هغو ليدنو يوه برخه ده، چې د دواړو لورو پوځي مشرانو له تېرې څه مودې راهيسې پر ګډه پوله د همکاريو د زياتولو په موخه پيل کړې دي.په خبرپاڼه کې راغلي، چې افغانستان، پاکستان او ا يساف په سيمه کې ګډې ګټې لري او ژمنې يې کړې، چې د پولې دواړو غاړو ته به د ترهګرو په اړه معلومات سره شريکوي.ايساف وايي، چې د ګډې پولې دواړو غاړو ته مېشت ترهګر د افغانستان او پاکستان امنيت، ثبات او پخلاينه له ګواښ سره مخ کړې ده.د سرچينې د معلوماتو له مخې، په دې ليدنه کې د دواړو لورو ترمنځ د ستراتيژيکو اړيکو د پياوړي کولو پر اړتيا ټينګار وشو.
د پاکستان د پوځ مشر جنرال کياني په دې ليدنه کې د پاکستان او امريکا اړيکې د يو بل لپاره مهمې وبللې.هغه زياته کړې، چې په دې وروستيو کې د پاکستان او ايساف ترمنځ په نږدې ليدنو سره اړيکې نورې هم پياوړې شوې دي.د خبرپاڼې په حواله، د ايساف لوى قوماندان جنرال الن د پاکستان او امريکا د اړيکو په ښه والي د ډاډ څرګندونه وکړه او ويې ويل، چې د دواړو لورو ترمنځ په ستراتيژيکو اړيکو کې هم پرمختګ شوى دى.د هغه په وينا، د پاکستان او امريکا د اړيکو ښه والى د سيمې د امنيت او ثبات لپاره ګټور دى.که څه هم په ياده خبرپاڼه کې دا نه دي ويل شوي، چې يادو پوځي چارواکو په کومو نورو موضوعاتو خبرې کړې دي.خو د ايساف لوى قوماندان جنرال جان الن پرون په ارګ کې له ولسمشر حامد کرزي سره د ليدنې پر مهال ويلي وو، چې پاکستان ته به د خپل سفر پر مهال د کونړ د بريدونو په اړه د دغه هېواد چارواکو او په ځانګړي ډول له جنرال کياني سره خبرې وکړي.هغه زياته کړې وه، چې ناټو د افغانستان پر خاوره د پاکستان توغندويي بريدونه غندي او تر څېړنې لاندې يې نيولي دي.د يادونې ده، چې له څه مودې وقفې وروسته له تېرو دوو مياشتو راهيسې يو ځل بيا د کونړ پر ځينو ولسواليو د پاکستان له خوا د توغنديو د توغولو لړۍ پيل شوې ده.د ځايي چارواکو په وينا، د توغنديو د توغولو د تازه پيل شوې لړۍ په ترڅ کې تر اوسه اته عام وګړي وژل شوي او تر ٢٠ زيات ټپيان دي.دوى وايي، چې دغه راز خلکو ته درانه مالي زيانونه هم اوښتي او لسګونه کورنۍ کډې کولو ته اړې شوې دي.د ملي دفاع وزارت لوى درستيز شېرمحمد کريمي وړمه ورځ مشرانو جرګې ته وويل، چې پاکستان د دغو بريدونو ترشا لويې موخې لري او دغه هېواد له جوړېدو راهيسې له افغانستان سره دښمني لري او د ډيورنډ د کرښې پر سر ستونزه لري.د هغه په وينا، له يادو بريدونو د پاکستان تر ټولو اساسي موخه دا ده، څو افغان دولت اړ کړي چې د ډيورنډ کرښه پر رسميت وپېژني.د بهرنيو چارو وزير ډاکټر زلمي رسول پرون ولسي جرګې ته وويل، چې د کونړ د بريدونو په اړه ډيپلوماتيکي هڅې ناکامې شوې او افغانستان بايد په دې اړه ملي تصميم ونيسي.وروسته له هغه چې پاکستان له خپلې خاورې د ناټو اکمالاتو ته اجازه ورکړه، دغه هېواد ته د جنرال الن دغه لومړى سفر دى.شاوخوا اووه مياشتې مخکې د ناټو امريکايي ځواکونو په مومندو ايجنسۍ کې پر پاکستانۍ پوستو بريدونه وکړل او ٢٤ سرتېري يې ور ووژل.له دې پېښې وروسته د امريکا او پاکستان اړيکې خرابې شوې او پاکستان له خپلې خاورې په افغانستان کې مېشتو ځواکونو ته اکمالات بند کړل.