کور / سياسي / څه خبري دي؟ د عبدالباري جهاني ليکنه

څه خبري دي؟ د عبدالباري جهاني ليکنه

د جون په میاشت کي، چی زه لا په کابل کي وم، د جبهه مشارکت ملي موسس او مشر او د امروز په نوم ټلویزیون مالک نجیب کابلي، چي پخپله هم د مشکوک شخصیت څښتن او ترډیري اندازې بدنامه سړی دی، د شمشاد ټلویزیون سره په مرکې کي ادعا وکړه چي جنرال عبدالرشید دوستم او محمد محقق هغه ته، د یوې ماښامنۍ په ترڅ کي، بلنه ورکړه چي په افغانستان کي د فیډرالي نظام په جوړولو کي ورسره ملګری سي. دوی ورته وویل چي که چیري پښتانه د فیډرالي نظام ل جوړولو سره مخالفت وکړي نو د افغانستان تجزیه کولو ته تیار دي. نجیب کابلي وویل چي ما دوستم او محقق ته وویل چي زه افغان یم او د خپل هیواد تجزیه کیدل یو خیانت بولم او په هیڅ توګه له دې اقدام سره موافقه نه سمه کولای. نجیب کابلي په خپلي هغي مرکې کي دوستم، محقق او د هغوی انډیوالان خاینان، جنایتکاران او وطن پلورونکي وبلل او وې ویل چي د خپلي ادعا د ثبوت لپاره کره شواهد په لاس کي لري. یوه ورځ وروسته جمهوریس کرزي په یوه خبري کنفرانس کي د نجیب کابلي ادعاوي رد کړې او دوستم هم سمدستي د کرزي څخه مننه اعلان کړه. لږي ورځي وروسته جمهوریس کرزي په یوه بله خبري غونډه کي وویل چي تر اوسه پوري چي یې څه کارونه کړي دي هغه یې د مصلحتونو په بنا کړي دي خو وروسته مصلحتونه په نظر کي نه نیسي او هر څوک به د افغانستان د تجزیه کولو ارمان ګورته یوسي. ګواکي اشاره یې دوستم او محقق ته وه.

که د نجیب کابلي ادعاوي دروغ وي نو دا خو،د صبغت الله مجددي په اصطلاح، پر خالد بن ولید( دوستم) او محقق باندي ډیر لوی بهتان دی او هغه باید محاکمه سي او که د هغه ادعاوي ریشتیا وي نو بیا خو د خالد بن ولید څخه تحقیقات ضروري دي. په داسي حال کي چي هغه نه یوازي سرې سترګي ګرځي بلکه د جولای پر نهه ویشتمه یې د ډیلي ټلګراف له ورځپاڼي سره په مرکه کي وویل چی کرزی د هغه په عقیده نیم افغان او نیم امریکایی دی او چي د افغانستان څخه د ناټو قواوي ووزي د کرزي حکومت پخپله نړیږي. ګواکي د کرزي مصلحتونو چنداني ښه نتیجه نه ده ورکړې. ځکه هغه سړی چی ده د مصلحتونو په اساس د خپل ځان سره ملګری کړی وو نن د ارګ مخي ته ایستلې توره ګرځي او لا احتمال لري چي د شمال د جبهې د لویو مشرانو احمد ضیاء مسعود، یونس قانوني او نورو کسانو سره یو ځای د پاکستاني مقاماتو سره د خبرو لپاره اسلام اباد ته ولاړ سي. د دوستم او د هغه د انډیوالانو به خولۍ په غوړو کي سي او د ناټو د ډالرو، روسي روبلونو ا و ایراني تومنونو تر څنګ به یی د پاکستاني کلدارو بوجۍ او د آي ایس آۍ د جنرالانو ملاتړ هم په نصیب سي. نور به نو نه د کرزي وس په رسیږي او نه به د مصلحتونو په باره کي څه ویلای سي.

څو ورځي مخکي د نیویارک ټایمز ورځپاڼي په افغانستان کي په تیرو څه باندی لسو کالو کی د بشر پر حقوقو باندي د تیریو مسله راپورته کړه. د ملګرو ملتونو په رپوټ کي د جنایتکارانو په سر کي د حضرت صاحب د خالد بن ولید نوم راغلی وو او وروسته یې مارشال فهیم، عطانور، کریم خلیلي،محقق، احمد شاه مسعود، ګلبدین حکمتیار، د طالبانو وزیران مولوی عبیدالله او ملافضل هم یاد کړي وه. په افغانستان کی د بشر د حقوقو په مستقل کمیسیون کي افغان کمیشنر احمد نادر نادري لکه چي د دې رپوټ په برخه کي دلته هلته څه ویلي وه چي مارشال صاحب دونه ورباندي په قار سوی وو چی ویل یې هغه باید په مخ کي پوره دیرش مرمۍ وویشتل سي. کرزي صاحب، د خپل همیشګي عادت سره سم، د مصلحت څخه کار واخیست. مارشال ته خو یې څه ویلای نه سوای نو د خپل صلاحیت څخه یې بشپړه استفاده وکړه او احمد نادري یې سمدستي برطرفه کړ. په افغانستان کي به د بشري او جنګي جنایتونو موضوع کله سپړله کیږي. درک یې یوه خدای ته معلوم دی. دا خبره دي پر همدې ځای پاته وي. ځکه چي که د بشري جنایتونو مسله راپورته کیږي نو بیا به د عمومی عفوي هغه فرمان ته څه پیښیږي چي جمهوریس کرزي د خپل جمهوری ریاست د لومړۍ دورې په لومړیو شپو ورځو کي اعلان کړ او قاتلانو ته یې د بیګناه خلکو ویني د مور د شیدو په څير روا او وبخښلې.

څو ورځي کیږی چي د شهید داوود خان په نوم د افغانستان د تر ټولو لوی او عصري روغتون( چهارصد بستر) په باره کي زړه دردونکی رپوټ خپور سوی دی. په دې بد مرغه روغتون کي مظلومو ناروغانو داسي ناوړه او ژړونکی حالت درلود چي امریکایی صاحب منصبانو د نازیانو د اشویتز د کمپ سره مقایسه کړی وو. ویل کیږي چي امریکا د دې روغتون لپاره د افغانستان حکومت ته دوه سوه شل میلیونه ډالره ورکړي دي. د روغتون ریس ډګر جنرال احمد ضیاء یفتلي په لس هاوو میلویونه ډالره، چی دقیقه اندازه یی لا معلومه نه ده، او داخله وزیر بسم الله خان اته ویشت میلیونه ډالر غلا کړي دي. کله چی سړی د ناروغانو زړه لړزونکو عکسونو ته، چي یوازي بسم الله خان او یفتلي خان یې د کتلو توان لري، وګوري نو ویلای سي چي په دې روغتون کي له امریکا څخه راغلي ډالر له سره لګول سوي نه دي او باقي پاته پیسې به هم د دوی په څیر نورو جنایتکارانو جیبونو ته ورغلي وي.

دا خبره لا توده وه چي نیویارک ټایمز ورځپاڼي د جولای پر دوهمه یو رپوټ خپور کړ او وې ویل چي د طلوع ټلویزیون د افغانستان له ماليې وزیر عمر زاخیلوال سره په مرکه کي دا خبره را پورته کړې ده چي هغه څه باندي یو میلیون ډالر د کاناډا بانکونو ته انتقال کړي دي. وزیر زاخیلوال، چي د کرزي په کابینه کی د سپین چرګ حیثیت لري، دا خبره ومنله خو دا یی ورسره زیاته کړه چي دا پیسې يې د خپلي حلالي مزدوری څخه سپمولي او کاناډا ته یې لیږلي دي. البته که بسم الله خان یوازي د شهید داوود خان له روغتون څخه اته ویشت میلیونه ډالره تر لاسه کوي نو د زاخیلوال دي ملا ماته سي چي د خپل څو کلن وزارت په دوران کي یوازي په یو میلیون ډالرو قانع کیږي. زاخیلوال صاحب به دلته پریږدو. وروستي رپوټونه وایی چي یوازي عطانور، پر خپلو نورو بشری جنایتونو برسیره، د بلخ په ولایت کي د یو میلیارډ ډالرو په اندازه مځکو، کورونو او جایدادونو څښتن سوی دی. سبا به دی هم وایی چي دا یې په حلاله مزدوري لاسته راوړي دي. جمهوریس کرزي په دغه حالاتو کی اعلان کړی دی چي په دوو دریو میاشتو کي به د اداري فساد ریښې کاږي. ګواکي دا یوولس کاله یې هر څه د سر په سترګو لیدل خو د ځینو مصلحتونو په اساس یې چاته څه نه ویل. دا چي پخپله کرزی صاحب د ارګ څخه یو قدم دباندي وتلای نه سي او د سر له ویري یې د کابل لویی لاري د خلکو پر مخ تړلي دي، او تر پل تخنیک پوري په هیلي کوپټر کي ځي، هغه بله خبره ده. خو ژمنه یې کړې ده.

په افغانستان کی د سیاسی او اداري فساد خبره څه نوې مسله نه ده. له هغي ورځي چي جنګی او بشری جنایتکاران، جګړه ماران او داړه ماران د ناټو له قواوو سره افغانستان ته ننوتلي دي د افغانستان په وضع کي چنداني بهتري نه ده راغلې؛ که چیري په کوم ځای کي یو څه عدالت په سترګه سوی دی نو هغه هم ښایی د همدغو خارجي قواوو د وجود له برکته وي. په دې باره کي، که په لس هاوو زره نه وي نو، په زرګونو مضامین او رپوټونه لیکل سوي دي خو هغسي چي په افغانستان کي دننه د وینو او خاوري تاجرانو او دلالانو توجه نه ده ورته کړې دغه راز د منورینو او لیکوالانو له یاده هم وتلي دي.

محترم عارف عباسي ډیری زړه وري او له ملي درده ډکي لیکني او مصاحبې کوي. محترم نعیم بارز علمي لیکني کوي او د محترم ډاکټر صاحب سید عبدالله کاظم په لیکنو کي خو له سره سوال نه پیدا کیږي. مګرموږ به دا لیکني تر کله کوو؟ که موږ چیري په دې عقیده یو چي دا زاړه ګناه کاران به زموږ له رسوا کونکو لیکنو څخه وویریږي نو هغوی چي تر نن پوري نه دي ویریدلي له دې وروسته هم اغیزه نه ورباندي نه لري. که زموږ دا خیال وي چي موږ د خپلو خلکو د خبرولو لپاره لیکني کوو. نو زه تازه د افغانستان شپږو ولایتونو ته تللی یم او له خلکو او ځوانانو سره مي خبري کړي دي. څه چي موږ یې په ورځپاڼو او د ملګرو ملتونو په رپوټونو کي وینو د افغانستان خلک یې په سل چنده شدت په خپلو سترګو ویني. او دا خبره لا هم باید زیاته کړم چي د افغانستان باسواده او لوستې طبقه، که زه ډیره خوشبیني وکړم، په سلو کي ایله پنځه تنه، کمپیوټر او انټرنیټ ته لاس رسی ولري؛ او په هغو پنځو کي ایله دوه تنه زموږ لیکني په لوستلو و ارزوي. ګواکي موږ یوازي په اروپا او امریکا کي په خپلو منځونو کي د زړه خواله کوو. البته د زړه خواله خو ډیر ښه حالت دی. کله ناکله، څه چي ډیر وختونه، یوه بل ته سپکي سپوري لا هم وایو. راتلونکي نسلونه به زموږ څخه حتما سوال کوي او موږ هغوی ته د جواب ویلو مسولیت لرو. موږ یوازي په جنایتونو او خیانتونو کي په لاس نه درلودلو او حتی د جنایتکار او خاینانو په رسوا کولو له مسولیت څخه نه خلاصیږو. زموږ پوهان او منورین د لارو د ښودلو او روښانولو مسولیت لري.

زه یقین لرم چی مشخصه او ټاکلې لاره چاته معلومه نه ده او که ورته معلومه وای نو د ښودلو په برخه کي یې ډیره بخیلي نه کوله. موږ ټول پوهیږو چی هدف ته تر رسیدلو او د ګران افغانستان د مظلومو اولسونو د ژغورلو لار د تورو غرونو ترمنځ، په تورو تیارو کي د پړانګانو او لیوانو په کلیو کی تیره سوې ده. لار د اغزیو او لړمانو ډکه ده. مګر تقدیر موږ ته د ستونزو د پیدا کولو تر څنګ تدبیر هم راکړی دی. زه بیا هم خپله پخوانۍ دوه کلنه زړه پوښتنه طرح کوم چي موږ به څه کوو؟ زما په عقیده یوازي د مضامینو لیکل او د لیکوالی په تمرین بسیا کیدل له بیکاره کښینستلو سره ډیر لږ توپیر لري.

افغانستان د خپل تاریخ له تر ټولي حساسي مرحلې څخه تیریږي. د کال ۲۰۱۴ تر پایه پوري د ناټو قواوي له افغانستان څخه وزي او ګران افغانستان یو ځل بیا، په مستقیمه او مستقله توګه، د لیوانو او داړه مارانو لاسونو ته ورځي. امریکا د افغانستان په جنګ کي دونه کمزورې سوې ده چي د حقاني ډله، چي د هغوی د سل هاوو عسکرو د وژلو او پر پوځي مرکزونو او سفارتونو باندي د حملو مسولیت لري، د ټروریسټانو په لیست کی نه سي شاملولای. ځکه چي که دوی دا کار وکړي نو بیا د امریکا قانون اجازه نه ورکوي چي د حقاني له ډلي سره رسمي یا غیر رسمي مذاکرات وکړي. تازه رپوټونه وایی چي امریکا همدا اوس د حقاني له ډلي سره د وخته د افغانستان څخه د خپلو قواوو د ایستلو په باب مذاکرات پیل کړي دي او له هغوی څخه ژمنه تر لاسه کوي، او یا یې ښایی ترلاسه کړې وي، چی د افغانستان څخه د امریکا د پوځي قواوو دوتلو په صورت کي د هغوی د زرګونو پوځي او غیرپوځي نقلیه وسایطو پر کاروانونو باندي حملې ونه کړي. د دوستم بدمرغه پیش بیني ریشتیا ده. دا خبره د هغه د عقل او درایت محصول نه ده بلکه ټول خلک په دې پوهیږي چی د خارجي قواوو د وتلو څخه وروسته نه اوسنی نظام پنځه ورځي ځان ټینګولای سي او نه بیا د کرزي مصلحتونه کار ورکوي. د هغه سیاسی مصلحتونو تر اوسه پوري ځکه کار ورکړی دی چي« زور لالاست که انګور د تاکهاست» . افغانستان به یو ځل بیا د جنګ سالارانو، داړه مارانو، مسلکي قاتلانو، چرسیانو او بدماشانو د بدمستیو او خرمستیو میدان سي. دا ځل به د ناټو سل زره عسکر څه چي یو میلیون عسکر هم د امنیت په ټینګولو او ثبات راوستلو کي بریالي نه سي. افغانستان به یو ځل بیا د ټروریسټانو ځاله سي. خو دا ځل به تر پخوا سل چنده خطرناکه وي. ځکه چي دا ځل یو عادي جنګ سالار د سل هاوو مسلکي ټروریسټانو د استخدامولو مالي توان او وسلې لري. دا به داسي اور وي چي نه به د ګاونډیو هیوادونو، نه د سیمي او نه د غرب لمني په امان کي ورڅخه پاته وي. یو ځل بیا به کلي او ښارونه سره تبۍ سي او یو ځل بیا به په میلیونو مهاجرین ګاونډیو هیوادونو ته مخه کړي. دا ځل لویدیځه نړۍ زموږ له مهاجرینو سره د مرستو په کولو کي سیاسی او پوځي ګټي نه لري او مهاجرتونه به یوه لویه سیمه ایزه بشري فاجعه منځته راوړي. زه ویریږم چي زموږ منورین او پوهان به تر هغه وخته، او په هغه وخت کي، د یوه بل پر ضد لیکني کوي او لا به هم د اروپا او امریکا په محفوظو ښارونو کي د لیکنو او ویناوو تمرینونه کوي.

ما څو میاشتي مخکي د ملي یووالي په نوم یو مضمون ولیکی. په داسي حال کي چي ملي بې اتفاقي د ټولو بدمرغیو اساس او ملي یووالی د ټولو اجتماعي نیکمرغیو پیلامه ده، خو تقریبا هیچا زما آواز ته جواب ونه وایه. ښایی ډیرو کسانو ته ملي یووالی غیر ممکن ښکاره سوی وي او ډیرو کسانو ته سوال پیدا سوی وي چي ملی یووالی د څه لپاره؟ په افغانستان، څه چي یوازي په کابل، کي د سیاسی ګوندونو شمیر تر سلو زیات دی او ټول د ملي یووالی چیغي وهي خو تقریبا ټول، یا په شعوري او قصدي ډول او یا په غیر شعوري ډول، د ملی بې اتفاقی د زیاتولو لپاره کار کوي. که نور هیڅ نه وي یو د بل پر ضد تبلیغ کوي او که د یوه بل پر ضد تبلیغ نه کوي نو لږ ترلږه سره یو ځای کیږي خو نه.

اوس هم وختي دی. فرصت له لاسه مه ورکوی. ټول هغه منورین چي د افغانستان په خاوره او خلکو یې زړه خوږیږی د ملي وحدت لپاره طرحي وړاندي کړی. د یوه قانوني او ملي حکومت د جوړولو او یوه ملي او ریښتوني پارلمان د منځته راوړلو او ایجادولو لپاره سره یو موټی سی. د افغانستان د جمهوري ریاست چوکۍ ټولو خلکو ته نه رسیږي. که موږ هر یو، د خپل هیواد د ژغورلو په خاطر، د پاچاهی خیالونه له سره وباسو او په سړه سینه او سم نیت د یوه ملي مشر د پیداکولو په تلاښ کي سو، ښایی په لږ وخت کي منزل ته ورسیږو. دا وطن په هیڅ قوم اړه نه لري بلکه د ټولو، لویو او وړو قومونو، ګډ کور دی. ټول په ګډه د دې هیواد د مظلومو خلکو او خاوري د ژغورلو مسولیت لرو. زما پیشنهاد دا دی چي ټولو هغو کسانو ته چي د ملی نفاق د اچولو لپاره لیکني او ویناوي کوي په کرکه وګورو. د یوه بل پر ضد د لیکنو څخه لاس واخلو او ټول لیکوالان او منورین د یوې مشترکي ملي طرحي لپاره لیکني او تبلیغ وکړو. حتی لیکني که هر څومره لنډي او حتی غیر علمي، غیر منطقي او غیر عملي وي هم هیڅ پروا نه کوي. ځکه چي غیر علمی او غیر عملي لیکني نورو لیکوالانو ته د عملي او علمي لیکنو لپاره طرحي پیدا کوي. د یوه بل پر لیکنو باندي سالم انتقاد کولو او انتقاد زغملو ته ځانونه تیار کړو. دې لیکنو ته یوه میاشت نه بلکه لږترلږه یو کال دوام ورکړو. یو د بل لیکني په ښه نیت ولولو، انتقادونه په ښه نیت وکړو او که لازمه وي په ښه نیت او پراخه سینه جواب ورکړو. امید دی چی په دې نا امیده کونکو تیارو کي به یوه ورځ د رڼا څرک ولګیږي.

تر څو چي په افغانستان کي د ریښتونو او نسبتا شفافو انتخاباتو له لاري قانوني او مشروع حکومت او زعامت منځته رانه وړو. تر څو چي زموږ پارلمان په ریښتونې توګه د خلکو د ارادې ښکارندوی نه وي تر هغه وخته پوري به خلک اعتماد ورباندي ونه کړي. او تر څو پوري چي خلک پر خپل حکومت باندي بشپړ باور ونه لري تر هغه وخته پوري به خلک د خپل حکومت څخه د کرکي او بې باوری له امله له یاغیانو او مخالفینو سره مرستي کوي. دا مرستي حتما له دې امله نه دي چي خلک به له یاغیانو سره مینه لري بلکه هر وګړی غواړي چي د شپې په ارامه ویده سي او د ورځي په ارامه فضا کي خپل کار روزګار وکړي. یاغیان د هغوی شپې او ورځي ناکراري کوي. او په دې حقیقت هر وګړی پوهیږي. خلک د وچ کلک مجبوریت په اساس د یاغیانو ملاتړ کوي ځکه چي ناکاره، کمزوري او ګوډاګي حکومتونه د هغوی د سر او مال ساتنه نه سي کولای. یوازي قانوني او مشروع حکومتونه د خلکو د سر او مال د ساتني ذمه وهلای سي. د دغه راز حکومتونو د جوړولو، د ګران افغانستان د مظلومو اولسونو د ناپایه دردونو د علاج کولو او د تاریکي ایندې څخه د ژغورلو لپاره ملي یووالی لومړنی او اساسي ګام دی. زما د افغان جرمن د ویب سایټ له محترمو لیکوالانو څخه هیله ده چي په دغه اړه لیکني وکړي او تر ټولو مهمه خبره دا چي امید له لاسه ور نه کړي. که موږ سم، عملي او منطقي ګامونه پورته کړو زه یقین لرم چي لویدیځ هیوادونه، د سیمي هیوادونه او ګاونډي هیوادونه زموږ سره مرستي کوي. ځکه چي په افغانستان کي د تاریخي فاجعو بیرته تکراریدل او په دې هیواد کي د ټروریستانو ځاله جوړیدل د هیڅ چا په ګټه نه دي او د ټولو پکښي تاوان دی. موږ د آرام، آزاد او آباد افغانستان د جوړولو لپاره ښو ګاونډیانو ته ضرورت لرو. د ګاونډیو هیوادونو په مقابل کي باید له سختو او احساساتي کلماتو له استعمالولو څخه ځانونه وژغورو. موږ عادت کړی دی چي هره بدي پر ګاونډیانو تاوانوو. خو که خپلو ګریوانونو ته سر ورکښته کړو نو ګورو چي ګاونډیانو ته د مداخلې کولو زمینه موږ پخپله برابره کړې ده. ګاونډیو هیوادونو ته هغه وخت زموږ په داخلي چارو کی د لاس وهني زمینه برابره سوه چي زموږ مشرانو د هغوی چوپړ ته ملا وتړله او مشرانو مو د هغوی څخه نغدي پیسې واخیستلې. موږ په خپلو کي په جنګونو لګیا سوو او پر یوه بل مو توري را واخیستلې. که موږ د خپلو ګاونډیانو پرځای وای ښایی د خپلو ملي ګټو د خوندي کولو دپاره مو همدغه کار کړی وای چي زموږ سره خپلو ګاونډیانو وکړ. زموږ ګاونډیانو زموږ په داخلي چارو کي د اعلیحضرت ظاهرشاه او شهید داوود خان په زمانو کي په دغه اندازه مداخلې نه سوای کولای. او که یې د شهید داوود خان په زمانه کي مداخلې کړي دي هغه یې هم د ګلبدین حکمتیار او احمد شاه مسعود پر لاس کړي دي. په اصطلاح، از ماست که برماست. که موږ خپل انګړ پاک کړو پردي او ګاونډي زموږ په چارو کي د مداخلې کولو جرأت نه سي کولای او ښایی تر مستقیمو او غیر مستقیمو مداخلو کولو ښه ګاونډیتوب ته ترجیح ورکړي. ښه او سالم ګاونډیتوب هم زموږ او هم د ګاونډیانو او هم د سیمي او نړۍ په ګټه دی.

والسلام