کور / هراړخیز / د ژوندانه نوى تړون

د ژوندانه نوى تړون

داسلام په اساساتو کي او دافغاني او پښتني ټولني په اساساتو کي تقريباً له ازدواج يا واده کولو بنسټونو سره راشريکان دي خو شرکت يې پدې معني نه دي چي په تيوريکل ډول باندي يا په بنيادي ډول باندي په دواړو پديدو کي چي هم په اسلام کي او هم په پښتونولي کي دواړه د سره څخه مستقل راغلي دي يا پدې معني چي کلتوري اړخ يې ځانته مستقله تګلاره درلودلي ده او پښتونولي يا افغانيت ځانته مستقله بلکي د معاصر افغانيت او د معاصرو زموږ په سيمو کي د ودونو ،دکورنۍ جوړښت هغه بنيادي بنسټ چي دى هغه د اسلام پر اساساتو باندي ولاړ دى ځکه نو موږ دا ثابتولاى سو او دا ادعا کوو چي د افغاني ټولني د ودونو هغه مسنونه عادات چي دي او مسنونه حرکات چي دي ،مسنونه کړني چي دي هغه تقريباً په عقيدتي و په فکري اړخ کي د اسلامه څخه سرچينه اخلي ،يو داخبره ده دوهمه خبره داسي ده چي واده کول په افغاني ټولنه کي ،واده کول په اسلامي ټولنه کي ،واد ه کول په نړۍ کي هغه واده چي هغه داسلام په اساساتو او زموږ د ملي نوامسو په اساساتو غواړي چي څوک وکړي هغه يوازي ددې لپاره نه دي چي دوه انسانان خپل جنسي او نفسي خواهشات سره ساړه کړي ،هر هغه واده چي يوازي د نفسي خواهشاتو د سړولو پر بنسټ باندي ولاړ وي چي نارينه خپل د جنسي غريضې خواهشات رفع کوي او ښځينه هم وغواړي چي خپل د جنسي د غريضي د خواهشاتو د سړولو لپاره کار وکړي د هغوئ په ژوند کي يوازي د يوې لمحې يوې دقيقې يا د لسو دقيقو د ارامۍ، د سکون او د خوښۍ شيبه موجوده وي نور ټول ژونديې په کړاونو ، تکاليفو او په مشکلاتو کي وي ؛ځکه نو موږ ويلاي سو چي ژوند يا واده کول يا نوي ژوند پيلول هغه يوازي او يوازي د جنسي قوې د استعمال لپاره نه دى بلکي د واده اساسي هدف او مفهوم دادى چي يو کورنۍ نظام رامنځته سي هغه ته يو لرليد وټاکل سي او دهغه لپاره بيا وروسته د ژوند تر وروستي پړاوه چي خاوند او خانمه دواړه ژوند سره کوي د هغوئ لپاره د يو ګډ ژوند لاره سنجول دي چي په هغه کي دسړو او تودو سنجول ،په هغه کي د فقر اوغربت د رامنځته کيدو په حالت کي ددوئ دواړو د ژوند د ګډ تصميم نيول ،د خانۍ و دپياوړتيا و د ثروت د موجوديت په صورت کي د دواړو د ګډ ژوند اساسات او د هغوئ پيلامې او پايلامې دواړو سنجول دي کله چي په يوه اړخ کي سړي د حضرت رسول الله (ص) مبارک ددغه حديث مبارک په مصداق چي (تناکح و تکثر) مسئله مد نظر ونيسي او ددغه حديث مبارک په رڼا کي انسانان ګډ ژوند ولري او د هغه ګډ ژوندانه څخه ډيري ښي پايلي ولري او ښه مشترک ژوند ولري زما په نظر دا به ښه واده وي
دعمر نقش په واده کي
او پاته سول د کم عمره واده په ارتباط باندي چي تاسي پوښتنه وکړله دکم عمره واده په ارتباط باندي بايد وويل سي چي اصلاً دلته د عمر قيديت شرط نه دي خو بلوغيت يا زموږ و ستاسي په عاميانه اصطلاح باندي د مړاني حالت چي دى هغه شرط دى پدې کي که داسي وي چي هر هغه انسان چي هغه د ځوانۍ تر مرحلي پورې نه وي رسيدلى او هغوئ ودونه وکړي ،يقيناً هلته به د انسان پر وجود ،پر فزيکي او جسماني اساساتو باندي منفي اغيزي وکړي د هغوئ فکري تکامل ،د هغوئ جسماني تکامل او د هغوئ رواني تکامل دا به د تزلزل او د ګډوډۍ سره مخامخ سي هغوئ به و نه سي کولاى چي د خپل ژوند لپاره يو ډير ښه هدف وټاکي زما په نظر باندي دلته څو شرايط دي د واده کولو لپاره چي هغه بايد مد نظر ونيول سي
لمړي د هغوئ څخه چي هغه د انسانانو تر منځ يو پيوند رامنځ ته کوي او که دواړه وغواړي چي ګډ ژوند وکړي ددوئ تيوريکل او عقيدتي اړخ بايد مد نظر نيول سوي وي پدې معني چي که يو نارينه ځوان وغواړي چي واده وکړي او مور او پلار يې هغوئ ته واده وروکړي هغوئ بايد دده د عقيدتي سويې سره سم چي دي په هغه دين او په هغه مذهب باندي دى يا مسلمان دى د هغوئ لپاره په يو اسلامي ټولنه کي او په اسلامي کورنۍ کي داسي يو ملګري ورکړي.
په دوهم اړخ کي ددغه دوو کورنيو چي په يوه اړخ کي دهلک او په بل اړخ کي د انجلۍ کورنۍ ده د هغوئ د کورنيو اقتصادي زيرمه بايدمد نظر ونيول سي که چيري داسي وي چي د خاني کورنۍ انجلۍ د مسکينانو وه کور ته وروستل سي او يا د مسکيني کورنۍ انجلۍ د سرمايه دارو وکورنۍ ته ورکول سي پخپله دلته د دواړو تر منځ هغه ثروتي ، هغه د شتمنيو توازن نه دى برقراره ځکه نو ددوئ تر منځ توافق نه سي را تللاى په ژوندانه کي
بل اړخ چي هغه بايد په دريم اړخ کي مد نظر ونيول سي هغه پخپله ددوئ د جسماني وجوديت مسئله ده يعني مور او پلار مکلفيت لري چي کله د يو زوئ په مرکه باندي ځي د ناوي کره هغوئ ته مرکه کوي هغوئ بايد ددغه انجلۍ جسماني قوه و قد واندام د هغه خپل د زوئ سره مقايسه کړي وي او ددې څخه با وجود که يو څوک وغواړي افتخاري چي هغه په اسلام کي ډير اجرونه لري ډير ثوابونه لري چي خپله لور يې د بلوغ تر مرحلي رسيدلي وي او دى وغواړي چي د يو بلي کورنى سره ددوستۍ پر بنسټ باندي يا د يو اسلامي مسئوليت درفع کولو په خاطر باندي دى د يو چا څخه غوښتنه وکړي چي دا زما لور غټه سوي ده موږ يې ستاسي وه زوئ ته يې درکوو هغه بايد دجانب مقابل يا دهغه چي دى وغواړي دوستي ورسره کوي د هماغه ځوان يا د هماغه نارينه جسماني قوه او د هغه قد او اندام و د هغه روش و کړه و کريکټر بايد ده پيژندلي وي چي دا زما د لور سره تطابق لري که يې نه لري دا مسئله ده بله خبره داسي ده هغه کليدي مسئله چي نن دغه راډيو کي موږ او تاسي پر ږغيږو چي هغه د عمر په ارتباط باندي تاسي بحث کوي دعمر انډول او دهغه برابراي ددواړو اړخونو ترمنځ حتمي دى عمر پدې خاطر حتمي دى چي که چيري داسي وي چي انجلۍ د لږ عمر سي او ځوان د ډير عمر سي ددوئ تر منځ تر پايه پوري د ژوند انجام بهترين نه راځي يا ښه نه راځي که بيا داسي وي چي هغه ښځه ډيره مشره وي او ځوان ډير کشر وي بيا هم ددوئ تر منځ توافق نه سي راتللاى خو داچي د کم عمره واده مسئله ده هم به انسان د بلوغ تر مرحلي رسيدلي وي او هم به يې جسماني قوه وه دې ته جوړه وي چي دو واده وکړي.
بلي ځيني اجتماعي ضرورتونه په ټولنه کي يو وخت ــ وخت را منځ ته کيږي چي هغه موقتي ګټي لري او دايمي تاوانونه لري ځيني ضرورتونه بيا ددې لپاره وي چي د ټولني د فساد او د ځوانانو دانحراف د مخنيوي په خاطر باندي په يو ټولنه کي کورنۍ يا د هغوئ پلرونه را ولاړيږي اقدام کوي د ساري په ډول باندي که يو ځوان په متواتر ډول باندي د نورو ځوانانو ودونه ويني د نورو کورنيو مصارفات ويني او دوئ پخپله روزمره يا په پرله پسي ډول باندي ددوئ کورنۍ هڅي ددې لامل نه سي چي وه ده ته واده ور وکړي هماغه ځوان ددې په عوض چي خپله ځواني وساتي هغوئ په پايله کي يا د نشه يې توکو په استعمال باندي اخته کيږي او يا داسي لارو چاروته مخه کوي چي هغه دده دکورني د بدنامي او د فساد لامل ګرځي زموږ ډير پلرونه چي دي هغه د همدغه مصلحت پر بنسټ باندي چي ددوئ زوئ په راتلونکي کي د بدي لاري څخه راوګرځي نو اړينه دا بولي چي د خپلي ځواني په دوهم پړاوو کي چي هغه تقريباً د بلوغ د مرحلي څخه درې يا څلور کاله وروسته مرحله يا داتلس کلني دوره ده په دغه مرحلو کي د خپلو ځوانانو دانحرافاتو د مخنيوي په خاطر باندي چي دوئ پر بدو لارو باندي مخ نه کړي نو دغه اړينه بولي چي دوئ هغوئ ته ودونه وکړي.
دپاى خبره داسي ده حق چي دى هغه بايد ورکول سي حق د يو انسان پر بل انسان باندي حتمي دى .