دتیر پنجشنبې په ورځ په کابل کې د انګستان ، پاکستان او افغانستان ترمینځ دری اړخیزه ناسته وشوه په دې ناسته کې دافغانستان په امنیتي وضعیت او دسولې په اړوند خبرې اترې وشوې چې په خپله ولسمشر کرزي هم ورته امید واره وه. د دې ناستې په اړوند بیلابیل بحثونه وشول چې د دې درې اړخیزی ناستې ضرورت څنګه پیښ شو؟
وروسته له هغې چې په افغانستان کې دترهګری د لمینځه وړلو پرسر دامریکا او پاکستان تر منځ اړیکې ترینګلي شوي، او دا ترینګل تیا تر اخیر سرحد پورې ورسیدله، د پاکستان لپاره دا دومخي سیاسي لوبه ډیره ګرانه تمامه شوه. پاکستان په اقتصادي لحاظ کمزوری شو او په سیاسي لحاظ په سیمه کې منظوي شو، خو امریکا دپخوا په څیر د بې پیلوټو الوتکو په مټ په وزیرستان کې خپلو عملیاتو ته دوام ورکړ. حتی چین چی دپاکستان له نیږدې دوستانو څخه یاديږي، له افغانستان سره د ستراتیژیک تړون له لاسلیک وروسته پر پاکستان نیوکه وکړله چې له تروریزم سره په مبارزه کې صادقانه ونډه نه اخلي.
داحالت نه یوازې داچې پاکستان ته دمنلو وړ نه وه بلکي د دوې ستراتیژیک دوست انګلستان هم نشو زغملاي ځکه چې پاکستان په سیمه کې د انګلستان یوازیني ستراتیژیک دوست دی، چې هغه هم په سیمه اونړی کې خپل اعتبار اوباور له لاسه ورکړې وو. دوي په دې لټه کې شول چې دې ستونزې ته دحل لاره پیداکړي او بیرته له امریکا او افغانستان سره د پاکستان روابط ښه کړي او په سیمه کې پاکستان ته خپل پخوانی اعتبار بیا پیداکړي . دا کار دیوسف رضا ګیلاني په وجود کې نه کیده نو له همدی امله يې لمړی هغه لري او په ځای يې راجا پرویزاشرف د نوي لومړي وزیر په توګه وګماره او وروسته له هغه یې په اول کې دناټو اکمالاتی قطارونو ته لاره پرانیستله اوبیا یې دانګلستان په مینځګړيتوب په کابل کې درې اړخیزه ناسته جوړه کړه .
خوسوال دادې چې که پاکستان په افغانستان کې خپلې مشخصې غوښتنې او ستراتیژیک پلانونه لرې، نو ایا دوې به په خپلو سیاسیتونوکې بدلون راولي ؟ په دې اړوند دسیاسیي چارو یوشمیر شنونکې په دې باوردي چې پاکستان تل له افغانستان سره دومخه لوبه کړي اوکویې نو زیات دامید واری وړ نه ښکاري چې دوې دې په خپل سیاست کې تغیر راولي خو یوشمیر دنړیوالو اړیکو کارپوهان په دي باور دې چې پاکستان اوس هغه پخوانی پاکستان نه دې په نړیواله او سیمه یزه کچه یې خپل اعتبار او متحدین له لاسه ورکړي دې. په داخل کې هم په امنیتې ،سیاسي اواقتصادي لحاظ له بهران سره مخامخ دې او له بلی خوا پاکستان په سیمه کې د انګلستان یوازنې ستراتیژیک دوست هیواد دې او د تاریخ په اوږدو کې د پاکستان له جوړیدو څخه نیولې بیا تر اوسه پوري په مختلفو مواردو کې یوله بل سره ملګرې ول.
په همدې خاطر انګلستان نه غواړی چې په سیمه کې دا دوست له لاسه ورکړې. بله خوا انګلستان تل دپاکستان په داخلي اوبهرنې سیاست کې اغیزناک رول درلودلی اولریې. انګلستان دامسله درک کړې که چیرته پاکستان خپلو پخوانیو سیاستونو ته دوام ورکړې، ډیر ژر به تجزیه شي او د بربادې خواته به ولاړشي چې په هغه وخت کې به د انګلستان له وسه هم څه پوره نه وي او انګلستان نه غواړې چې پاکستان له لاسه ورکړی نو په همدې خاطر دانګستان په موجودیت او پورتنی مواردوته په کتو دا امید پیداکیږي چې پاکستان په خپلو سیاستونو کې بدلون راولې .خو مهمه مسله داده چې ایا دافغانستان اوسنې سیستم به وکولاي شې له دي موقع څخه مناسبه استفاده وکړې ؟ د افغانستان امنیتې ثبات که دنورو لپاره وسیله ده دافغانانو لپاره هدف دي او افغان ولس سوله غواړی، نومعلومداره دا بهترینه موقع ده چې له دي وضعیت څخه په ګټی اخیستنی خپل امنیتی ثبات ټینګ کړي .