کور / هراړخیز / ولسي جرګه بيا وزيران استیضاح کوي

ولسي جرګه بيا وزيران استیضاح کوي

تېره ورځ رسنيو خبر ورکړ، چې ولسي جرګه د کورنيو چارو او دفاع وزیران د شنبې (04-08-2012) ورځې استیضاح کوي، د ولسي جرګې لخوا د ياد شويو وزیرانو استیضاح که له یوې خوا په کنړ، ننګرهار او د هېواد په يو شمېر نورو ولایاتو باندې د پاکستان هېواد لخوا د توغول کېدونکو توغنديو په اړه ده، له بلې خوا د پردې ترشاه پټې آو خامې خبرې هم لري.
يوه اونۍ مخکې هم د ولسي جرګې غړو پرېکړه کړې وه، چې د یاد شويو وزیرانو سربېره د ملي امنيت لوی رئیس هم استیضاح کړي، خو هغه وخت د ولسي جرګې له منځه هغه تعهدنامه وتلې وه، چې دوی پرې امضاءګانې کړې وې، له هغه وروسته چې امضاء شوې تعهدنامه ځنيو خلکو ته په لاس ورغلې وه، هغه وکيلانو ته د نامعلومه موبايل شمېرو څخه زنګونه وهل شوي او هغوی تهديد شوي وه، چې دوی بايد له دې کاره لاس واخلي، هماغه وه، چې د ولسي جرګې غړو د رسنيو په مخکې ادعا وکړه، چې دوی به ذکر شوي چارواکي استیضاح نکړي، ځکه دوی ته اوس د سر او مال خطر متوجه دی، په هماغه وخت کې د دفاع او کورنيو چارو وزارت يو شمېر منسوبينو اندېښنه ښوولې وه، چې د وکیلانو لخوا د وزیرانو استیضاح يوازې د دوی د شخصي منافعو په خاطر ترسره کېږي، منسوبينو ويلي وه،چې هر کله وکيلان تش جېبې شي (بې خرڅه)، بيا وزیران ويروي چې ګواکې دوی به جرګې ته استیضاح کړي.
منسوبينو د نوم نه ښودلو په شرط ويلي وه، چې وزیران ويره پيدا کړي او د وکيلانو ځيني هغه غوښتنې ومني، چې د ملي ګټو سره په ټکر کې وي.
که د وکيلانو پرېکړې ته نظر واچو رېښتيا هم پرځای خوناوخته پرېکړه ده، پرځای ځکه چې اوس مو هم هېواد ته توغندي راځي چې شاوخوا کال يې پوره کېږي، د راپورونو له مخې چې د ۲۰۰۰ توغنديو په شاوخوا توغندي توغول شوي، ناوخته پرېکړه يې ځکه بللی شو، چې ولسي جرګه پوره کال یا خو بيده پاتې شوې او یا يې هم ځینې پیسې په همدې لار کې پيدا کړي او خوله یې پټه کړې ده، خو په هر حال، موږ اوس هم د ولسي جرګې لخوا د شوې پرېکړې ملاتړ کوو، خو هيله او اميد لرو چې د تېر په شان ولسي جرګه بيا معامله ونکړي.
تېره ورځ په يوه وزارت کې ناست وم، چې څو وکيلان یوځای راغله، غوښتل يې له وزیرصاحب سره وګوري، د وزارت سکرتر لخوا ورته وويل شو، چې وکيل صاحب! نن وزیرصاحب ډېر مصروفه دی، فکر کوم چې تاسو به نن و نتوانېږئ، چې له وزیرصاحب سره وګورئ، د سکرتر لخوا ورته وویل شول، چې وکيل صاحب! هر وخت چې راځئ يوځل ماته زنګ ووهئ زه به درته د ملاقات زمينه برابره کړم، د وکيلانو له جملې پرې يوه سترګې برګې کړئ، چې وزير موږ تعين وو، او بيا چې راځو له وزيره به وخت اخلو؟!! سکرتر ته يې په تونده لهجه وويل (ورشه وزیرته وویه، چې دوی راغلي)، وکیلان چې ملاقات ته ننوتل له سکرتر څخه مې وپوښتل (وروره! دا وکیلان چې ملاقات لپاره راځي وخت ورته نه تعينېږي، سکرتر وويل، دوسته! دوی خو اوس د معامله ګرو بڼه غوره کړې، هر وخت چې وغواړي راځي او هر کار چې وغواړي هغه تر سره کوي).
په وزارت کې د وکیلانو حالاتو له ليدو څخه ډېر سخت مايوسه شوم، چې آی کاش! زموږ وکیلان خپلې دندې وپيژني، خپلو مقدسو دندو ته متوجهه شي! دوی خو اوس یوازې دوکانداري شروع کړې، نن قرارداد غواړي، سبا بيا له نورو وزیرانو څخه نغدې پیسې اخلي، بله ورځ له دفاع او يا هم د کورنيو چارو له وزير څخه سرتېري اخلي، چې د دوی امنيت ټينګ وساتي، دوی تر اوسه له اړونده مقاماتو څخه ونه پوښتل چې تاسو ولې د پاکستان له لوري پر افغانستان د کېدونکو بمباريو په مخ کې چوپ ناست ياست؟ دوی تر اوسه د کوم وزیر، معين، قومندان او نورو څخه ونه پوښتل چې تاسو د کابل په شاهي ماڼيو کې ناست یاست، آیا تر اوسه مو د هغه ځايونو ليدنه کړې، چې هلته توغندي لګېږي؟ نه تر اوسه نه!! نه هم وزیر، معين او یا کوم قومندان له هغه ځايه ليدنه کړې او نه هم په درانه خوب بيده وکیلانو دا موضوع جدي نيولې.
که رېښتيا هم ولسي جرګه په هېواد کې د شفاف، عادل، او د هرچا لپاره قانون غواړي، لومړی دې دوی په خپل ګرېوان کې سرښکته کړي، او له ځانه دې وپوښتي، چې آیا دوی خپل اعمال او کردار اسلامي، هېوادني او ملي روحيه سمبال کړي؟ د دې سوال ځواب هم (نه) دی، ځکه چې تراوسه مو د ولسي جرګې له کوم غړي او یا هم له رياست څخه وانه اورېدل چې زموږ کوم کارونه له اسلام سره په ټکر کې دي او کوم کارونو ته بايد ترجيح ورکړو؟
زه د ولسي جرګې په هغه بې شرمه غړو يو وار بيا اواز کوم، د خدای(ج)، رسول (ص)، ګران هېواد او مظلومو هېوادوالو په خاطر مو خپل اعمال او کردار په اسلامي، افغاني او وطنۍ روحيه سمبال کړئ، دا ځل بيا له وزیرانو سره کومه معامله ونکړئ، په رېښتني ډول ترې د هغو بېځایه شويو کډوالو او شهيدانو په اړه وپوښتۍ چې د پاکستان له لوري د راتوغول شويو توغندويو په بريد کې يې کورونه او د کورنۍ غړي له لاسه ورکړي، که مو استیضاح شويو وزیرانو کوم يو پوښتنې معقولې ځواب نکړې، بيا ترې خپل اعتماد واخلئ او هغه چاته يې ورکړئ چې د مظلومو افغانانو د درد دوا کېدای شي، خو يوې خبرې ته بيا هم توجه وکړئ، چې هېڅ کوم وزير د خپلو شخصي ګټو قرباني نکړئ.
ولسي جرګې!!! ستاسو د وېښتيا په هيله.