کور / هراړخیز / وروستى فرمان وروستى ازمون دى

وروستى فرمان وروستى ازمون دى

دافغانستان دولسمشر وروستى فرمان په ملي اونړيواله کچه په عامه افکارو کې بل هغه نوى خبر دى چې يوځل بيا يې دخلکو توجه حکومت ته واړوله په دغه فرمان کې چې کومو مسايلو ،موضوعاتو او اړخونوته پاملرنه شوې ترډيره بريده داسې معلوميږي چې اوس له حکومت سره ددې فکراو درک پيداشوچې بايددټولو هغه ننګونوپه وړاندې مبارزه وکړي کوم چې په دې تيرو لسو کالونوکې يې دولتي حاکميت ،سالمې ادارې ،غوره حکومتدارۍ،امنيت ،ولسي باور،بيارغونې ،دقانون حاکميت ،دعدالت تامين بلکې دحکومتدارۍ ټولوبنسټونوته يې ژور زيان رسولى دى ان تردې چې ددولت او ولسونوپه منځ يې فاصله ډيره زياته کړې ده چې ددغه واټن زياتوالي ددولت وسلوالو مخالفينوته هم ددې زمينه برابره کړي چې دهېوادپه ګوټ ګوټ کې دولتي حاکميت ته ګواښ پېښ کړي.

که دلومړي بن له پريکړو وروسته درامنځته شوي بدلون اونوي سياسي ژوند هراخيزه څيړنه ترسره شي دا واقعيت ترلاسه کيږي چې په دې تيرو کالونوکې اداري فساد،کاراهل کارته نه سپارل ،ګوندي ګټي ،غيرې منطقي مصلحتونه،دقانون نه تطبيق ،زور واکانوته امتياز ورکول ،دځمکو غصب،دمافيايي کړيو فعاليت،قومي سياليۍ ،ددرى ګونو قواو په منځ کې عدم همغږۍ ،ديوې منظمې تګ لارې نه شتون،دځينو هېوادونو ترحد زياتومداخلې،دمشخصي بهرنۍ تګ لارې نه شتون،دپروژو په قراردادونو کوى لوى فساد،بنسټيزو پروژوته نه پاملرنه،دهېواد ولسواليوته عدمې توجه ،نمايشي اصلاحات ،په بهرنيو سياسي نمايندګيو کې ژورو ستونزې ،دسولې اوملي پخلاينې په تړاو نامشخص دريځ هغه ژورې ستونزې اوننګونې دي چې اوسنى حکومت يې په زياته کچه کمزروى کړى دى همدا اوس يوځل بياد هېوادپه لرې پرتوسيمو کې دوحشت ،دهشت اوترور واکمنۍ خپل ټعرخور کړى يولامل يې دادى چې ولسونه له حکومت څخه دپورته يادو ننګونو دشتون له مخې ناهيلي شول اوله دولت يې خپل ملاتړکم کړى دى.

دهېواد دولسمشرپه دې وروستي فرمان کې دهېوادپه کچه هغه موضوعات اومسايل ياد شوي که په جديت اوقاطعيت سره ورته رسيدګي وشي دډيرو بې عدالتيو او بدمرغيو مخه به ونيول شي،په دې مانا که ولسمشر په قاطعيت او جديت سره ټولو قوانينوته په درناوي وروستى فرمان په دقت تطبيق کړي دناهيلي ولس هيلې به يوځل بيا راژوندى شي ددولت دملي مشروعيت بنسټونه به يوځل بيا پياوړي شي دهېوادپه مرکز او ولسواليوکې به دولتي حاکميت ټينګښت پيداکړي،ددولت وسلوال مخالفين به دبشري ځواک دقوت اوملاتړ له اړخه کمزوري شي بلکې دا ستړى ملت به يوځل بيا خپله لاره اوتګ لاره بدله کړي.

په دې کې شک نه شته چې ددغه فرمان تطبيق به دهېواد دولسمشرپه وړاندې ډيرې ستونزې راپيداکړي ځکه چې کله قانون تطبيقيږي نو ورسره سم دقانون دتطبيق په اساس دحکومت ډير لوړ پوړي اوټيټ پوړي مامورين چې په اداري فساد کې ښکيل دي دقانون منګولوته سپارل کيږي ددوى شريکان به دحکومت دکمزورۍ هڅې پيل کوي ،ګوندي معاملې بربنډيږي ،په اداري فساد کې ښکيل مامورين ولسونوته په ډاګه کيږي ،کمزورې ادارې په ګوته کيږي،دګټو په اساس قومي سيالۍ زور اخلي ،دځينو هېوادونه مداخلې زياتيږي ،دلس کالونو دستونزو او ننګونو اصلي عاملين هم پيداکيږي،دقانون دتطبيق په وړاندې پراته خنډونه هم حکومت ته جوتيږي بلکې په دې هېواد کې دقانون تطبيق سترې حوصلې ،قربانۍ ،ملي عزم ،جديت او قاطعيت غواړي ،نو دهېواد ولسمشرکه په واقعي توګه دخپل فرمان پلي کيدل غواړي نو ورسره څنګ بايد دقانون ماتونکو ډلو ،مافيايي کړيو ،زور واکانو دفعاليت،غاصبينو،فاسدواشخاصو ،ناروا تبليغاتو ،بهرنيو فشارونوسره دمقاومت اومبارزې زغم هم ولري.

دا يوه ملي اړتيا ده چې ولسمشرنور په پوره جديت ،قاطعيت او قانونيت سره دټولو هغه ستونزو ،ناخوالو ،ننګونو ،خنډونو ،بدمرغيو اوبې عدالتيوپه وړاندې مبازره وکړي کوم چې په دې تيرو لسو کالونوکې يې دډيرو پرمختګونو اوبدلونونو مخه ډب کړې وه ،پروا نه شته که په دې لاره کې ولسمشرله ستونزو سره مخامخ شي بلکې دقانون په تطبيق سره به په دې خاوره کې مېشت ځوريدلى ،کړيدلى او درديدلى ملت ډير خوښ او خوشحاله شي کله چې ددغه مظلوم او ځوريدلي ملت زړونه راخپل شي په واقعيت کې دلوى خداى پاک ج خوښي ترلاسه کيږي چې دا رضايت او خوښي په دنياوي او اخروي لحاظ ډير غوره وي.

دولت بايد په دې هم وپوهيږي چې وروستى فرمان ددې حکومت وروستى ازمون دى که دغه فرمان يواځې نمايشي بڼه خپله کړه نوراتلونکي حالات به دتيرو لسيزو په شان وي اوبس.