انور شاه زيارمل
سهيلي پښتونخوا شارګه
د ليک د اختصار په لحاظ به مو ږ خپله خبره د نونسمي پېړۍ اخري کلونو او د امير دوست محمد خان د دورې څخه راپيل کړو. دغه وخت که يو خوا پېرنګيان تر کوټي، سيوۍاو کندهاره پوري رسېدلي وو. بلي خوا د اباسين پر غاړه د خيبر تر دروازې پوري ور رسېدلي وو.
بلي خوا د افغانستان په شمال کښي روس، منځنۍ ايشيا، (تاشقند ، ثمرقند، بخارا ، ترکمنستان) سره سرحدي معاهدې شوي وې. په دې ډول د روس اثرورسوخ د امو درياب تر غاړي پوري راورسېدی. روس د امو درياب له غاړي د اباسين پر غاړه قابض په جنګي فضا کښي په سرو سترګو کتل. لاکن پېرنګي دغه وخت د افغانستان په حواله د ټيکاو پاليسي يعني نه مخي ته تګ کول او نه وروسته تللو. مانا هم هلته يې پښې ټينګي کړي خو بيا هم په انګلستان کښي په 1847کښي قيادت بدل او بينجمن ډيزرلي د انګلستان حکمران شو. هم دغه وخت د افغانستان حکمران امير دوست محمد خان په حق ورسېدو. د انګلستان نوي قيادت د ټيکاو زړه پاليسي بدله کړه او په کابل کښي حکمران امير شير علي خان ته يې د تړۍ (دهمکۍ)ورکولو لپاره کابل ته وفد ولېږی او مطالبه يې وکړه چي افغانستان دي پېرنګيانو ته پر خپل سرحداتو باندي د پېرنګي فوجي افسرانو کښېنستلو اجازه ورکړي. امير شير علي خان د روس ګاونډيتو ب له کبله د پېرنګي دا غوښتنه رد کړه. په داسي حالاتو کښي چي موږ غور وکړونو د روس پر افغانستان باندي اثرات او مخ په وړاندي تګ پېرنګی وار خطا کړی وو. دغه وخت پيرنګيانو پر امير شير علي خان باندي فشار واچولو. امير شير علي خان د زار روس څخه امداد و غوښتو خو هغه وخت روس ته په تلو کښي کامياب نه شو او مزار شريفي ته راغلی او د مايوسي په حال کښي له دنيا څخه رخصت شو. د امير شيرعلي خان تر مرګ وروسته يعقوب علي خان د جېل نه راويستل شو او د پېرنګيانو سره يې درې(۳) نکاتي معاهده لاس ليک کړه.
۱. افغانستان به خارجي اړيکي د پېرنګي په خوښه کوي.
۲. خيبر، کرمه، سيوۍاو پښين ضلعې به پېرنګيانو ته حواله کوي.
۳. په کابل او نورو مهم ځايونو کښي به د پېرنګي مستقل استازی ناست وي.
د دې په بدل کښي به پېرنګيانو امير يعقوب علي خان ته شپېته زره پونډه د کال ورکول. هم دغه وخت دکيو کناري په مشري کښي يو وفد کابل ته ورغلی تر يوه نيمه يا دوې مايشتي تېرولو پس دا وفد سره د کيو کناري ووژل شو. د ده د قتل پس پېرنګي سم دستي پر افغانستان باندي حمله وکړه او امير يعقوب علي خان معذول کړل شو. هندوستان ته يې بندي بوتلی د امير يعقوب علي خان تر جلا وطني وروسته په روس کښي جلا وطن امير عبدالرحمن افغانستان ته را وستل شو. د پېرنګي او امير عبدالرحمن تر ميان معاهده وشوه په دې معاهده کښي پريکړه وشوه چي افغانستان به د پېرنګي منشا بغير د بېروني نړۍ سره هيڅ قسم اړيکي نه ساتي بلي خوا روس هم په قراره نه وو ناست خو له بده مرغه د روس او جاپان ترميان جنګ وشو په جنګ کښي روس ماته وخوړه . انګلستان د روس له دې کمزورۍ څخه ګټه تر لاسه کړه او د افغانستان په اړه د دواړو قوتونو تر ميان لوظ نامه وشوه. چي روس به د افغانستان سره د هيڅ ډول اړېکي نه ساتي. د افغانستا ن په هکله به سياسي خبري د پېرنګي سره کوي. روس د انګلستان څخه وعده واخيسته چي پېرنګی به د افغانستان نوري علاقې نه نيسي.
په دغه وخت کښي امير عبدالرحمن پوه شو چي افغانستان د پېرنګي څخه خپلي بايللي علاقې نه شي اخيستی نو د مجبوری او بېوسۍ يې معاهدې ته غاړه کښېښووله.
په1893 کښي د ډيورنډ معاهده لاس ليک کړل شوه. د دې معاهدې پس د پېرنګي اثر ونفوذ نور هم زيات شو او په 1901کښي د امير عبدالرحمن پر ځای امير حبيب الله خان حکمران شو.د 1919 پوري دې دورې دوام ودرلود. د حبيب الله خان د حکمرانۍ په دوره کښي پېرنګي سامراج په جنګ عظيم اول کښي ښکېل شو. بلي خوا د افغانستان په شمال روس کښي عظيم سوشلسټ اکتوبر انقلاب1917 ټوله سرمايه دارانه نړۍ په لړزان کړه. هم دغه وخت په افغانستان کښي غازي امان الله خان په1919 کښي واک او حکمراني تر لاسه کړه. غازي امان الله خان جهان پوه سياست مدار وو. نوموړی ترقي پسند ،روشن، فکراو ساينسي فکر لرونکی انسان وو. د نړۍ پر حالاتو يې نظر وو. تر ټولو لومړی يې د انقلابي روس څخه د افغانستان ملت پالني معاهدې ضد سامراج بنسټونه کښېښودل افغان ملي اردو (فوج) يې پر جديدو خطوطو استوار کړه تعليم، مواصلات، کرهڼه او روغتيا ته يې خصوصي توجه ورکړه. خو له بده مرغه د افغان په کور کور کښي لېوه لنګه وه. پېرنګي و مذهبي بنياد ګري ته پکی و واهه. د کوم په نتيجه کښي چي غازي امان الله خان په 1929 کښي په جلا وطني مجبور کړل شو. د غازي امان الله خان تر جلاوطني وروسته پېرنګيانو خپل ګوډاګی بچه سقه ته تخت کابل حواله کړو. د بچه سقه تر9 مياشتي حکمراني وروسته نادر شاه د افغانستان حکمران شو. نادر شاه د افغانستان د حکمرانۍ بنياد په شاهي جرګه ايز نظام واړاوه چي تر ظاهر شاه پوري يې دوام درلود.په 1973 کي ظاهرشاه خپل د اکا زوی سردار محمد داود خان له حکمرانۍ څخه لېري کړو اوهم هلته په اټلي کښي د جلاوطن په توګه پاته شو. په داود خاني دور حکمراني کښي خلق ډيموکريټک پارټۍ په ملي اردو(فوج) او نورو ادارو کښي اثر و نفوذ پيدا کړی اخر پای پر 27 اپريل 1978 کښي سردار محمد داود خان سره د اولادو قتل کړل شو. د خلق پارټۍ له خپلو ميانځنيو اختلافاتو څخه په تاړ کښي ناست دښمن ګټه پورته کړله چي د هغو په سر کښي پاکستان، عربي نړۍ، يهوديان ، عيسايان او دهري چين په دې اړوند سازشونه پيل کړل. پاکستان يې د عالمي دهشت ګردۍ اډه جوړه کړه او د افغانستا ن له لاري يې روس او کيمونسټ نظام په نښه (هدف)کړو. د دې په پايله کښي سرمايه دارانه نړۍ د شلمي پېړۍ په اخري لسيزه کښي بر لاسې شوه او د روس کيمونسټ نظام شکست وخوړ.هم دا سبب وو چي په افغانستان کښي خلقي نظام شکست پذير شو او اخري حکمران شهيد ډاکټر نجيب الله په کال 1996 د شهادت رتبه تر لاسه کړه. د خلقي دور حکومت ډېر تنقيدي جاج اخيستل شوی دی او د ناکامۍ پړه به يې پر انقلابي قيادت باندي اچول زياتوب وي. ولي چي په ټوله نړۍ کښي د کيمونسټ نظام تر ناکامۍ وروسته په افغانستان کښي ساتل ناممکن وو. په دې هکله يوه خبره ښکاره ده چي د ښو اړيکو بنيادونه د افغانستان تر ټولو غير متنازعه حکمران غازي امان الله خان ايښي وو. چي بيا تر خلقي دور حکمراني پوري لا نور قوي شو.
مجاهدين دور حکمراني:
په دې دور کښي په کابل کښي عملاً د پنجابي، يهودي او سعودي وهابي واکمني وه او د اسلام اباد حکمرانانو د کابل په پل خښتي جمات کښي د شکراني نفلي لمنځونه ادا کړو. د افغانستان لرغوني شتمنۍ چور تالا شوې د تاريخ ور مسخ کولو هڅي يې وکړې. خو چي کله مجاهدين ناکامه او بد نام شول نو د مجاهدينو بچان يې د مدرسو څخه را و ايستل او کابل تخت يې ور حواله کړ. په دغه دور کښي سعودي وهابي خپله باچايي په افغانستان کښي عملاً جوړه کړه او د تاريخي تهذيبي ټکراو بدل يې په باميان کښي د افغان لرغوني تهذيب بودايي اثار يې په بارودو والوزول.دغه مهال ۹/۱۱ کښي پېښه په امريکه کښي وشوه دې پېښي د افغانستان تقدير بدل کړو. هغه قوتونه چي تېر څلويښت کاله د افغانستان د ګاونډي تور ګل سره ملګري وو د افغانستان ملګري شول د بون کانفرنس په نتيجه کښي په افغانستان کښي د ائيني حکمرانۍ بنياد کښېښودل شو، چي تر اوسه لا دوام لري او ښاغلی حامد کرزی د ائيني حکمراني دويم ائيني دور پوره کولو ته رسېدونکی دی او د انتخابات دريمه پروسه په راتلونکي کال کښي کيږي.له دې څخه پرته د رسنيو په وسيله دستياب شمېره کښي افغان ټولنه د ژوند په هر ډګر کښي د تور ګل په مقابله مخ په وړاندي روانه ده. ملي اردو(فوج) او پوليس يې د تکميل په پړاو کښي دی. نوي ځوانان يې په صحت منده ماحول کښي په ملي او نړيوالو لوبو کښي برخي اخلي.موسيقي ، تعليم، ريلوې لائن ، جديد ښارونه او لنډي لاري د جوړولو پر لور باندي رواني دي« د تره کي صاحب د( نوي کال خوب)په رښتيا کېدو دی». ملي اردو (فوج) او پوليس کارکردګي په بېلابېلو ځايونو کښي په مړانه او د ملي خدمتګارۍ په جذبه تر سره ورسولو. کرنسي يې ورځ په ورځ مخ په وړاندي روانه ده. بينکنګ، ګمرک او د ټيکس نظام يې هم د وطن په فعالو ادارو کښي ډېر په زړه پوري کردار لوبوي. معدنيات يې خوندي دي بهرنۍ قرضه ورباندي نشته ماحولياتي الودګي نه لري خلګ يې کم دي ځمکه يې پراخه ده د بريښنا او داسي نوري ملي منصوبې چي د هيواد په ګټه د نړۍ په مرسته مخ په وړاندي رواني دي. دغه ډول ګزارشات د افغانستان په حواله د اميد او تسلۍ څرګندونه کوي، همدغه وو د افغانستان حال!
مينه والو اوس راځو چي د تور ګل څه حال دی؟
د تور ګل پر حالاتو که نظر واچوو نو بيا به څه شاته ځو، د اکتوبر انقلاب او دويم عالمي شوشلسټ بلاک څخه د تمامي نړۍ محکوم اقوام حق خود اراديت، قومي جمهوري ازادي نعرې، په برصغير کښي ضد سامراج تحريکونه پېل شول او برطانوي سامراج د بر صغير څخه د تيښتي په حال کښي وو. سرمايه دارانه نړۍ قيادت امريکه ته سپارل شوی وو. ټولي غربي نړۍ د سوشلزم پرخلاف د امريکا په قيادت کښي د جنګ کولو هوډ کړی وو. چي کميونيزم ته به شکست په افغانستان کښي ورکوو. پربرصغير باندي انګريز دوسوه کاله حکمراني کړې وه. هغه د دې خطې د مستقبل په سياست هم پوهېدو او هم يې و منزل او مقصد ته د رسېدو بندوبست کړی وو. لومړی يې هندو مسلم تضاد او بيا يې د دوه قومي نظريه پر بنياد د مذهبي قوتونو حوصله افزايي شروع کړه او مذهبي ادارې يې خلاصي کړې. چي وروسته کښي به يې د روس پر خلاف په کار راوستلای شوې . د انګريز افغانستان په تناظر کښي چي ورته وګورې نو بيا د فخر افغان باچاخان بابا د فلسفه عدم تشدد تائيد او جواز پيدا کيږي. شايد چي باچاخان بابا پوهېدو چي د نړۍ د سانډاګانو جنګ به د افغان په خاوره د مذهب په نامه په شلمه پېړۍ کښي انجام ته رسيږي.
بهر حال د برصغير د تقسيم ډرامه عملي شوه. پاکستان د دوه قومي نظريه پر بنياد پر څورلس اګست 1947 کښي جوړ شو. موږ پښتانه د کانګرس ملګري وو. کانګرس د وفا پت له پښتنو سره ونه پاللو او موږ 60 کاله بې نامه د پاکستان برخه وو. افغانستان لومړنی هېواد وو چي اقوام متحده کښي يې د مملکت خدايداد مخالفت وکړو له هغې ورځي څخه افغانستان په خطه کښي د متل په ژبه:
د سپيو په منځ کښي
د خپلو شومو مقاصدو دپاره
د ګيدړي پوست جوړ شو
ولي چي د نړۍ پاکستان خپله اډه افغانستان مورچه او روس نښانه وو. د مضمون د اوږد والي سبب مينه والو زه د دا ثابت کولو کوشش کوم چي د افغانستان او دمغرب يا انګريز دښمني افاقي نه بلکې د روس ګاونډي توب سټيټيجک ارزښت او نظرياتي سياست دی. چي له زار شاهي څخه را نيولې بيا يې د شلمي پېړۍ تر اخري لسيزي پوري دوام درلود. په دغه دوره کښي افغان دښمن ګاونډي ملک شپېته کاله په مزو کښي تېر کړو. د کې جي بي KGBاو سي ائي اې CIA په جنګ کښي يې خپل ځان د دنيا اتم ايټمي طاقت وګرزاوه او د اقتدار واک يې زياتره د فوجي جنرالانو سره وي. دا ملک د خپل تاريخ په نيم عمر کښي دوه اندامه شو. بيا ذوالفقار علي بهټو،عبدالولي خان ، مفتي محمود، نصرالله خان او نورو بېشمېره سياستدانانو د 1973 آئين ورکړو خو چي کله د ثور انقلاب کېدو وخت وو. نو فوجي جنرالانو د نظام مصطفی په نامه ضيايي مارشالا پر ملک باندي وتپله او دا مارشالا د ملک معاشره ، معيشت ، ادارې، ثقافت يې د تباهي سره مخامخ کړو.په 1988 کښي د جنرل ضيا تر مرګ وروسته د څه مودې لپاره تش په نامه جمهوري دوره راغله. خو اخر پای 1999 د اکتوبر په ۷ مه نيټه مهاجر جنرال پرويز مشرف د پنجابي سياست دان نواز شريف اقتدار ختم کړو او نوموړی يې بندي او وروسته يې جلاوطن کړی دې پېښي د پاکستان د سټيبلشمنټ چي د پنجابي او د مهاجر په شريکه مضبوط بنيادونه يې وښورول او مهاجر پنجابي اتحاد په دښمني بدل شو. د مشرف په دور حکمراني کښي په فوج کښي اينټي صوفي ډلي کلچر راغلی. بهټو وژن يې د عسکري، تعليمي ادارو په نصاب کښي شامل شوو.د بېنظير بهټوسره د NRO لاس لیک وشو او بیا په 27 اکتوبر 2007 کښي په پنډۍ کښي شهيده کړل شوه. دې شهادت د پاکستان پر بنيادو باندي ډېري منفي اغيزې واچولې.
د يادوني وړ ده چي پاکستان په خپل 65 کلن تاريخ کښي توره بلا(اسټيبلشمنټ) ساتلې ده. د دې بلا خوراک انسانان او ملکونه دي . د نظريه پاکستان په نامه نظرياتي سرحدات او توسيع پسندانه ارادې چي دوی يې خپل حق ګڼي او د اقبال په ژبه:
ہم ہیں مسلم سارا جہاں ہمارا
پر دې بنياد د افغانستان خپله پنځمه صوبه جوړول او د هندوستان سره افاقي دښمني د دهري او بې دين چين سره تر هماليه اوچتي دوستي لپاره که 18 کروړه اولس واشه خوري نو خير دی.
وہ وقت گیا جب تورگل فاختے اڑایا کرتا تھا
نن د خطې حالات بدل شوي دي، کم عقله هم پوه شوي دي چي د چا څخه راپېښه ده. د کې جي بي او سي ائي اې په جنګ کښي يې ډېري مزې وکړې اوس يې د مزو وخت تېر شوی دی. د اقتصادي سياسي، معاشرتي، لساني ستونزو سره مخامخ دی. د کيري لوګر بل په ذريعه د فوجي حکمرانی باب تړل شوی دی. پوسټ امريکن سيټ اپ ان افغانستان په بله مانا حقاني نيټ ورک ، امريکي کانګريس د دهشتګرد ډلي ګرځولو قرارداد پيش شوی دی. په کراچۍ کښي په تېر 24 جولائي باندي د چين پر سفارت باندي بريد کومه مانا ښندي. د بلوڅ تحريک ازادي په حق کښي په امريکه کښي قرارداد، دپنجابي سره د پنجابي سرائيکي تضاد په مجموعي ډول په ټول هېواد کښي نا اميدي جنګ خوښی اسټيبلشمنټ په دې مجبور کړی دی چي نور د غلطيوګنجائش نشته.
قدرمن مينه والو!
په ځانګړي ډول د جنوبي ايشيا د ذکر پر مهال د هندوستان ذکر ارومرو اړتيا لري. مملکت خدايداد د هندوستان تقسيم په نتيجه کښي جوړ شو د هندوستان او پاکستان دښمني په جار وه کله چي دنيا دوه قطبي وه هندوستان د ترقي پسند او غير وابسته نړۍ ملګری وو پر جمهوري نظام يې کلکه عقيده او ايمان وو خو چي روس مات شو کيمونسټ نظام را نسکور شو. نو د هندوستان ضرورت نړۍ ته نور هم زيات شو د چين په مقابل کښي په افغانستان کښي د ګاونډيانو د مداخلت د مخ نيوي دپاره د هندوستان د کردار د ملاتړ اعاده په وارو وارو د امريکې حکمرانانو کړې ده. د سيمي د سياست يو مخ بدلون د پرون دښمنان د نن دوستان شول پرون چي کوم قوتونه د افغانستان مخالف وو هغه نن د افغانستان د دوستۍ محتاج شول په دې دوستي کښي له يوه څخه زيات عوامل شامل دي. لکه د روس ماتېدل، د ګوادر سره د وسط ايشيا وسائل ته د تګ لاره په سيمه کښي د د هري چين او د هغه په مقابل کښي هندوستان ته طاقت ورکول د افغانستان څخه بنياد ګري ختم کول شامل دي ولي چي نړۍ ته د منځنۍ ايشيا د وسايلو دپاره د پر امنه او جمهوري افغانستان ضرورت دی. د طاقت د نوي مرکزو په حواله Try Angular Strategic Factيو لوی مثال دی ډيلي واشنګټن دفاعي معاهده بيا ډيلي کابل دفاعي تړون او وروستۍ امريکه افغانستان دفاعي معاهده دا چي په اصطلاح باندي ورته درې ملکي معاهده ويلای شو د جنوبي ايشيا د طاقت په دې نوي توازن کښي ګټه افغانستان ته رسيږي اوکه د مستقبل پر سيال قومونو باندي چي موږ نظرواچوو نو موږ ته لوی افغانستان په نظر راشي. دغه معاهدو کښي د سيمي طاقتورو قوتونو امريکه، ناټو او په شمول د هندوستان دا ذمه واري اخيستې ده چي په افغانستان کښي به بېروني مداخلت او د بېروني لاس وهني د مخ نيوي لپاره په شريکه خپلي ذمه واری تر سره کوو او دا خبره څرګنده ده چي تېر 65 کاله تجربه موږ ته دا راښيي چي د افغانستان له هندوستان سره ښې اړيکي وي. نو د افغاني ننګ شمله به يې هسکه وي. په دې مقابل کښي مملکت خدايداد د اسامه بن لادن په اېبټ اباد کښي مرګ دې ځای ته رسولی دی چي نړۍ ته وايي ما مه شمېره در ګډ يم. خو دنيا يې بيا هم په دې نور باور نه کوي.
خو د بچاو يې يو صورت ممکن په نظر راځي چي دا ملک په جمهوري او ائيني لاره روان کړي قوميتونو ته جمهوري ، سياسي ازادي ورکړي. بېروني نړۍ خصو صاً په افغانستان کښي مداخلت بند کړي. په جغرافيايي بنيادونو باندي د صوبو تشکيل وکړي قبائيلي علاقې د پښتونخوا د اسمبلۍ برخه جوړه کړي. د يو ارب ابادۍ وطن هندوستان سره امن پر مخ بوزي په مورنۍ ژبه کښي بچيانو ته د تعليم بندوبست وکړي د سيکورټي سټيټ دي په ويلفيئر سټيټ بدل کړي. سينيټ ته دي د بجټ جوړولو اختيار ورکړي نو بيا کېدلای شي چي و پاکستان ته د نوري نړۍ سره د امن او خوشحالۍ ژوند ورنصيب شي.