پېښور:د افغان ولس لپاره د سعودي مرستندويه کميټې د پېښور په دوه سيمو کې په زرو (1000) استاذانو د روژه ماتي (افطار الصائم) په نوم مرستې وويشلې، دغه مرستې چې په زر (1000) کارتنه خوراکي توکو مشتملې وې او په هر کارتن کې (لس کيلو وريجې، پنځه ليتره غوړي تيل، پنځه کيلو بوره، دوه کيلو دال، دوه کيلوبيسن، دوه کيلو کجورې، يو کيلو تانج شربت، دوه کيلو وچې شودې،نيمه کيلو مالگه، نيمه کيلو تور چاى) ځاى په ځاى شوي وه دا مرستې د پاکستان سيلاب ځپلو لپاره د شاه عبدالله کمپاين لخوا چمتو او د افغان ولس لپاره د سعودي مرستندويه کميټۍ په همکارۍ پېښور كې د افغاني ليسو او مدرسو په استادانو وويشل شوې، نوموړې مرستې د بورډ په مريم ليسه او د چغلپورې په معهدالتراث الاسلامي كې په پاكستان كې د افغانستان اسلامي دولت پوهنې اتشې سره په همغږۍ وويشل شوې.د دغو مرستو د ويشلو پر مهال د مرستندويه کميټې عمومي مدير ډاكتر خالد محمدالعثماني دکميټې په نمايندګۍ د بې وزلو سره خواخوږي څرګنده کړه او خپلو بې وزلو ورونو ته يې د لا زياتو مرستو ډاډ ورکړ، او زياته يې کړه چې دا مرستې د هغه دوامداره مرستو لړۍ ده کومې چې د سعودي مسلمان ولس د مسلمانو پاکستاني او افغاني بې وزلو سره کوي.د يادونې وړ ده چې د سعودي کميټې د خپل تاسيس د لومړۍ ورځې راپديخوا د پاکستاني او افغاني بې وزلو ورونو سره په پرلپسې ډول مرستې کوي او په هره برخه کې يې د هغوى مشکل حس کړى او د مرستې اقدام يې کړى دى.د يادونې وړ ده چې د مرستې د ويشلو پرمهال افغان جنرل قونصل او د پوهنې اتشې رييس اوپاكستان كې د افغان كډوالو چارو كمشنر هم موجودوو.