اسلام اباد:پاکستان وئيلي دي چې دپولې پورې غاړې څخه دترسره کيدونکو بريدونو معامله يې دنړيوالو ائتلافي ځواکونو( ايساف ) او افغان حکومت سره راپورته کړې ده.دافغانستان له لوري پاکستان کې دپولې دپورې غاړې څخه دبريدونو په اړه دځينو راپورونو په ځواب کې دپاکستان دخارجه دفتر يو وياند وويل تازه ستر بريدونه اوس اوس په دير او باجوړ ايجنسۍ کې په ترتيب سره دجون په 24مه او جولايۍ په 12مه نيټه ترسره شوي. هغه وويل دپولې دپورې غاړې څخه ترسره شوي دغه بريدونه په کاميابۍ سره په شا تمبول شوي.وياند وويل په دې اړه ځانگړى خيال ساتل کيږي چې ډزې يواځې تر هاغو سيمو پورې محدودې وساتل شي دکومو اړخونو څخه چې زمونږ په سرحدي پوستو بريدونه کولى شي.دخارجه دفتر وياند وويل پاکستان کې دپولې دپورې غاړې څخه دترسره کيدونکو دغو بريدونو په اړه ايساف سره د سرحد دهمکارۍ دميکانيزم په ذريعه فعاله بحث روان دى او دغسې دپاکستان او ايساف ترمينځ دخپل مينځي درناوي او گټو په اساس کيږي