د زابل ولايت د والي وياند محمد جان رسوليار وايي چي نن سهار په شملزيو ا ولسوالۍ کي د سړک غاړي ماين د دې اولسوالۍ اولسوال شاه خان وژلى .
نوموړى وايي چي د اولسوال ترڅنګ دوه ساتونکي هم وژل سوي.
همدا ډول نوموړى زياتوي چي ياد کسان هغه وخت پر ماين وختل چي کله په ياده سيمه کي په ګزمه بوخت ول.
په دې اړه تر اوسه کومي ډلي څه نه دي ويلي.