کور / تازه خبرونه / افغان ملت ګوند د پاکستان وروستي بریدونه غندي

افغان ملت ګوند د پاکستان وروستي بریدونه غندي

پېښور:افغان ملت ملي مترقي ګوند په کنړ او نورستان ولایتونو د توغندیو بریدونه په کلکه غنديد تیرو څو هفتو راهیسې د کنړ او نورستان په سرحدي ولسوالیو د پاکستان لخوا په مسلسله توګه د توغنديو بریدونه دوام لري چې په نتیجه کې یې دې سیمو کې میشت مظلوم او بې ګناه وګړي په شهادت رسیدلي او هم یی په کافي اندازه مالي تاوان رسولی دی .د انجینیر اجمل شمس په مشرۍ د افغان ملت ملي مترقي ګوند دا عمل په کلکه غندي او پاکستاني چارواکو نه غوښتنه کوي چې دا بریدونه په فوري توګه بند کړي . پدی ارتباط د افغانستان حکومت او په خاصه توګه ولسمشر حامد کرزي د احساساتو پر ځای د تحمل اوتدبر نه کار اخیستی او څو څو وارې یې په پاکستاني حکومت غږ کړی چې دا بریدونه ودروي .د افغانستان حکومت او ولس د خپل ګاونډي هیواد پاکستان سره د ښو او دوستانه اړیکو غوشتونکي دي او دواړه هیوادونه بایدپه همدې روحیه په شریکه د تروریزم پر ضدمبارزه وکړي . که چیرې په افغانستان بریدونه پدې بهانه کیږي چې دلته پاکستاني طالبانو پناه اخیستې او په دوی بریدونه کوي نود پاکستان حکومت کولی شي چې د ډیورنډ د لیکې نه اخوا ددوی مخه ونیسي نه دا چې زمونږ په مظلوم ولس باندې د توغندیو بارانونه جوړ کړي .د یادونې وړ ده چې ولسمشر کرزي په یو خبري کنفرانس کې په ډاګه کړه چې غواړي چې د خبرو اترو له لیارې د دې مسلې حل راوباسې او که د افغانستان لخوا هم عمل باالمثل وشي نو احتمال شته چې د پولې نه اخوا ولسونو ته مرګ او ژوبله واوړي او افغان حکومت په هیڅ صورت داسی نه غواړې ځکه هلته هم زمونږ ورونه قومونه اوسیږي . پاکستان باید د ښه ګاوندیتوب د اصولو او د نړیوالو موازینو په رڼا کې نور باید دابریدونه بند کړي .