په پاکستان کې د خبریال ویبپاڼې د بندیدو په اړه
د افغانستان د ژورنالستانو خپلواکه ټولنه د پاکستان له لورې پر خبریال ویب پانې د دغه هیواد په خاوره کې لګلیدلی بندیز د نړۍ د مهذبو ملتونو له مدني مسوولیتونو او ذمه واریو او په دې لړ کې د بیان د ازادۍ او بشري حقونو د نړیوال کنوانسیون په تړاو پخپله د پاکستان له ژمنو څرګنده سرغړوونه بولي. تر دې وړاندې په پاکستان کې د افغانستان سفیر عمر داود زي او د افغانستان د مخابراتو وزیر امیرزي سنګین په وار سره له پاکستاني چارواکو غوښتي و چې پر خبریال ویبپاڼه لګیدلی بندیز لیرې کړي ، خو ظاهرا داسې بریښي چې پاکستان لا هم د خپلو نړیوالو ژمنو خلاف په چوپه خوله پر خپل دریځ ولاړ دی. د خبریال د چلوونکو د معلوماتو او ادعا له مخې دغه ویپاڼه د نټ د فلتر کولو پر مټ نه یوازې د پاکستان په خاوره کې ، بلکه د افغانستان دننه د ډيورنډ کرښې ته په ورڅيرمه ولایتونو کې هم موندل کیدی او پرانستل کیدی نشي. د افغانستاتن د خپلواکه ژورنالستانو ټولنه په دې باور ده چې د خبریال په څير رسنۍ د پیښو او پرمختیاو د سم انځور په وړاندې کولو او ورسره د ولسي نظریاتو د خپرولو پر مټ د دواړو هیوادونو خلک یو بل ته نژدې کولی او ورسره د شکونو پر ځای متقابل باور غښتلی کولی شي. دا راز موږ دې حقیقت ته په کتو چې نړۍ اوس د یوه کلي بڼه خپله کړې ، په دې هم باور لرو چې نور د خولې د تړلو ، دخبرې د پټولو او په یوه کلمه د سانسور زمانه تیره شوې ده. دې هر څه ته په کتو د افغانستان د ژورنالستانو خپلواکه ټولنه یو وار بیا پر پاکستان غږ کوي چې د ښه نیت په ښودو د خبریال پر ویبپاڼه هسې چې ادعا کیږي د نټ فلتر ي بریدونه ختم کړي او پریږدي چې دغه ویبپاڼه د بیان د ازادۍ له حق نه په ګټې سره ازاد فعالیت وکړي.