تېره ورځ دكاناډا د بهرنيو چارو وزير ماكسيم برنير په يوه غونډه کې اعلان وکړ چې دکندهار والي اسدالله خالد په اداري فساد ککړ دى . ده دکندهار په هوايي ډګر کې دخپلې وينا پر مهال داڅرګندونې وکړې . دکاناډا دبهرنيو چارو وزير وويل چې که ولس مشر حامد کرزى داداري فساد مخنيوى کوي نو پکار دي چې په دې پوه شي چې ايا په دې اوسنيو شرايتو کې دکندهار اوسنى والي اسدالله خالد ددغي دندي وړدى ؟ هغه زياته کړه : (تاسو پوهېږئ چي دلته هر وخت د واليانو د بدلېدو پوښتنه راپورته كېږي، زه فكر كوم كرزى كولاى سي چي يو وړتيا لرونکى كس د نوى والي په توګه راولېږي.)ښاغلى کرزى بايد داپوښتنه ځواب کړي . ددې خبر تر خپرېدو وروسته په کندهار کې دلر اوبر ويپاڼي همکارانو دکندهار ديوشمېر ښاريانو غبرګون راواخيس چې ډېره برخه وګړو يې دکاڼاډادبهرنيو چارو دوزير دڅرګندونو ملاتړ وکړ.
سليان وويل : دکاناډا وزير چې کمه خبره کړې ده ښايي درواغ به ځکه نه وي چې زموږ والي صاحب تر ولس ډېره رابطه پخپله دکاناډايانو سره لري او ترډېره بريده يې هغه خلک ښه پېژني . موږ ته خو هسي هم والي صاحب او کاناډايان دواړه نابلده دي دوى پخپله ښه سره پوهېږي .
توريالى: زه په سياست نه پوهېږم خو دومري ويلاى شم چې والي صاحب که غل نه وي نو دي دبيارغونې دپيسو حساب دکندهار ولس ته ورکړي . ښاغلى اسدالله خالد ولي دبيا رغونې دپيسو حساب نه ښکاره کوي ؟ حتماً يوڅه سته که نه نو موږ خو دده بيا رغونه نه ده ليدلې .
عبدالبصير: کاناډايان پخپله دخپلو ټيکه دارانو څخه ولي پوښتنه نه کوي او خلک خو دا هم وايي چې کاناډايان پخپله په درغليو کې ښکېل دي او له خلکو څخه په ټيکو کي حساب او حصه اخلي دکاناډا دبهرنيو چارو وزير هغه کسان ولي نه نيسي . وزير صاحب دي دولايتي بيارغونې له ټيم څخه هم پوښتنه وکړي چې څومره پيسې يې دکندهار پر نوم راوړي دي او څومره يې خرڅي کړي دي ؟ دا خلک هسي زموږ چارواکي تورنوي .
خالد احمد:دادکاناډا دبهرنيو چارو دوزير تورنه دى يو حقيقت دى چي په اصل کې ډېر تريخ دى او خداى شته زه ورباندي شرمېږم . دکندهار دوالي په اړه په اول سر کې داويل کېدل چې ډېر پاک سړى دى خو وروسته دده له ځينو کړنو څخه معلومه سوه چې په اداري فساد اخته دى ، هغه په دې چې نوموړي هيڅ وخت يو کس له ځان سره نېژدې نه دى پرېايښى او کله چې ځيني کسان په دې پوهېدلي دي نو والي صاحب يا خو دهغوى دبدنامه کولو کوښښ کړى يا يې هم هغوى له ځانه ډېر لېري ټېله کړي دي .که والي صاحب په اداري فساد اخته نه وي نودي داوپراتيفي، او بيارغونې پر نوم دراټولو شويو پيسو حساب ښکاره کړي تر نورو به موږ ورتېرشو .
پورتنۍ څرګندونې دکندهار يوشمېر اوسېدونکو لراوبر ويپاڼي ته وکړې او تر اوسه په دې اړوند موږ نه يو توانېدلي چې پخپله دکندهار دوالي اسدالله خالد غبرګون ترلاسه کړو .