کور / تازه خبرونه / له ایران سره پر پوله نا امنۍ ډېري سوي

له ایران سره پر پوله نا امنۍ ډېري سوي

خدمتګار ورځپاڼې ورځپاڼې په خپل یوه مطلب کې له ایران سره پر پوله د افغانستان په ځینو سرحدي سیمو کې د ناامنیو په اړه یو مطلب خپور کړی.

په مطلب کې د هرات د امنیې قومندان سید اقا ثاقب خبرې راخیستل شوي، چې وايي، په دې وروستیو کې له ایران سره پر پوله د هرات په یو شمېر سرحدي ولسوالیو کې نا امنۍ زیاتې شوي دي.

په مطلب کې د نوموړي له قوله راغلي، دغه ناامنیو په دې سرحدي ولسوالیو کې د تازه وسلوالو ډلو له خوا رامنځته کیږي.

خدمتګار په دې اړه د یوه افغان کارپوه نظر هم راخیستی، چې ادعا کوي، د ایران په ځینو ولایتونو کې د افغان دولت د وسلوالو مخالفینو د روزنې مرکزونه رامنځ ته شوي.

محور ورځپاڼې خپله سرمقاله د هغو راپورونو په اړه لیکلې چې وايي، ناټو له وتلو وروسته په افغانستان کې خپل پوځي تاسیسات ورانول غواړي.

محور په دې اړه د وسوالو طالبانو دریځ ته هم اشاره کړې، چې په یوې اعلامیې کې یې ویلي، د دغو تاسیساتو ورانول معقولیت نه لري او دا د افغانان حق دی.

ورځپاڼې لیکلي وسلوالو طالبانو له دې موضوع نه تبلیغاتي ګټه پورته کړې.
محور لیکلي، که وسلوال طالبان د ناټو پوځي تاسیسات د افغانانو شتمني بولي، نو بیا ولې په خپلو عملیاتو کې پلونو، سړکونو، ښوونځیو ته زیانونه رسوي.

محور په خپل مطلب کې د افغانستان د دفاع وزارت دریځ هم راخیستی چې ويلي یې دي، په هېواد کې د نړېوالو ځواکونو شاوخوا یو زرو درې سوه ګارنیزیونونه باید افغان ځواکونو ته وسپارل شي.

ویسا ورځپاڼې په خپل یوه مطلب کې د تاجکستان له خوا له افغانستان سره د پولې په تړل کیدو تبصره کړې.

ویسا لیکلي له تاجکستان سره د پولې له تړل کیدو داسې ښکاري چې د افغانستان په شمال کې امنیتي وضعیت له پخوا خرابیدای شي.

لیکوال ویره څرګنده کړې، چې هسې د وسلوالو د راوښتلو ستونزه له پاکستان سربیره له تاجکستان سره پر پوله هم پیدا شي او تاجک وسلوالې ډلې خپل فعالیت افغانستان ته راغوځوي.

ویسا لیکلي د بدخشان چارواکو غوښتنه کړې چې له تاجکستان سره پر پوله دې امنیتي ځواکونه ډیر شي، تر څو د تاجک وسلوالو د رااوښتو مخه ونیسي.

هېواد دولتي ورځپانې د خپلې نننۍ ګڼې په سرمقالې کې د میدان وردګو ولایت په امنیتي وضعیت تبصره کړې.

په سرمقالې کې د چک د ولسوال د وژل کیدو او تر هغې مخکې د وسلوالو مخالفینو له خوا په جلریز کې د پنځو کسانو د وژل کیدو پيښو ته په اشارې سره لیکلي، د میدان وردګو ولایت امنیتي وضعیت د اندیښنې وړ دی.

هیواد لیکلي که د میدان وردګو ولایت امنیت ته پاملرنه ونه شي، نو اغیزې به یې پر پلازمینې کابل هم پریوځي.