هغه عمليات چې په تيرودوو ورځوكې د ملي امنيت د منسوبينولخوا ددې ولايت په مارجې،نادعلي،سنگين ولسواليواود لښكرگاه په مربوطاتوكې ترسره شوي دي په پايله كې يې اوه ميله كلاشينكوف،دوه ميله پيكا ماشينگڼې،پنځه ميله ۳۰۳ برټوپكونه،اته پايې مخابرې،دوه عرادې موټرسيكل،يوميل تومانچه،۵۱ كړى بيلابيل ماينونه،شپږزره فيره د سپكووسلومرمى اويوه اندازه د ماينوپه جوړولوكې كاريدونكي وسايل نيول شوي دي.
له بلې خوا د يكشنبې په شپه د نهرسراج د بلوڅانوپه سيمه كې د ملي امنيت د منسوبينولخوا يوه عراده موټربم چې د ملاعبدالله اړوند اوپه لښكرگاه ښاركې د چاودنې لپاره چمتوكړى شوى كشف اوپه سيمه كې چاودنه وركړل شوه چې ددې چاودنې په پايله كې يې درى تنه ترهگراويوه نجلى چې ترهگرويې په كوركې شپه تيره وله وژل شوي يوه ښځه ټپي اويوتن ترهگرژوندى نيول شوى دى.
بل پلود دوشنبې په شپه د نادعلي په چوپاني سيمه كې د ملي اردود كوماندوځواكونولخوا د ځانگړيوعملياتوپه ترڅ كې څلورتنه ترهگروله درى ميله كلاشينكوف،اته كيلوگرامه تارياكواويوې پايې مخابرې سره نيول شوي دي.
همدا رنگه د يكشنبې په ورځ د مارجې ولسوالى په سيستاني سيمه كې د ملي اردوځواكونولخو درى تنه ترهگرچې يوتن يې د پاكستان د پنجاب ايالت اوسيدونكى دى له دوه ميله كلاشينكوف،۱۱۰ كيلوگراموتارياكواود ماين جوړونې د لارښود كتاب سره يوځاى نيول شوي دي.
د يادوشويودواړوعملياتوپه ترڅ كې ډزې نه دي شوې اوچاته مرگ ژوبله هم نه ده اوښتې.