درواغ او زخم
یو وخت دوه ملګري وه. دغه دوه ملګري کشپ او بیزو وه. یوه ورځ دوی مجلس کاوه چي څه شي ډېر بد دي، درواغ که زخم درد کوي. بیزو ویل زخم ډېر بد دي ځکه زخم درد کوي. درواغ درد نه کوي. کشپ بیا ویل چي نه، درواغ بد دي ځکه زخم د دوا په واسطه جوړېږي خو درواغ هیڅ شی نه سي جوړولای. بیزو وویل:
– راځي چي په خپلو سترګو ووینو چي کوم یو ډېر بد دئ.
کشپ وویل:
– ښه دئ، لومړی یې ته ثابته کړه.
بیزو یوه چاړه راواخیسته او د کشپ پښه یې لږ پرې کړه. کشپ د درد په اړه فکر ونه کړ. پر زخم ئې دوا کښېښوول. سبا هیڅ معلومېدی نه چي کشپ زخمي سوی وو. اوس نو د کشپ وار وو. هغه په پټه ښې غوښي رانیولې. هغه ئې ټوټه کړې، سرې ئې کړې، مساله ئې پر واچول او بیا یې په یوه ونه کي وځړولې تر څو دا ډول وایسي چي غوښي په وني کي شنې کېدلې. وروسته ولاړی چي بیزو پیدا کړي. هغې ته ئې وویل:
– ما یوه ونه پیدا کړې ده چي په هغه کي سورکړی چرګ شین کیږي.
بیزو وویل:
– دا څنګه ونه ده؟
کشپ وویل:
– زه هم نه پوهېږم خو که ته غواړې زه به ئې دروښیم.
لږ وخت وروسته بیا بیزو په ونه کي ناسته وه او مزې ئې کولې. کله چي کشپ مطمئن سو چي بیزو نه ورته ګوري نو چابک کلي ته ولاړی. هلته چي ورسېدی، نو یو سپي ته ئې وویل:
– ما یوه داسي ونه پیدا کړې ده چي په هغه کي سورکړی چرګ شین کیږي.
سپي وویل:
– دا څنګه ونه ده؟
کشپ وویل:
– زه هم نه پوهېږم خو که ته غواړې زه به ئې دروښیم.
هغه سپی هم هغي وني ته بوتلی چي بیزو مېله پکښي کوله. سپي چي ونه ولیده نو ډېر خوشحاله سو خو چي بیزو ئې ولیده نو ډېر درد ورغلی او غپل ئې شروع کړل. بیزو وبېرېده او سپي ته یې غوښي وروغورځولې. سپي هغه غوښي وخوړلې او بیا یې غپل شروع کړل. بیزو نوري غوښي وروغورځولې. سپي هغه هم وخوړلې خو د وني څخه نه ولاړي. هغه درې ورځي او درې شپې پرله پسې تر وني لاندي ناست وو. په څلرمه ورځ یو پړانګ راغلی. سپي چي پړانګ ولیدی نو وبېرېدي او بیرته کلي ته ولاړی. بیزو نوره هم وبېرېده ځکه اوس د سپي پر ځای پړانګ تر وني لاندي ناست وو. هغه ښه وو غپل یې نه، مګر بده دا وه چي پرانګ په ونه کي ختلای سوای! په دې وخت کي کشپ بیرته راغلی. پړانګ ته ئې وویل:
– بیزو پرېږده. ته ئې وینې هغه ډېره ډنګره ده! هغه یوازي پوستکی او هډوکي ده. هغه به ستا لپاره څه خوراک وي؟
پړانګ وویل:
– ته ښه وایې، زه به بل ځای خوراک پیدا کړم.
پړانګ د وني څخه ولاړی. د بیزو د ژوند لپاره یوازي دا محغوظه لار وه چي له وني څخه راکښته سي. کشپ ورته وویل:
– اوس پوه سوې چي درواغ تر زخم بد دي. هغه زخم چي تا ما ته راکړ په یوه ورځ کي جوړ سو خو کوم دروا چي ما تا ته وویل ته ئې د درو ورځو او درو شپو لپاره خپه کړې.
موږ د دې څخه دا زده کوو چي د درواغو خوږ ژر نه جوړوي ولي د چړې زخم ژر جوړېږي.
(د هندوستان د هیواده څخه)