کور / هراړخیز / وروستي فرمان سترې هيلې راپيداکړې دي

وروستي فرمان سترې هيلې راپيداکړې دي

افغانان تربل هرملت زيات خدمت ،کار،ښې حکومتدارۍ ،سالمې ادارې ،ډاډمن امنيت ،اقتصادي پرمختګ ،سولې ،امن اوثبات ته ضرورت لري ځکه چې دلته لسيزو ناخوالو ستونزو اوبدمرغيوپه بېلابېلو سياسي ،اقتصادي ،تجارتي ،ټولنيزو،کلتوري ،پوهنيزو ،نظامي اونورو ورته برخو کې دپام وړ ژور زيانونه رامنځته کړي دي چې ددې هرڅه جوړول او رغو ل قوي ارادې ،جديت ،صداقت ،ملي تکل ،قانونيت اوهېوادنۍ مينې ته اړتيا لري اودهمدې ځانګړتياوو په درلود سره مثبت بدلون او سمون رامنځته کيږي افغانستان په دې وروستۍ لسيزه کې دنړيوالې ټولنې په ملاتړ سره په ډيرو برخو کې دپام وړداسې پرمختګ وکړ چې له تيرو لسيزو سره په هيڅ ډول دپرتلې وړندى په دې مانا چې دلته ډير داسې مثبت بدلونونه رامنځته شول کوم چې ددې ولس يوه تاريخي غوښتنه وه خو لاهم دغه کاروان خپل ځاى او هدف ته ندى رسيدلى لامل يې دادى چې اوس هم يو شمير ستونزې شته چې په دې هېوادکې يې دسالمې ادارې ،ښې حکومتدارۍ ،ډاډمن امنيت ،دولتي حاکميت ،يووالي ،سولې ،امن اوثبات په وړاندې خنډونه رامنځته کړي دي ،اداري فساد ،دځمکو غصب ،دمافيايي کړيو فعاليت ،ورانکاره فعاليتونه ،غيرې قانوني کميشن کارۍ ،دقانون نه تطبيق ،دظرفيتونو ټيټوالى ،عدم قاطعيت ،عدم شفافيت ،کمزورې ادارې ،دمسووليت نه احساس هغه څه دي چې ترټولو زيات يې سيمه ييزه حکومتداري اوحاکميت ته زيان رسولى دى اويادې ستونزې ددې سبب شوې دي چې په دولت باندې ولسي باور کمزورى کړي.

سره ددې چې په ځينو ولايتونو کې ديادو ستونزو په وړاندې قانون ته په درناوي سره په ډير جديت او قاطعيت سره مبارزه ترسره شوي دي اوددغه ننګونو په مخنيوي کې يې غوره هڅې ترسره کړې اوښې لاسته راوړنې هم لري ،دلته دبېلګې په توګه دخوست څخه يادونه کوو کوم چې زمونږ دهېوادپه سويل ختيځ کې پروت سرحدي ولايت دى اوله هغه سيمو سره ګډه پوله لري چې دټولې نړۍ لپاره جدي امنيتي ګواښ بلل کيږي ،په دغه ولايت کې دتيرو دوه نيمو کالونوپه جريان کې دافغانستان اسلامي جمهوري دولت له تګ لارو ،کړنلارو او اهدافو سره سم داسې کړنې ترسره شوې چې پربنسټ يې هم دولتي حاکميت ټينګښت موندلى اوهم دسالمې ادارې ټول بنسټونه ورسره قوي شوي دي دوه نيمه کاله وړاندې په دغه ولايت کې دکمزورې ادارې دشتون له امله هرڅه ترجدي تهديد لاندې وي ،خو اوس مهال هرڅه دولسونوپه ګټه اوملاتړ سره مثبت لوري ته روان دي ،قومي شخړې هوارې شوې ،داداري فسادپرضدمبارزې په ډګرکې زيات لوړپوړي اوټيټ پوړي کسان دقانون منګولوته سپارل شوي ،دغصب پرضدمبارزې په لړکې په زرګونو جريبه دولتي ځمکه له غصب خلاصه شوي ده دولسونوپه ګټه دپروژو دتطبيق لپاره وړاندې شوې ،ټولې هغه مافيايي کړۍ چې دلته يې دولتي حاکميت ،ښه حکومتداري اوسالمه اداره ترګواښ لاندې نيولې وه ځپل شوې ،دسالمې ادارې دبنسټونو دپياوړتيا په خاطرپه ادارو کې جدي نظارت ،نظم او دېسپلين رامنځته شوى ،په مرکز او ولسواليوکې دادارو نيمګړتياوې اواړتياوې په ګوته شوي اوپه خپل وخت له مرکزي اداروسره شريکې شوې دي،دښې همغږۍ په پايله کې امنيت ډاډمن شوي له ټولو امنيتي ،کشفي اونظامي ارګانونوسره دولسونو همکاري زياته شوې ده ،دعدلي اوقضايي ارګانونو ټولې ستونزې له مرکزي ادارو سره شريکې شوې اوديادو ارګانونو داکمال ،تجهيز اوضرورتونوپه تړاو مسوولو ارګانونوته ځانګړي وړانديزونه شوي دي ددې ترڅنګ دقانون دتطبيق په خاطرپه اغيزمنه توګه دعامه پوهاوي پروګرامونه ترسره شوي دي په ټولو هغه برخو کې چې دا مهال دهېوادپه کچه لويې ستونزې اوخنډونه بلل کيږي دلته تردې وړاندې په ګوته شوي اوپه وړاندې يې جدي اقدامات ترسره شوي دي.

دهېواد ولسمشر وروستي فرمان په خلکو کې نوي هيلې اوارمانونه راټوکولي دي ځکه چې په دې فرمان کې دهغه څه يادونه شوي کوم چې په لسو کالونوکې يې په دې هېوادکې غوره حکومتدارۍ ،سالمې ادارې ،اقتصادي ودې ،بيارغونې ،دولتي حاکميت ،دقانون حاکميت ،دعدالت تامين ،ټولنيزې هوساينې ،ملي يووالي اونورو مهمو سکتورونوته ژور زيان رسولى وو.

دهېواد دولسمشر دوروستي فرمان دموادو تطبيق کولى شي چې په دې هېواد کې په پراخه کچه مثبت بدلون اوسمون رامنځته کړي ځکه چې داځل افغان ولسمشرله نړيوالې ټولنې اوخپل ولس سره دا ژمنه کړې دټولو هغه ستونزو دلرې کولو اوبدمرغيو په وړاندې به په جديت اوقاطعيت سره مبارزه کوي چې تردې مهاله يې دښې حکومتدارۍ ،سالمې ادارې دبنسټونو دتقويت ،ولسونوته دخدمت او ډاډمن امنيت مخه ډب کړې وه.

همدا اوس ټول ولسونه په دې تمه دي چې له دې وروسته به کوم بدلون راځي اودروانو ناخوالو اوبدمرغيو په وړاندې به څه ډول اقدامات ترسره کيږي ځکه چې وروستي فرمان کې هغه څه ته ګوته نيول شوي چې ولسونه به هم تل ورته دنيوکې په توګه ګوته نيوله.

په وروستي تحليل سره باوري يو چې داځل دهېواد جمهور رئيس په قاطعيت سره غږ اوچت کړاوپه جديت يې ټولو ادارو ته لارښوونې وکړي چې په څو مياشتو کې دخپلو مسوولينوته په دايره کې ګزارشونه ترتيب کړي چې له هغې وروسته به په عملي اقداماتو لاس پوري شي.

داهم ديادونې وړ ده چې وروستي فرمان دنړيوالې ټولنې توجه هم راجلب کړې ده ځکه چې نړيوالې ټولنې ژمنه کړې چې هغه وخت به له افغانستان سره مرستې کوي کوم وخت چې افغان حکومت په ادارو کې سمون اوبدلون رامنځته کړي او داداري فساد په وړاندې په جديت سره مبارزه ترسره کړي.