د روان کال د جولای په ۲۱ نېټه د تاجکستان هېواد د ختیزې سیمې، ګورنو بدخشان، د ملي امنیت د کمیټې مشر تورنجنرال عبدالله نظروف هغه وخت آمو سیند ته په څېرمه ایشکشم سیمه کې په چړو ووژل شو چې نوموړی د یو سوداګریز سفر نه د بېرته راستنېدو په مهال د نامالومو وسله والو په یو پاټک برابر شو.
د تاجکستان حکومت د دې پېښې په غبرګون کې سمدستي په ګورنو بدخشان کې تیارسئ حالت اعلان کړ. د لومړنیو پوځي عملیاتو په ترڅ کې د ملکې وګړو، اورپکو او پوځیانو په ګډون په لسګونو کسان ووژل شول.
د تاجکستان حکومت دې پېښې پسې سمدستي تور ولګاوه چې د ځینو لاسوندونو له مخې افغان اورپکو هم په دې آخ و ډب کې د تاجکستان د وسله وال اپوزېسیون په ننګه ګډون درلود.
افغان ولسمشر حامد کرزي د تاجکستان د ولسمشر امام علي رحمان (پخوا رحمانوف) له سرټکونې وروسته یو پلاوی وګوماره چې د ګورنوبدخشان پېښه کې د افغانانو د ښکېلتابه خبره سپینه کړي.
نو دې سره ډېرو ته دا پوښتنه مطرح شوه چې رښتیا هم افغانان په دې پېښه کې ښکېل ول، او که نه د دې تورونو ترشا نورې سیمه اییزې موخې پټې دي؟
د تاجکستان حکومت دریځ خو دا دی چې د دې ربړې تر شا تاجک اورپکی، طالب آیمبیکوف، او د هغه افغانان ملګري چې ځینې یې دوي نیولي هم دي، لاس لري.
که څه هم ځینې داسې لاسوندونه وخت نا وخت د رسنیو له لارې تر سترګو شوي دي چې د نشه یي توکو او د پنجشېر او بدخشان ولایتونو د ګرانبیه کاڼو ځینې قاچاق وړونکي د آمو سیند نه پورې د ځینو اورپکو سره راکړه ورکړه لري، خو دا چې کومه افغان اورپکې ډله دې د سیند نه پورې په تاجکستان کې د ترهګرو کړو وړو وړتیا ولري، د دې ادعا لپاره بې پرې لاسوندونه لا نه دي را د مخه شوي.
بلکې د دې ادعا سرچپه، د تېرو کلونو په اوږدو کې په لسګونو تاجکستاني اورپکي د افغان وسله والو ځواکونو له خوا وژل شوي یا نیول شوي دي. د لاسوندونو له مخې ګڼ تاجکستاني اورپکي په افغانستان کې دننه د ازبکستان د اسلامې خوځښت په لیکو کې، یا ګوښې، په ترهګرو کړو وړو بوخت دي.
افغانانو لا تر اوسه پورې د دې اورپکو په اړه د تاجکستان با ازبکستان حکومتونو ته داسې یو احتجاج نه دی کړی چې د رسنیو له لارې دې خپور شوی وي.
پر دې سربېره افغان حکومت د تاجکستان هېواد سره د ښه ګاونډیتوب د پاللو په لړ کې دوي سره د دوي د وسله وال اپوزېسیون په ځپلو کې په خلاص لاس همکاري کړې ده.
د بېلګې په توګه کله چې پروسږکال د دوشنبې له یو زندان نه په لسګونو اورپکي کندز ته راوتښتېدل، افغان ځواکونو د پوځي عملیاتو په ترڅ کې نږدې ټول ووژل او تاجکستان حکومت یې په داسې کولو ډېر خوشاله کړ.
له بلې خوا په افغانستان کې دننه طالبان او نور وسله وال اپوزېسیون د نړیوالو او افغان ځواکونو سره په داسې جګړه بوخت دی چې دا وړتیا او اوزګارتیا نه ده ورپه برخه شوې چې تاجکستان کې خپل ملګري وګټي.
نو نورې پوښتنې دا راپورته کېږي چې د تاجکستان پاڅون کونکي نو بیا څوک دي، او د دوي د ملګرتیا تور په افغانانو ولې پورې کېږي؟
طالب آیمبیکوف چې د دې وروستي پاڅون آري لوبغاړی بلل کېږي د تاجکستان د ملي اپوزېسیون غښتلی غړی دی. د تاجکستان ملي اپوزېسیون که څه هم د څو ګوندونو ټلواله ده، د آیمبیکوف ګوند پکې تر ټولو دیموکرات او منځ لاری بلل شوی دی. نوموړی یوه لسیزه د مخه د رحمانوف حکومت سره په داسې یو جوړ جاړي سلا شو چې په په پایله کې یې آیمبیکوف او ملګرو ته یې ځینې امتیازات ورومنل.
خو په دې وروستیو کې د امام علي رحمان حکومت د آیمبیکوف له ګوند نه هغه امتیازات ورو ورو بېرته تروړلي، او د آیمبیکوف ملګري یې بیا پاڅون ته اړ ایستلي دي او ان دا چې بو ځل نیم یې د لعل بدخشان په نامه د خپلواکۍ غوښتلو غږ هم پورته کړی دی.
نو د دې نظریې له مخې دا چې د امام علي رحمانوف حکومت د ګورنو بدخشان اوسیدونکو سره، چې ډېری یې پامیري دي او ژبه یې هم تاجکي نه ده، د مور او میره کوم چلند پیل کړی، داسې پاڅونونو ته هوا ورکړې ده.
کېدای شي ځینې پاڅونوال په افغانستان کې د زمردو او نشه یې توکو له قاچاق وړونکو سره پټه خپلوي ولري، خو دا چې روسي، تاجکستاني او ځینې افغان رسنۍ تور لګوي چې په دې پاڅونونو کې د افغانانو، په تېره د طالبانو ونډه هم شته، رښتیا سره ډېر اړخ نه لګوي.
ځینې په دې آند دي چې روسان او په سیمه کې یې نور ملګري په دې پسې دي چې افغانستان د یو “بباو“ سټېټ په توګه نړیوالو ته وروپېژني، او په دې هېواد باندې نړیواله بې باوري پراخه کړي.
نور بیا په دې آند دي چې د تاجکستان حکومت په دې پاڅونونو کې د طالبانو د ښکېلتابه د تورونو په لګولو سره غواړي د دې پاڅونونو اصلي لاملونه، چې هغه د ګورنوبدخشان وګړو بې وزلي او دوي ته د حکومت بې پامي ده، پټ کړي.
بل به د طالبانو بیا بیا یادول امام علي رحمان ته د لوېدیزو حکومتونو خواخوږي وګټي، او د ده په وړاندې به د بشري حقوقو د سرغړاوي تورونه تت کړي.
د افغانستان حکومت دا پرېکړه چې د ګورنو بدخشان پاڅونونو کې به د افغانانو د ښکېلتابه تورونه په کلکه څېړي، یو پر ځای چاره ده. افغانان باید نړۍ ته وښیي چې دوي ګاونډیانو کره د هېڅ ډول تاو تریخوالي پلویان نه دي، او خپله خاوره به د دې موخې لپاره د چا په واک کې ورنکړي.
خو که په دې پېښو کې د افغانانو ونډه جوته نشي، نو افغان حکومت باید دا تر ټولو نړبوالو ورسوي چې دا پاڅونونه د تاجکستان کورنۍ لانجه ده، او افغانان پکې هېڅ ډول ونډه نه لري.