کور / تازه خبرونه / د ناټو یو لار د پاکستاني چارواکو داختلاف له امله وتړل شوه

د ناټو یو لار د پاکستاني چارواکو داختلاف له امله وتړل شوه

پېښور:پېښور ته نژدې د ناټو ځواکونو پر یوه اکمالاتي کاروان له حملې وروسته د خیبر پښتونخوا ایالتي حکومت د ناټو دا ترانزیتي لار موقتاً بنده کړه او له مرکزي حکومته یې وغوښتل چې له دوی سره خپلې کړې ژمنې پوره کړي.وسله والو سخت دریځو په افغانستان کې د ناټو ځواکونو ته پر تلونکو اکمالاتي وسایلو د پاکستان په خاوره کې حمله وکړده.دا له کله چې پاکستان له اوو میاشتو وروسته په افغانستان کې د ناټو ځواکونو ترانزیتي لار بیا پرانستې ده، لومړی ځل دی چې په پاکستان کې د ناټو پر اکمالاتي وسایلو برید کېږي.تراوسه پوري کومې ډلې د دې حملې مسوولیت په غاړه نه دی اخیستی، خو پاکستاني طالبانو د روان جولای په لومړیو کې خبرداری ورکړی و چې که د پاکستان حکومت د ناټو ترانزیتي لار پرانستله دوی به پر اکمالاتي کاروانونو برید وکړي.پاکستان د ناټو ترانزیتي لار د تېر کال په نومبر کې وروسته له دې بنده کړه چې د ناټو د هیلي کوپترو په بمبارۍ کې ۲۴ پاکستاني پوځیان ووژل شول.د خیبر په قبایلي سیمه کې یوه سیمه ییز حکومتي مامور فراز خان وویل، وسله والو کسانو د جمرود بازار ته نژدې د ناټو د اکمالاتي وسایلو پر تېرېدونکي کاروان برید وکړ.د فراز خان په وینا په دې حمله کې یو موټرچلوونکی ووژل شو، یو بل چلوونکی له کلینر سره ژوبل شو.له دې پېښې وروسته په افغانستان کې د ناټو ځواکونو ته د پاکستان یوه ترانزیتي لار د خیبر پښتونخوا د ایالتي حکومت او د پاکستان د مرکزي حکومت ترمنځ د اختلاف له کبله بنده شوې ده.د خیبر پښتونخوا ایالتي حکومت د ناټو د کانتینرو د امنیت ساتنې ژمنه کړې وه.
د خیبر پښتونخوا لوی وزیر بشیر احمد بلور وايي چې د ناټو د کانتینرو د ساتنې په وړاندې مرکزي حکومت له ژمنې سره سم مرستې نه دي ورکړي.
له پاکستان څخه افغانستان ته بله لار، چې له کراچۍ څخه چمن او بیا د افغانستان سپین بولدک ته غځېږي، پرانستې ده.بشیر بلور د پاکستان پر مرکزي حکومت ږغ وکړ چې دا مسله مهمه وګڼي او جدي اقدامات وکړي.په تېرو لسو کلونو کې وسله والو طالبانو د پاکستان په خاوره کې د ناټو پر اکمالاتي کاروانونو د حملو په لړ کې په لسګونو تنه وژلي او په سلګونو کانتینرونه یا لارۍ یې ویجاړې کړي دي.خو امریکا وايي چې د سخت دریځو حملې په افغانستان کې د دوی ځواکونو ته د وسایلو په رسېدو باندې چندان اغېز نه لري.امریکا ډېره لېواله ده چې د پاکستان له لارو په افغانستان کې خپلو ځواکونو ته اکمالات ورسوي ځکه چې د منځنۍ اسیا لارې اوږدې دي او ګرانه تمامېږي.د دوی په وینا د منځنۍ اسیا د هیوادونو له لارې یې په افغانستان کې خپلو پوځیانو ته د وسایلو په رسولو د میاشتې سل ملیونه اضافي لګښت کاوه.د نومبر تر حملې او د پاکستان له لوري د ترانزیتي لارې تر بندېدو مخکې ناټو او امریکا په افغانستان کې خپلو پوځیانو ته په سلو کې دېرش غیرنظامي وسایل د پاکستان له لارې رسول.
د پاکستان لارې به په راتلونکو میاشتو کې لا مهمې شي ځکه چې امریکا او د ناټو غړي هیوادونه له افغانستانه خپل پوځیان او وسایل باسي.