کور / هراړخیز / د سوله مل کار په تاریخي مفهوم سره؛

د سوله مل کار په تاریخي مفهوم سره؛

جیمز کارن
ژباړن: خان محمد ستا نکزی
د سوله مل کار په تاریخي مفهوم سره؛ سوله مل د یوه کره کتونکي تاریخ پوه په توګه

د یوه تاریخ پوه په توګه زما لومړنۍ غوښتنه دا ده چې د عبدالوکیل سوله مل شینواري کار د هغه د نویو یا هغو لوستونکو له پاره چې په انګلېسي کې یې لولي، په یو ډول قرینه کې واچوم.

په وروستیو څو کالونو کې زه یو څو نور داسې افغان لیکوالان پېژنم چې کارونه یې ډېر په مهارت سره هغه شرایط په ګوته کوي چې دغه کارونه په کې ترسره شوي دي – داسې یو چاپېریال چې په هغه کې البته اکثره افغان پښتانه د دولتي او غیردولتي تشدد په واسطه په سره ورته ډول وټکول شول، او دوی د سیمو او ان د هېوادونو په سطحه له خپل وس سره سم نوی ژوند جوړ کړ. په عمومي توګه د دغو دورو پښتو ادب او په ځانګړې توګه د هغو ادبي تخلیقونو په برخه کې چې د یوه یا بل نظامي ګروپ په خواخوږۍ کښل شوی وه ډېر زور د واک په ډېر ښودلو باندې شوی وه – او زاړه ملي ارزښتونه په کې په نویو سختو عینیتونو باندې اړول شوي وو.

په توپیر سره، د دغې ټولګې ډېرې کیسې – چې د ډېرو کلونو په اږدو کې لیکل شوي دي – نېغ په نېغه د ناڅرګندو سیمو، بې جوړې اړیکو چې پخوا یې ځایونه او خلک سره نښلول، او د عینیتونو د بدلون په برخه کې د خبرو اترو ستونزې بیانوي. د دغو کیسو یو د یادونې وړ شمېر د «ستنېدونکي» په استعارو پيل کېږي او پرې چورلېږي. په نړیواله او کورنۍ سطحه موجود رسوخ دواړه د فزیکي تشدد سربېره د کډوالۍ له لارې هم وځپل شول. دغه ټولګه (او د سوله مل د پښتو کیسو نورې ټولګې لکه پنځوس میلیونه او رنځورې هیلې) په هغو تصوري تړاوونو باندې نېغ په نېغه تمرکز کوي چې نورو هېوادونو ته تلليو کډوالو د «افغانستان» په هکله له ځانونو سره وړي دي. کډوالو اکثره وخت د افغانستان په هکله فکر او خیال له فزیکي موقعیت څخه له بېلوالي سره سره په نورو هېوادونو کې هم له ځانونو سره ساتلی دی – تر څنګه یې اوس «د لوېدیځ» نړیوال جوړښتونه په فزیکي بڼه هم تر افغانستان پورې غځېدلي دي. په عین وخت کې د افغانستان دغې یادونې او تصور له افغانستان څخه د بهر افغانانو او د افغانستان د کلیوال چاپېریال تر منځ نه بېلوالی روښانه کړی دی چې په دې ټولګه کې په ځانګړې توګه شرحه شوی دی.

که د ۱۹۸۰مو او ۱۹۹۰مو کلونو د جګړې د وخت پښتو ادب (او اصلا د معاصرې مشهورې شاعرۍ یوه پراخه برخه) د زور په ښودنه باندې متمرکز وه، او ورسره په نویو ګروپي هویتونو کې خلک له منځه وړل کېدل، بیا نو د سوله مل کار د ادبي پیداوار له کوم دود څخه سر راپورته کوي؟ د ادب ګڼ داسې متروکات موجود وو چې له نظامي ډلو ټپلو سره یې نه اړیکي لرل او نه هم خواخوږي؛ د کومو له پاره چې له هېواد څخه بهر چاپېریال د خنډونو پر ځای د هویت نوې لمنې وغوړولې. د جګړې ضربې او کوچېدنو له خپل ډاروونکي حالت سره سره د کلیوالي او ښاري ادبي فعالانو د ټولنیزو کړیو؛ د افغاني او پاکستاني پښتو ادبي فعالانو ترمنځ اړیکي کلک کړل چې دا کار پخوا ډېر کم شوی وه. پېښور مېشتي پاکستاني تاریخپوه فضل الرحیم مروت یو ځل ما ته یاده کړه چې له جګړې څخه مخکې، پاکستاني پښتو لیکوالان په ښکلاییز ادب، په هنري ادبیاتو کې مخکې وو؛ په داسې حال کې چې افغاني پښتو لیکوالان په غیر کیسه ییز تحقیق او عملي ادبیاتو کې مخکې وو. خو د جګړې له وخت راهیسې، افغان شاعرانو او ناثرانو نوې کرښه واېسته – هسې چې د خپلو ټولو مشهورو او مروجو دودونو قوتونه یې سره ګډ کړل او په رومانتیکه تجربه باندې یې زور واچاوه چې دا کار د پاکستاني پښتو شاعرانو تر منځ ډېر په چاڼ شوي ډول موجود وه.

د ازاد افغانستان د لیکوالو ټولنه (وفا) چې مروت او سوله مل دواړه یې غړي وو، یو له هغو رسمي بنیادونو څخه وو چې دغه د یاد وړ پخوالی یې وپاله. هغه د دې ځانګړي هدف له پاره جوړه شوې وه چې د نظامي ګروپونو له اغېز څخه خپلواکه وي؛ او له دغه وخت څخه وو چې سوله مل ځان ته د پښتو د لنډې کیسې د وتلیو لیکوالو په کتار کې ځای تثبیت کړ. خو لکه چې ما په نورو ځایونو کې هم استدلال کړی دی، د ۱۹۸۰مو کلونو له وروستیو راهیسې له هېواد څخه بهر د افغاني پښتو د مخ پر ودې چاپي چاپېریال د ودې اندازې د ادب په تخلیق باندې د خپل نفوذ ساتل پیل کړي دي. دا تر ډېره په جنوبي اسیا کې د جګړې د وخت د پخوانیو حالتونو په څېر دی، چې په کې ازموینه ډېره لږه وستایل شوه، او نامتمرکز بازار په تدریج سره یو ځل بیا پراخ شو او د ادبیاتو د «خیالي اورېدونکو» د کوچني سالون ځای یې ونیو.

ما او د سوله مل یوه ژباړن عامرخان په پيل کې، په ۱۹۴۷ کال کې د هندي براعظمګي د وېش د وخت د سختو کره کتونکیو او لږ ستایل شویو مؤلفینو د کارونو تر منځ د لوړ ذوق او مطالبو د انتخاب مشابهتونه ولیدل. د جنډر په شمول په ستونزمنو عینیتونو کې د هغه د ګڼ اړخیزو ژمنتیاوو (په ځانګړې توګه په نورو ټولګو کې)؛ د هغه په اکثرو زندۍ ډوله ظرافتونو کې؛ په ځینې کیسو کې د بدرنګۍ او وحشت په هکله د هغه د سپینو او پرېکړو خبرو په انځورونه کې، او د ابتذال په هکله د هغه په ښه اوڼل شوي حس کې او په نورو کې د هغه په خیالي انځورګرۍ کې– په دا ټولو کې، سوله مل په پښتو کې زما ذهن ته د اردو ادب د اثارو سعادت حسن منټو راولي چې لوېدیځوال لوستونکي ورسره ډېر بلد دي. په ورته وخت کې د سوله مل تقریبا ژورنالېستیک ډوله لهجه د مبتذلو خو ورځنیو حالتونو په انځورولو کې د اردو د مجرب نثر لیکونکي انتظارحسین او همدرانګه منټو کارونه رایادوي.
سوله مل په خپلو لیکنو کې له وطنه بېځایه کېدو او د یو مستقل شناخت نه شتون ته ډېر پام کړی دی. همدا خبره د دغو لیکوالانو او په افغانستان کې د معاصرو پښتو شاعرانو په لیکنو کې هم لیدل کېږي. دغه بېلتونونه د هم مهاله لېونتوب او بصیرت یوه سرچینه ګرځي. د همدې حالت یو ډېر ښه او سمبولیک مثال د منټو هغه کېسه ده چې ټوبه ټېک سنګ نومیږي. په دې کېسه کې منټو د یو ځانګړي وخت د خلکو د طرز فکر تاریخ په یو څو مخونو کې رانغاړي. کله چې یو ځیرک لوستونکی د سوله مل ځینې کېسې، لکه ماران او بنیادمان، زړه کلا، خوب، کلی او سروېس او داسې نورې کېسې لولي نو خامخا د منټو د کیسو ځیني رنګونه ورپه یادوي، لکه د مثال په توګه د هغه قوي تخیلي کردارونه او صحنې، نمونوي او بې خونده خو متحرکه کرکټرونه او هم مهاله ابهام او د بلې دنیا فکرونه. د ټوبه ټېک سنګ په څېر په دې کېسو کې هم د لنډې کېسه لیکنې او تخیلي کردار جوړونې او صحنه بندۍ یوه هڅه شوېده. سوله مل غواړي چې پر همدې ځمکه پل واخلي او یوه ابتکاري ټولنیزه او تاریخي تبصره وکړي.

په حقیقت کې، په ورته وخت کې چې زما انګېزه دا ده چې د سوله مل کار په یوه قرینه کې واچوم، زه نورو خواوو ته هم کش کول کېږم – هغه لوري ته چې پرېږدم چې د سوله مل کار کټ مټ هغه تاریخ بیان کړي چې هغه یې یوه برخه دی. د ۱۹۴۷ کال د وېش په برخه کې، یو شمېر ډېرو مختلفو تاریخ پوهانو ټولو یادونه کړې ده چې ادبیات په تاریخ لیکنه کې د ساده تاریخ لیکنې په پرتله ډېر جامع وي، کولی شي چې منفردې، تجربوي صحنې له ټولنیزو- سیاسي روایتونو سره ګډې کړي، او لنډې کیسې د غرکیسه ییز نثر په پرتله د پېښو په هکله ډېرې «ریښتینې» وي. په انګلېسي کې د دغې ټولګې لوستونکي به نه یوازې هغو مفاهیمو ته لاس رسی ومومي چې هغوی ورسره اشنا نه دي بلکه همدارنګه به هغوی وکولی شي چې د افغانستان په برخه کې د ټپ او عینیت په تاریخي چوکاټ اچونه کې مداخلې ته لاس رسی هم ترلاسه کړي (؟)، او دا یو له هغو کوچنیو توپیرونو څخه دی چې د افغانستان په هکله په «غیرکیسه ییز» لیکنو کې لږ ډېر موجود دی. او د سوله مل لیکنې په ځانګړې توګه د تاریخي خاطرو، د هغو له هېواده بهر تناقضاتو، او هغو لارو لورته غځېږي چې په هغو کې هغه د سیاسي او اقتصادي مبارزو یو اساسي جز جوړوي

پورته مونږ یاده کړه چې د سوله مل کار، د هغه د ځینې هم مهالو په څېر، د نظامي سازمانونو له خوا د ټولنې په تنظیمولو کې برخه اخیستنه رد کړې ده. دا موجوده ټولګه، د نورو پښتو کیسو په پرتله چې زه ورسره بلد یم تر ډېره حده، نېغ په نېغه او په مشخص ډول دغې پروسې ته د انتقاد ګوته هم نیسي. د «زړه کلا کیسه»، چې په ۲۰۰۸ کال کې د دې ټولګې نوم هم وګرځېد، له تر ټولو غوره مثالونو څخه دی. په دې حالت کې د یوه کلي د خپلو اوسېدونکو لخوا په بشپړه توګه ویجاړېدل، د محلي، ملي، او مدني تاریخونو پر بنسټ یوه قصدي هڅه ده. هغه د تېر وخت بشپړ له منځه تګ، او د یوه نوي، بې ثباته او په همېشني توګه انتقالي بنیاد جوړښت ته اشاره کوي – هغه تر ټولو غوره ډول چې په هغه باندې نوي، ګوندي او جنګي عینیتونه جوړېږي.

په ۲۰۱۱ کال کې د یوې بېلې کیسې «باران» څخه وروسته باید مونږ د دې انګلېسي ټولګې له نوم اړونې سره څه وکړو؟ دا د ښې راتلونکې له پاره د هیلې لرلو یو کنایي مثال دی – احتمالا لکه چې مونږ یې ګورو خیالي د افغانستان په یوه کلي کې د بېچاره ګۍ په منځ کې، او له نورو کیسو سره په توپیر ټوله د یوه ترینګلي موجوده وخت حال بیانوي. او کیسه د یوه ستانه شوي کس له خوا نه بیانېږي بلکه د یوه ځایي اوسېدونکي له خوا ویل کېږي چې نه وه توانېدلی یا نه یې غوښتل چې له کلي څخه لاړ شي. دغه کلی چې د نورو ځایونو د اوسېدونکو په شمول له بهرنیو تجربو څخه لیرې پاتې دی، په پرله پسې توګه پرې مصیبتونه راغلي دي. دا د «زړه کلا» د کلي برعکس، په کوم کې چې د خلکو ژوند ډېر پېچلی و او ډېرې مرحلې یې درلودې او خلکو د ګډ ماضي او نامعلوم راتلونکي په هکله فکر کاوه، د «باران» کورنۍ پرته له دې چې د خپلو سرپناوو، د ژوند تېرولو د وسایلو او خپلو خپلوانو د له لاسه ورکولو حالت ته په چوپه خوله وګوري، نور هېڅ هم نه کوي. هغوی له دعا پرته بل هېڅ هم نشي کولی. پرېږده چې لوستونکی د ۲۰۱۱ کال په پیل کې د دې بیانومونې معنی پخپله وټاکي .

په درناوي،
جیمز کارن
پنسلوانیا پوهنتون
د مارچ ۶مه، ۲۰۱۱