کور / تازه خبرونه / خوږ ژبې سندرغاړې باچازرین له دې نړۍ سترګې پټې کړې

خوږ ژبې سندرغاړې باچازرین له دې نړۍ سترګې پټې کړې

پېښور:د پښتونخوا د پښتو وتلې سندرغاړې باچازرین جان چې کلونه یې پر تلویزون او راډیو سندرې ویلې له دې نړۍ وکوچېده.
میرمن زرین جان چې واده یې نه و کړی او ویل به یې له هنر سره یې واده کړی د تېرو څو کلونو راهیسي له بېلا بېلو ناروغیو سره لاس او ګریوان وه.
نوموړې په ۱۹۶۵ او ۱۹۷۱ مېلادي کلونو کې د پاکستان او هند د جنګونو پر وخت د راډیو پاکستان لپاره وړیا سندرې ویلې.
د میرمن زرین جان سندرې له همدې مودې مشهورې شوې. نوموړې د خپل ژوند په سفر کې په زرګونو سندرې ویلي او د پاکستان حکومت لخوا ورته د ستاینې مډال هم ورکړل شوی و.د پښتو وتلی شاعر اسرار اتل وایي د پښتو موسېقۍ بنسټ د زرېن جان په رنګ سندرغاړو باندې ولاړ دي. ښاغلی اتل وايي د زرېن جان مرګ د پښتو موسیقۍ لپاره یو ستر زېان دی.نوموړی زیاتوي د سندرغاړې زرېن جان د شهرت اصلي وجه د هغې ځانګړی انداز و. زرېن جان ځینې داسې رباعیانې او نظمونه ويلي چې د هر چا د وس خبره نه ده.د پښتو يو نامتو شاعر او لېکوال لايق زاده لايق وايي زرين جان په راشه درشه کې ډېره تکړه وه او د پښتو شاعرانو او سندرغاړو سره يې ډېر ښه تعلق درلود.زرين جان د ژوند په وروستیو شپو کې له مالي ستونزو سره مخامخ وه. د حکومت لخوا ورته څه نا څه ټاکل شوي و خو هغه دومره څه و چې د ژوند اساسي ضرورتونه هم پرې نه پوره کېدل.د پښتو موسېقۍ بنسټ د زرېن جان په رنګ سندرغاړو باندې ولاړ دي”شاعر اسرار اتل وايي په خېبر پښتونخوا کې د پښتنو د کلتور او تاريخ ساتلو دعوادارانو حکومت دی نو چې په دې حکومت کې د هنرمندانو پوښتنه نشته نو بيا به يې څوک کوي؟سندر غاړې باچا زرين جان په ۱۹۳۶ میلادي کال کې د مردان په يو کلي کې زېږدلې وه.دوه کلنه وه چې په سندرو ویلو یې پیل وکړو.زرين جان د موسېقې زده کړې له خپلې مشرې خور دلبر جان کړي چې خپله هم يوه مشهوره سندرغاړې وه.پر دلبر جان سربېره استاد پذېر خان هم د موسيقۍ په ډګر کې د زرين جان استاد پاتې شوې و.مېرمن زرين جان پر پښتو سر بېره په فارسۍ، اردو، پنجابۍ، سرايکۍ او هندکو هم سندرې وېلي دي.