کور / تازه خبرونه / پاکستاني طالبان:پاکستان دې له ميانمار سره اړيکې وشلوي

پاکستاني طالبان:پاکستان دې له ميانمار سره اړيکې وشلوي

پاکستاني طالبانو د پنجشنبې په ورځ وویل چي که چیري پاکستان له میانمار سره خپلي ټولي اړیکي و نه شلوي او په اسلام آباد کي د هغوی سفارت و نه تړي، نو دوی به په دې هیواد کي د لږکي مسلمانانو پر وړاندي د بریدونو غچ واخلي. د پاکستان د (تحریک طالبان ډلي) په یوه بیانيه کي خپل ځان د میانمار د مسلمانانو مدافع بللی دﺉ او ویلي ئې دي، چې د دوی غچ به واخلي.د دغي ډلي ویاند احسان الله احسان، د پاکستان له دولت څخه غوښتي دي، چي د میانمار له حکومت سره خپلي ټولي اړیکي وشلوي او په اسلام اباد کي د هغوی سفارت وتړي:که دا کار و نه شي نه موږ به نه یوازي پر میانمار باندي بریدونه وکړو، بلکي د هغوی پر پاکستاني ملگرو باندي به هم بریدونه وکړو.»په اسلام آباد کي د میانمار سفارت تر اوسه لا د طالبانو د دې گواښ په اړه څه نه دي ویلي. . خو دا چي دغه ډله له پاکستان څخه دباندي د بریدونو د تر سره کولو توان لري که نه، تر اوسه معلومه نه ده.