په هلمند ولايت کي د سړک غاړي د ماين ښخولو په حالت کي دوه وسله وال وژل سوي .
په دې اړه د هلمند ولايت مقام له لوري لراوبر ته رالېږل سوې خبرپاڼه ليکي چي دا پېښه تېره شپه د چرخکيانو د مانده په عبدالله کلي کي رامنځ ته سوې .
خبرپاڼه ليکي چي ياد دوه کسان د آيساف په هوايي بريد کي د ماين ښخووني په سيمه کي وژل سوي .
په دې اړه تر اوسه وسله والو طالبانو څه نه دي ويلي.