په هلمند ولايت کي د وسله والو او سيميزو پوليسو ترمنځ نښته سوې چي په پايله کي ئې د حکومتي چارواکو په وينا يو وسله وال وژل سوي.
د هلمند ولايت مقام له لوري لراوبر ته رالېږل سوې خبرپاڼه ليکي چي پېښه تېره شپه ماښام مهال هغه وخت رامنځ ته سوه چي کله وسله والو د سيميزو پوليسو پر يوه پوسته بريد وکړ.
خبرپاڼه ليکي چي په پېښه کي سيميزو پوليسو ته کمه مرګ ژوبله نه ده اوښتې او د وسله والو د وژل سوي ملګري وسله د دوى لاس ته ورغلې.
په دې اړه تر اوسه خپله وسله والو طالبانو څه نه دي ويلي.