پوهان مخکې په دې توانېدلي ول، چې داسې يوه کيمياوي ماده جوړه کړي، چې د ماليکولونو فورمول يې د لمر له وړانګو سره داسې تعامل وکړې چې محرک شي یعنې د لمر خوا ته وخوځېږي، چې په بيالوژي کې دغه پروسې له رڼا سره مېنې يا «photophilia» وايي او د په نباتاتو کې د فوتو سينتېز يا له رڼا نه د انرژي اخيستلو «photosynthesis» پروسيجر پياوړی کوي، ځکه نو نباتات، ګلونه او په تېره بیا لمرګل مخه تاوده لمر ته اړوي، چې له لمره اړينه انرژي واخلي، چې د خاوري نه د اخيستو تغذيوي موادو د هضم لپاره د فوتوسينتېز په بڼه يې وکاروي، چې خپله تغذيه بشپړه کړي.
نن سبا په پوهنيز ډګر کې ډېرې پرمختياوې او بیوتخنيکي پرمختګونه رامنځ ته شوې دي، چې نن سبا پوهان په ګڼشمېر څېړنيزو مرکزونو کې د بيولوژيکي عناصرو په جوړولو بوخت دي. د امريکا د «Harvard University and Caltech» په څېړنيز مرکز کې په دې توانېدلی دي، چې د موږک د زړه د سلولونو (حجرو) په کرنې او ودې سره داسې يو بيولوژيکي موجود خلق کړې چې په اوبو کې د سمندري کنديلونو په بڼه وخوځېږي، چې حرکات يې د ژوندي مېدوزا لمبووهلو ته ورته کېږي.
امريکايي پوهانو د موږک د زړه سلولونه وروسته له کرنې په يوې نازکې، نرمې او شفافې سرپټې پلاستيکي کڅوړه کې داسې ځای پر ځای کړې، چې د پلاستيکي کڅوړې نازکوالی د موږک کرل او روزل شوي د زړه سلولونه پکې کولی شي خپله خوځېدنه تر سره کړې. د څېړنې له پروتوکول سره سم دغه مصنوعي مېدوزا يا سمندري کنديل په اوبو کې د برېښنايي څړېکې په ترڅ کې لومری ځان غونج کړ او بيا يې بېرته پرانيست، چې وروسته له دې پخپله په حرکت راغی، چې د مصنوعي مېدوزا دغه حرکات په اوبو کې د طبيعي لامبوهونکې مېدوزا خوځېدنې ته ورته دي. د پلاستيک نرموالی د دې امکانات رامنځ ته کړې، چې د زړه د سلولونو خوځېدنه د انقباض او انبساط په بڼه تر سره کړي او د زړه حرکت ته ورته حرکت وکړي. امريکايانو خپل دغه مصنوعي خلقت ته د «Medusoid» نوم ورکړی دي، چې د «Nature Biotechnology» په وروستۍ پوهنيزې مجلې کې خپاره کړي دي.
د څېړنې نظر هغه مهال رامنځ ته شو، چې د امريکايي د څېړنيز مرکز يو څېړونکي د مېدوزا او د حیواناتو د زړه خوځېدنې سره پرتله کړې او په هغوی کې يې ځينې ورته والی په ګوته کړ، نو دې پايلې ته ورسېدو، چې د زړه د پمپ کولو ځانکړتياوې د مېدوزا په بڼه جوړ شوي مصنوعي بحري قنديل يا مېدوزوييد کې وښيي، نو ځکه يې دغه مصنوعي خلقت رامنځ ته کړ. اوسمهال د بيوتخنيکې څېړنو پوهان په دې هڅه کې دي، چې يو داسې مصنوعي مېدوزوييد جوړ کړي، چې د عصبي او مغزونو «neuron» د ساده سلولونو په مرسته وکولی شي له چاپېريال سره غبرګون وښيي يعنې د انرژي په لټه کې شي او یا د لمر له وړانګو سره عکس العمل وښيي.
پايله
د بيوتکنالوژي پرمختګ کېدلی شي په راتلونکي کې د دې امکانات رامنځ ته کړي، چې د دغه تخنيک په مرسته د انسان غړيو ته ورته بيولوژيکي غړي لکه زړه، ينه، بډوډي او داسې نور جوړ شي، چې په دې برخه کې د جېنانجينيري او بيوتخنيک په مرسته د بدن د يوشمېر غړيو د جوړولو امکانات رامنځ ته شوي دي، چې د بېلګې په توګه د غوږ يا پزې د پرېکېدلو او يا لمنځه تللو په ترڅ کې د بيوتکنالوژي په مرسته ساختګي بيولوژيکي غوږ پوزه جوړه شي او ناروغ ته پينه شي او د دې امکانات هم ډېر دي، چې د ډېرو ناروغيو د درمل لپاره بيو تکنالوژي د روغتياپالنې يو نوی پوهنيز اوښتون رامنځ ته کړي.