٢٤جولای ۲۰۱۲ د ناټو له خوا لراوبر ته په تازه رسېدلې خبرپاڼه کي ويل سوي چي ددوی يو سرتيرى د افغانستان په ختيځ کي د چاودني په ترڅ کي وژل سوى دئ .
دغه خبرپاڼه د افغانستان پر وخت نن ماپښين (٠٩:٢٥) دقيقې لراوبر ته ورسېده خو د پېښي دقيق وخت او ځای ئې نه دئ ښوولى .
ناټو تېره ورځ هم د افغانستان په ختيځ کي د خپلو سرتيرو د مرګ ژوبلي خبر خپور کړی و .
طالبانو او اسلامي حزب په ختيځ کي پر بهرنيانو د بريدو ادعا کوي او وايي چي هغوى ته ئې مرګ ژوبله اړولې